جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپنځو ولایتونو لپاره د طالبانو د ځانمرګو او موټربم بريدونو مسؤل ووژل...

پنځو ولایتونو لپاره د طالبانو د ځانمرګو او موټربم بريدونو مسؤل ووژل شو

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴) د ولسمشر غني د ویاند د دفتر سلاکار نصرت رحیمي وایي، افغان ځواکونو پنځو ولایتونو لپاره د وسله والو طالبانو د ځانمرګو او موټر بم بریدونو عمومي مسوول وژلی دی.

رحیمي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې وژل شوی کس  مولوي معراج نومېږي او د طالبانو د دفاع وزیر صدر ابراهیم د تره زوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړی  د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د هوایي بمبارد پر مهال له پنځو ځانمرګو بریدګرو سره یوځای و وژل شو.

د نصرت رحیمي په خبره مولوي معراج د هلمند، کندهار، اروزگان، زابل، غور او دایکندي ولايتونو لپاره ځانمرګي او موټر بم بریدونه  چمتو کول.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې سخت زور اخیستی دی.

دفاع وزارت دوشنبه سهار په یوه خبرپاڼه کې وویلې، چې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۳۸۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې  دا عملیات  افغان ځواکونو په لغمان، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، فراه، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ترسره کړي، چې پر مهال یې ۲۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان دي.

2 COMMENTS

  1. افغان امنیتې ځواکونو ته دې الله ج دا توفیق ورکړي چې د پنجاب دا ناجایزه حرامیان جهنم کندو ته د ابد الابد لپاره وسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب