شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهآرین یون: د ننګرهار ولایت پوست بولۍ ته ورکول شوی دی

آرین یون: د ننګرهار ولایت پوست بولۍ ته ورکول شوی دی

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۳) په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي د ننګرهار ولایت پوست بولۍ ته ورکړل شوی دی او هر څوک چې د دې پوست د ګټلو لپاره راځي باید ډېرې پیسې مصرف کړي.

آغلې یون وايي کومې پیسې چې د دې څوکۍ د ګټلو لپاره مصرفېږي بېرته د ولس له ستوني ایستل کېږي.

هغې، بې له دې چې د خپلو څرګندونو د ثبوت لپاره کوم سند یا بېلګې ته اشاره وکړي، ویلي، مافیايي کړۍ هڅه کوي د ننګرهار واک په لاس کې واخلي او په ولس یوه نه جبرانېدونکي لوبه وکړي چې پایله به یې ډېره سخته وي.

مېرمن یون په خپله فېسبوک پاڼه دا هم لیکلي، د ننګرهار وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي چې روان حالت د مافیايي کړیو فعالیتونو ته زمینه برابروي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تېر ماښام د ننګرهار په عمومي محبس موټر بم او ډله ییز وسله وال برید شوی چې تر اوسه هم دوام لري.

د ولایتي ادارې د معلوماتو پر بنسټ په دغه برید کې تر دې دمه د ملکي وګړو، امنیتي منسوبینو او بندیانو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي، دغه راز درې بریدګر هم د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب