شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکلیفورنیا کې د اورلګېدنې له امله زرګونه کسانو خپل کورونه پريښې

کلیفورنیا کې د اورلګېدنې له امله زرګونه کسانو خپل کورونه پريښې

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۳) د راپورونو له مخې په کلیفورنیا ایالت کې اورلګېدنې زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړکړي دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې له جمعې ورځې راهیسې ځنګلونو اور اخیستی دی.

سرچینې وایي په لاس انجلس کې د اور وژنې سلکونه ډلې د اور د کابو کولو په هڅه کې دي.

د معلوماتو له مخې دمګړی ۱۳ سوه کسان د اوروژنې له مرکزونو دغه ساحې ته رسېدلي دي،چې د سلګونه موټرونو او څو هلیکوپترو په مرسته غواړي دغه اور کنټرول کړي.

په ورته وخت کې ځایي ادارې وايي، چې زرګونه کسان یې له سیمې ایستلي دي او زرګونه نورو ته یې امر کړی چې له خپلو کورونو ووځي څو زیان ونه ویني.

یادې ادارې زیاتوي، چې تر دې دمه په یاده سیمه کې  تر ۷۸۰۰ پورې خلکو خپل کورونه پریښې دي او د اور له ویرې نورو ځایونو ته کډه شوي دي.

ویل کیږي د اور د نه کابو کیدو لامل باد او توپان دی، چې ډیر په چټکۍ روان دی او ساعت په تېریدو په لاس انجلس کې اور نور هم زور اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب