تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲ مه) د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر عطاالله تارړ په خپله اېکسپانه کې د خپل هیواد د حکومت اعلامیه خپره کړې او په هغې کې یې ویلي چې د دغه هیواد هوايي ځواک د افغانستان پر لسو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. ده د پاکستان له لوري د بمباري شویو سیمو د موقعیت په تړاو له څه ویلو پرته ادعا کړې، په دې بریدونو کې د بېپيلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو ځایونه په نښه شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وویل، پاکستان په افغانستان کې پر لسو هغو ځایونو دقیق هوايي او د بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي چې له هغو ځایونو څخه پر پاکستان بېپیلوټه الوتکې توغول شوې وې.
د هغه په وینا، پر افغانستان دغه تازه هوايي او د بېپيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه له افغانستان څخه پر پاکستان د اتو بېپیلوټه الوتکو د توغولو په غبرګون او د خپل ځان د دفاع د حق په چوکاټ کې ترسره شوي دي.
عطاالله تارړ دا هم ویلي چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته استول شوې بې پېلوټه الوتکې هدف ته تر رسېدو مخکې د پاکستان د هوايي دفاعي سیسټمونو له لوري کشف او لهمنځه وړل شوې دي.
طالبانو بیا د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې د چهارشنبې په ورځ له افغانستان څخه ۸ بېپیلوټه الوتکې د پاکګستان په لور توغول شوي او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلي دي.
عطاالله تارړ زیاتوي: “دا بریدونه حساب شوي، دقیق، اندازه شوي، متناسب او يوازې تر هغو مشخصو پوځي موخو پورې محدود وو چې مستقیم د پاکستان پر ضد له بریدونه سره یې تړاو درلود.”
نوموړي خبرداری ورکړی: “پاکستان د افغانستان له خاورې څخه بریدونه که د ترهګرو ډلو لهخوا وي او یا پهخپله د افغان طالبانو د رژیم له خوا نه مني او نه به یې وزغمي. د پاکستان حاکمیت هره سرغړونه به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخامخ شي.”
عطاالله تارړ همداراز د افغانستان له طالبانو غوښتي چې د پاکستان پر ضد ټول خصمانه فعالیتونه سمدستي بند کړي او په وینا یې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اغېزناک، تصدیق کېدونکي او دوامداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل نړیوال مکلفیتونه ادا کړي چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.
طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د څرګندونو په تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی. خو طالب چارواکو پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان ننني هوایي بریدونه تایید کړل.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې د پاکستان دغه بریدونه ( ښکاره تیری) بللی او ادعا یې کړې چې لږ تر لږه ۴ تنه ملکیان په کې وژل شوي دي.
له بلې خوا په کابل کې د روسیې سفارت د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د دوشنبې ورځې بریدونه غندلي دي.
دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه یوه بیان کې له دواړو خواوو غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.