پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+هوسایي/اجمل پسرلی

هوسایي/اجمل پسرلی

د پلار د مرګ په دریمه یې د پراګ په لسولیا کې تر لمر ختو مخکې د کور پر سر سپینه ټوټه راځوړنده کړه، پرې لیکلي یې و، د خرڅلاو لپاره. لا تیاره نه وه، د دوی د کور د زړې ونې مرغان نه و غلي شوي چې یو ځوان د کور اخیستو ته راغی. کوټو ته یې سر ورښکاره کړ، بیا یې هیرمان ته وویل:

-په څو دی

-دیارلس میلیونه

-زوړ کور دی کار غواړي ګران دې نه دی بییه

هیرمان د خپل پلار کوټې ته وکتل، ور یې خلاص و. د دهلیز د څراغ رڼا یې منځ ته ورلویدلې وه

خریدار سترګې وغړولې، هیرمان ته یې وویل:

-دا کور باید له تهدابه له سره جوړ شي خو په بییه راسره جوړ شه

هیرمان بټه ګوته له خمچۍ سره کړۍ کړه:

-یو کرون یې ارزانه نه خرڅوم

خریدار مخته دی له شا د کوڅې په خوا روان شول. هیرمان چې راوګرځید په دهیلز کې پر غولي کښیناست د پلار چوکۍ ته یې ډډه ووهله، مخامخ یې پر دیوال د پلار و مور تور سپین عکس ته سترګې ونیولې، پروسږکال یې د مور تر مړینې وروسته پلار ته د کور د خرڅلاو مشوره ورکړې وه، خو هغه ورته ویلي و:

« د پخوا په څیر نه یم چې تر بر ځنګله پلی ولاړ شم، ورپورته غونډۍ ته وخیژم، د سیند غاړې ته پر غځیدلې لاره  هاغسې راتاو شم، اوس خو مې وینې ژر ستړی کیږم کله چې کور ته راوګرځم د دې کور کونجونه تیر یادونه راپه زړه کوي بیا یو ډول دردمنه هوسایي احساسوم».

دوهم خریدار دوهم ماښام راښکاره شو د هغه کور خوښ نه شو او دریمه ورځ یکشنبې وه، سهار یو سړی له یوې ښځې سره د کور لیدو راغلل. ښځې چې په دهلیز کې پښه کیښوده، پوزې ته یې لاس ونیو، تر ژبې لاندې یې وویل:

-څرنګه د نم بوی دی

دوی د کوټو منځ ته نه ورغلل، ووتل. په نرۍ کوڅه کې دا جوړه ورو ورو روانه وه. د کوڅې د فرش شویو وړو پخوانیو ډبرو پر سر د ښځې جګو بوټونو ټک ټک کاوه. هیرمان سر پر وره کیښود، د باران څاڅکي یې پرمخ ولګیدل، پر کوڅې یې نظر تیر کړ، هاغه جوړه وتلې وه. ور یې پورې کړ. د مور و پلار د خوب کوټې ته ورغی هوا یې دپه وه. د کوټې کړکۍ یې پرانیسته، لکه پلار چې به یې د غونډۍ سر ته ختلي و ژر ژر یې ساه وهله. د کوټې شاته د مثلث ډوله حویلۍ د دیوالونو په بیخ کې ازغي بوټیدلي وو پلار چې یې ژوندی و، تر وروستۍ ناروغۍ مخکې به یې لا هره یکشنبه دا بوټي سره سمول. څرپ شو د ده د پلار برګه پیشو له لاندې کړکۍ ته وروختله. میو میو یې وکړ. ده یې پر ملا لاس تیر کړ. پیشو  له کړکۍ سره نژدې د پلار تخت ته ټوپ کړل، لکۍ یې ترځان تاو کړه سر یې له خپلو پښو سره کیښود. له کله چې د هیرمان پلار مړ شوی دی ده د هغه د کوټې ور پیشو ته نه و پرانیستی… د باران د څاڅکو غږ جګ شو چې پر دیوال لګیدل، بهیدل. کړکۍ یې پورې کړه. له درب سره پيشو سترګې پرانیستې بیرته یې سره وروستې، هیرمان دباندې ووت د کور پر سر راځوړنده د خرڅلاو سپینه لوحه یې لرې کړه.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب