Homeخبرونهپخواني ولسمشرحامدکرزي د ننګرهار پر عمومي زندان وسله وال برید غندلی

پخواني ولسمشرحامدکرزي د ننګرهار پر عمومي زندان وسله وال برید غندلی

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۳) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې د اختر د اوربند پرمهال تروریستي بریدونه د سولې د دښمنانو کار دی.

د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې مطبوعاتي اعلامیه د نوموړي له قوله لیکل شوي، چې د افغانستان دښمن غواړي، چې د پردیو ګټو او اهدافو لپاره په افغانستان کې د جنګ اور بل وساتي.

سرچینې په جلال اباد ښار کې د ننګرهار پر عمومي زندان وروستی تروریستي برید غندلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان خلک باید د دغو تروریستي ډلو مغرضانه اعمالو ته په کلکه پام وکړي.

هغه دغه راز زیاته کړه، چې هېوادوال باید په يووالي سره د دې ډلو پر وړاندې ودرېږي او په هېواد کې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې په تأمینولو سره له افغانستان څخه د پردیو مداخلاتو لمن ټوله کړي.

دا حامد کرزي دا بیان له دې نظره د پام وړ دی چې نوموړی عموماً د دولت د وسله والو مخالفانو د بریدونو په اړه څه نه وايي.

د ننګرهار پر عمومي زندان تېر ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې وسله وال برید وشو، چې لا هم دوام لري.

د دې ولایت د والي ویاند عطااالله خوږیاڼی وایي، په دې برید کې تر دې دمه ۲۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۸ نور ټپيان دي.

نوموړی زیاتوي د مرګ ژوبلې ارقام وروستي نه دي او ښايي ډیر تغیر په کې راشي.

په ټپیانو کې ماشومان، میرمنې، او امنیتي منسوبین هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...