یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار پر محبس برید لا هم پای ته نه دی رسېدلی

د ننګرهار پر محبس برید لا هم پای ته نه دی رسېدلی

تاند(دوشنبه، د اسد ۱۳) د تېر ماښام د ننګرهار محبس ته څېرمه موټر بم تروريستي بريد شوی چې له امله يې تر دا مهاله د ملکي وګړو پنځه جسدونه او ۴۲ ټپيان حوزوي روغتون ته ليږدول شوي چې د ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ دی.

امنيتي ځواکونو د محبس پوستې په بشپړ ډول باندې تر خپل کنټرول لاندې راوستي، دلومړنيو مالوماتو له مخې تر اوسه په دغه برید کې درې تنه بريدګر وژل شوي خو برید ته څېرمه پلازه کې چې ملکي وګړي په کې ميشت وو،په ډير احتياط د پاتې وروستي منزل عمليات جريان لري،تر څو پاتې بريد ګر په کې ووژل شي.

ځینې سرچینې وایي له محبس څخه زیات زندانیان تښتیدلې، خو امنیتي ځواکونه وایي چې زندانیان یې بیرته نیولې، خو د زندانیانو شمېره یې نه ده روښانه کړې.

https://taand.net/%d8%af-%d9%86%d9%86%da%ab%d8%b1%d9%87%d8%a7%d8%b1-%d9%be%d8%b1%d9%85%d8%ad%d8%a8%d8%b3-%d9%88%d8%b3%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%a7%d9%84-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d8%b4%d9%88%db%8c/

ښار ته تلونکې ټولې لارې تړل شوې، او هیڅوک تګ راتګ نشې کولای.

ذبیح الله مجاهد تیره ورځ رسنیو ته خبر ورکړو چې دغه برید په دوی پورې تړاو نه لري.

بل لور ته داعش وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.

چارواکې وضعیت د اندیښنې وړ بولې او له عامو خلکو غوښتنه کوي چې ښار ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

https://taand.net/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d8%af-%d9%86%d9%86%da%ab%d8%b1%d9%87%d8%a7%d8%b1-%d9%be%d8%b1-%d9%85%d8%ad%d8%a8%d8%b3-%d8%af-%d8%ad%d9%85%d9%84%db%90-%d9%85%d8%b3%d9%88%d9%88%d9%84%db%8c%d8%aa-%d9%88%d9%85/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب