جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهملي امنیت: د هېواد په شمال کې مو د برېښنا پایو د...

ملي امنیت: د هېواد په شمال کې مو د برېښنا پایو د نړولو مسوول نېولی

تاند(دوشنبه، د سرطان ۱۴) ملي امنیت ریاست په شمال کې د برېښنا پایو د نړولو مسوول نیولی دی.

ملي امنیت ریاست ویلي چې منسوبینو یې په پروان ولایت کې د هغې ډلې مشر او درې ملګري یې نیولي دي چې په شمالي ولایتونو کې یې د برېښنا پایې په ماینونو الوځولې.

ملي امنیت زیاته کړې، چې یاد کسان د داعش ډلې غړیتوب لري او په خبره یې له دوی سره یې یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په ځینو ولایتونو کې هره ورځ د نامعلومو وسله والو له لورې د بریښنا بایې په بمونو الوزول کېږي چې دغې چارې ګڼ خلک له ستونزو سره مخ کړې دي.

بلخوا تېره ورځ د برېښنا شرکت ویلي، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلو سیمو، ځانګړې توګه شمال کې د برېښنا ۳۹ پایې په ماینونو الوځول شوې او ویجاړې شوې دي.

یاد شرکت تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هېوادوالو د برېښنایي تاسیساتو د ساتنې طرحې غوښتې دي.

برېښنا شرکت ویلي، دا چې برېښنايي تاسیسات د بیت المال یوه برخه ده، د هغو ساتنه هم د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، د برېښنا شرکت رهبري له ټولو هېوادوالو غواړي چې د برېښنايي تاسیساتو د ساتنې په موخه خپلې طرحې او پروګرامونه له دوی سره شریک کړي.

2 COMMENTS

  1. افغان دولت باید دا کسان ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او بین المللی مطبوعاتو ته وروړاندې کړي تر هغه چې د نړیوالو ړندې او تړلې سترګې بینا شي او ووینې چې د افغانستان جګړه داخلي قضیه او موضوع نه ده بلکه دا ټول د پاکستان د مشرانو په مستقیمه هدایت تر سره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب