جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکا کې کورونا له ښارونو تر کلیو او بانډو رسېدلې ده

امریکا کې کورونا له ښارونو تر کلیو او بانډو رسېدلې ده

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۳) د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې کورونا په امریکا کې له ښارونو وروسته کلیو او بانډو کې خپره شوې ده.

د سپینې ماڼۍ ارشدو سلاکارانو رسنیو ته ویلي چې کورونا نوي پړاو ته داخل شوې ده او هېڅ یو ځای هم له دې ویروس خوندي نه دی.

دوی وايي په کلیو او بانډو کې روغتیايي خدمات کم دي او خلک لازمو توکو ته لاسرسی نه لري چې په دې سره به یې خطر څو برابره زیات شي.

د سرچینې په خبره ویره شته چې د کورونا له امله په امریکا کې یو بل ناورین رامنځته شي.

که څه هم په دغه برخه کې د کلکې مبارزې خبره شوې خو تر دې وړاندې امریکايي رسنیو خبرداری ورکړی وو چې امریکا له جدي خطرونو او د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...