شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغان پوځ لوی درستیز یاسین ضیا جلال اباد ښارته ورسېد

د افغان پوځ لوی درستیز یاسین ضیا جلال اباد ښارته ورسېد

‫تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۳) د افغانستان د پوځ لوی درستیزیاسین ضیاء جلال اباد ښار ته رسېدلی ید.

یاسین ضیا داسې مهال دې ولایت په سفرکوي، چې د دې ولایت پر عمومي زندان د وسله والو ډله ییز برید لاهم دوام لري.

دننګرهار پر عمومي زندان تېر ماښام وسله والو ډله ییز برید وکړ.

امنیتي چارواکي وایی، چې برید تراوسه هم دوام لري او تر دې دمه په کې ۲۳ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډیر ټپيان دي.

خو یو شمیر سرچینې د مرګ ژوبلې ارقام ډیر لوړ ښيي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د دې برید پرمهال یو شمیر زندانیان هم تښتېدل دي خو په خبره یې یو شمیر یې بیرته نیول شوي دي.

د ننګرهار پر عمومي زندان ډله ییز وسله وال برید وروسته عام خلک او ولسي استازي هم پر حکومت سختې نیوکې لري او په دې برخه کې په بې غورۍ تورنوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا پخوانی منشي د دې برید لوی علت کمزوری مدیریت یادوي او وایي د کمزوري مدیریت له امله دا برید شوی دی ، چې به خبره یې اوس یې ننګرهار لري.

وسله والو طالبانو په دې بریدکې لاس لرل رد کړي خو داعش وسله والو یې پړه منلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب