Homeخبرونهلویه مشورتي جرګه د اسد په ۱۷ دایرېږي

لویه مشورتي جرګه د اسد په ۱۷ دایرېږي

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۳) د افغانستان ملي راډېو تلویزیون خبر ورکړی چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په اړه لویه مشورتي جرګه د اسد په ۱۷ په کابل کې دایرېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني به په یاده مشورتي جرګه کې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په اړه د خلکو له استازو سره وویني.

ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ ویلي و چې‌ د ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کولو لپاره لویه مشورتي جرګه را غواړي.

هغه وویل چې د اساسي قانون او د جزا کوډ په اساس د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او باید د هغوی په اړه لویه مشورتي جرګه پرېکړه وکړي.

د افغانستان حکومت وايي د ۵ زره طالب زندانیانو له ډلې ۵۹۲ یې په جنايي جرمونو کې ښکلیل دي.

که څه هم حکومت ویلي وو چې د ۵۹۲ بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري خو اوس دغه شمېره ۴۰۰ تنه ته راټيټه شوې ده.

ولسمشر غني سمنګانو ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو که د سولې په پروسه کې ستونزې نه رامنځته کېدې، ټاکل شوې وه لویه مشورتي جرګه د سولې پروسې په پای کې دایر شوې وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...