شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د تور فنګس له امله د یوه کس مړینه تائيد...

افغانستان کې د تور فنګس له امله د یوه کس مړینه تائيد شوه

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴) په افغانستان کې د تور فنګس له امله د یوه کس مړینه تائید شوه.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې پر تور فنګس اخته یو تن مړ شوی او دغه راز ۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري وایي، د تور فنګس نوې پېښې په کابل، بغلان  او سمنگان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

طاهري زیاتوی له دې وړاندې درې پېښې په افغان چاپان روغتون کې ثبت شوې وې.

یاد وزارت ویلي چې د دغې خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په کار ده، چې هېوادوال روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

په هېواد کې د کورونا ویروس درېيمې څپې له خپرېدو سره هم ‌مهاله د تور فنګس ناروغي راپيدا شوې چې تر اوسه پرې ۷ تنه اخته شوي او یو مړ شوی دی.

که څه هم دا ناروغي د خلکو ترمنځ نوې ده، خو روغتیاپالان بيا وايي، دا انتاني او وژونکې ناروغي ده چې پخوا هم موجوده وه.

دوی زیاتوي، چې دا ناورغي له يوه انسان څخه بل انسان ته نه، بلکې له چاپيرال څخه انسان ته انتقالېږي.

روغتیاپالان وایي، پر دې ناروغۍ هغه کسان اخته کېږي چې د بدن معافيت یې کمزوری وي او د کوېډ۱۹ ترڅنګ شکر، سرطاني، ایچ ‌ای ‌وي او ورته نورې ناروغۍ هم ولري.

تورفنګس یا میوکور مایکوسز څه ډول ناروغي ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب