شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهایران کې زرګونه افغان ماشومان په درندو کارونو بوخت دي

ایران کې زرګونه افغان ماشومان په درندو کارونو بوخت دي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۳) د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، چې په دې هېواد کې ډیری افغان ماشومان په درندو کارونو بوخت دي.

دوی وایي، ډیری یې د سړک پر غاړو شاقه کارونه ترسره کوي.

ایراني چارواکي زیاتوي، چې د ایران حکومت په دې تړاو له افغان چارواکو سره ګڼې ناستې ترسره کړي او له دوی یې غوښتي، چې ایران ته د ماشومانو او کم عمره ځوانانو د ورتګ مخنیوی وکړي.

دوی وايي دغه ماشومان په ایران کې په شاقه کارونو بوخت وي، خو د دوی له هڅو سره سره د دغه ماشومانو شمېر کم شوی نه دی او زیاتیږي.

ایراني چارواکي زیاتوي، چې دغه راز په دې هېواد کې د کورونا له امله تر دوه زره پورې بهرني اتباع مړه شوي، چې په خبره یې ډیری افغانان دي.

افغان حکومت هم نیوکه کړې وه، چې ایران په دغه هېواد کې په کورونا د اخته افغانانو په اړه معلومات نه ورسره شریکوي.

له دې وړاندې هم ایراني حکومت لسګونه افغان ماشومان له خپلې خاورې شړلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب