Homeخبرونهد خلکو په غوښتنه امنیتي ځواکونه د اوربند دوام ته ژمن دي؛...

د خلکو په غوښتنه امنیتي ځواکونه د اوربند دوام ته ژمن دي؛ خو طالبان یې په اړه څه نه وايي

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي امنیتي او دفاعي ځواکونو اوربند ته دوام ورکوي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي د اوربند دوام د خلکو غوښتنه ده، چې امنیتي ځواکونه د ولس غوښتنو ته لبیک وايي او په خبره یې د اختر په ورځو کې د شوي بریدونو څېړنه کوي.

افغانان نه یواځې له حکومت بلکې له طالبانو هم غواړي چې د اوربند موده وغځوي.

ددې لپاره چې خلک په خوښۍ لوی اختر ونمانځي د افغانستان حکومت او طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړی وو.

په ورته مهال د ملي امنیت شورا وايي ټول هغه اقدامات یې تر سره کړي تر څو طالبان د درې ورځني اوربند موده وغځوي.

طالبانو تر اوسه د اوربند د غځولو په باره کې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...