شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار پر محبس برید کې ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې...

د ننګرهار پر محبس برید کې ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند(دوشنبه، د اسد ۱۳) تېر ماښام د ننګرهار محبس ته څېرمه موټر بم تروريستي بريد شوی .

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وایي، په ننګرهار محبس موتر بم او ډله يیز وسله وال بريد کې ۲۱ تنه ملکي وګړي،امنيتي منسوبين او بنديان وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپيان شوي، همدا راز  ۳ بريدګر تر اوسه وژل شوي او تر زر تنو بنديان چې د تېښتې هڅه يې کوله بيرته نيول شوي.

د دغه برید له امله تر دا مهاله ۴۳ ټپيان حوزوي روغتون ته ليږدول شوي چې د ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ ښودل شوی.

بل لور ته یوې امنیتي سرچینې تاند ته وویل، چې په دغه برید کې ۲۱ تنه ملکي وګړي، بندیان او امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

سرچینه وایي، له زندان څخه زیات زندانیان تښتیدلې او کم شمېر زندانیان بیرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې.

ویل کیږي په دغه زندان کې تر ۱۵۰۰ شاو خوا زندانیان ساتل کیدل .

سرچینه زیاتوي، چې له بریدګرو ۷ تنه تر اوسه ژوندي دي او لا هم له امنیتي ځواکونو سره په مقاومت بوخت دي.

سرچینه وایي، جګړه ډېره په شدت روانه ده.

امنيتي ځواکونو ویلي، چې د محبس پوستې یې په بشپړ ډول باندې تر خپل کنټرول لاندې راوستي، دلومړنيو مالوماتو له مخې تر اوسه په دغه برید کې درې تنه بريدګر وژل شوي خو برید ته څېرمه پلازه کې چې ملکي وګړي په کې ميشت وو،په ډير احتياط د پاتې وروستي منزل عمليات جريان لري،تر څو پاتې بريد ګر په کې ووژل شي.

ښار ته تلونکې ټولې لارې تړل شوې، او هیڅوک تګ راتګ نشې کولای.

ذبیح الله مجاهد تیره ورځ رسنیو ته خبر ورکړو چې دغه برید په دوی پورې تړاو نه لري.

بل لور ته داعش وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.

چارواکې وضعیت د اندیښنې وړ بولې او له عامو خلکو غوښتنه کوي چې ښار ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب