جمعه, مې 17, 2024
Home+پرېږده چې خړ سيلاب| عیدالوحید وحید

پرېږده چې خړ سيلاب| عیدالوحید وحید

راځئ ومنو چې امریکا يوه زبرځواک هيواد دى. په نړئ باندي لا اوس هم حکومت کوي. په نړيوالو مسائلو کې تقریبا اخري پريکړه همدغه هيواد کوي. په نړيوالو کړکېچونو او پيښو کې غوښن رول لري.

مونږ وليدل چې د دغه هېواد په دښمني دوستي ژمنو تعهداتو توافقاتو او خبرو  کې دغه هېواد نه کوم معيارونه لري نه نورمونه. نه په دوستي کې ورباندې اعتماد کېږي او نه هم په مشارکت باور لري. نه په ژمنو باندي د وفا کولو په کيسه کې دى او نه هم په دوستي او دښمني کې سرې کرښې لري. نه انساني ارزښتونو ته ژمن هيواد دى او نه هم ټولنيز کلتور پيژني. يوازې دالر دي چې د هغوى واک او ځواک يې خوندي کړى دى. لګښتونه کوي، ريسک اخلي، خو د ګټې کچه يې هم خورا لوړه ده.

شل کاله دمخه يې په افغانستان باندې د داسې خيالي استدلال پربنسټ يرغل وکړ چې کره شواهد يې نه درلودل.  د طالبانو نظام يې ونړاوه او په نظامي برخه کې هغه کم توم ملي شتمني چې مو درلوده نيست او نابود کړه. د ترهګري په نوم جګړې کې يې په کابل او ولاياتو کې له وژنو شخصي محبسونو، د بنديانو د تعذيب توهين او تحقير داسې بيلګې د تاريخ په پاڼو  کې ثبت کړي چې انسان يې په کيسو کولو شرميږي خو هغوى يې په کولو هيڅ بلا نه وهل. په سپيو باندې د انسانانو داړل، د بدن د غړيو پريکول د ګوانتنامو ډکول د افغانانو په کورونو د شپې چاپې اچول د فاميل په وړاندې د ځوانانو وژل هغه وحشتونه دي چې کره شواهد يې په نړيوالو رسنيو کې ثبت شوي دي.

امریکا بيا هم پردى هيواد وو دلته راغى او وتل يې هم حتمي وو. راځئ لږ د مقاومت له بريڅو وپوښتو چې د چا د وژلو لپاره مو له چا سره ملګرتیا وکړه؟
په کوم قيمت مو ورسره ملګرتیا وکړه؟ او د کومو افغاني معيارونو د ماتولو له امله مو له امریکا سره د خپل توان پربنسټ مخالفت څرګند کړ؟ د پيل نکته کوم ځاى وه او د پاى کرښه څنګه شوه؟ څه مو وګټل او څه مو وبايلل؟ ايا له دومره سترو بدلونونو مو څه زده کړل او که لا نور هم د استدراج خواته ولاړئ؟ خو نه، دا هم د حل لاره نه ده. مونږ که ستونځه ختمولاى نشو نو زياتول يې د عقل غوښتنه نه ده.

شک نشته چې طالبانو نيمګړتياوې درلودې ستونځې يې درلودې، له نړئ سره خو څه چې له خپلو خلکو سره هم په تعامل نه پوهيدل.  له مدارسو او مساجدو څخه کورنئ خوسا جګړې ته د غبرګون ښودلو په فطري شکل راپورته شول تر کابل پورې راورسيدل او حکومت کول يې يوازې د امنیت تأمين وباله. فکر يې کاوه چې هغوى خپل ولس ته سوله راوړه، پاټکونه اخلاقي فساد چور چپاول قتل او قتال مخه يې ونيوه. نور به نو نړئ له هغوى څخه  څه غواړي او  همدغه ډول نور نړيوال قوانين او مقررات ورباندي څوک په کوم الزاميت باندي مني؟  که په اوسني حال مونږ طالبان په تيرو کړنو رانيسو بيا هم حل لاره نه ده.

راځئ چې د پرديو له پړه ګڼلو وړاندې لږ خپل ګريوان کې هم وګورو. دغه جګړه د چا له چاسره، د څه لپاره وه؟ له امریکا سره د رباني او ټلوالې مشترکات  څه وه؟ معامله يې په کومو معيارونو او قرباني يې ورته تر کومې کچې ورکړه؟ د ربانى د هغه مهال ټول ايتلافي ملګري ولې په دومره ارزانه بيه د خپل ورور دښمن د وژلو لپاره له امریکا سره سودا وکړه؟ له طالبانو سره د اسلاميت افغانيت د يوې جغرافیایي ټوټې تابعیت، يو ملت او نور بى شميره مشترکات يې پريښودل يوازې د دښمن دښمن دوست وى تر فورمول لاندې يې له امریکا سره سودا وکړه.

طالبانو هم په خپل وار سره له ملت څخه د قرباني ګډوري جوړ کړي دى. کله يې له شر او فساد سره د مجادلې په نوم د قرباني ډګر ته را وباسي. کله يې د يرغل او اشغال په وړاندي د مبارزې په ډګر کې قرباني کوي. اوس نو سوژه تازه شوه او د ملت قرباني دوام لري. له امریکا سره يې د سولې هوکړې ته جواز وموند، خو له افغانانو سره لاهم د جګړې د ختمولو لپاره د جواز درک او خرک نه لګيږي. ملت د طالب او حکومت د جګړو ترمنځ ايسار دى. ولسوالیو ته نزدې ميشت خلک د کورونو پريښودلو ته مجبور شوي دي. لارې په ماينونو فرش شوې دي او ولس وږى دى. ايا څه فکر کوئ چې اوس به ستونځه حل شي؟ نه قطعاً نه.

اوس به د ولسمشر غني په بيځايه سرټمبه توب باندي لږ رڼا واچوم. هغه دا چې په دوبئ کې يې له طالبانو سره په ټاکنو کې د مزاحمت نه کولو په شرط له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیک کولو ژمنه وکړه خو د لوړې د مراسمو په سبا يې همدغه تړون لاس لیک کړ. د امریکا په هر وحشت او بربریت يې چوله چوپه سترګې ړندې او غوږونه کاڼه کړل. غني د خپل واک د اوږدوالي لپاره دغه وحشتونه توجیه کول.

ارګ د امریکا هره ناروا ومنله هيڅ داسې بيلګه نلرو چې ارګ د امریکا د غوښتنو په وړاندې دريدلى وي. البته د بين الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې د واک پريښودلو غوښتنه يې د عواقبو له سنجولو او د سولې لپاره د سختې اړتیا سره سره سکوټه رد کړه. د نوموړي لخوا د انعطاف نه ښودلو له امله خبره د امریکا د ژمنو د ماتولو او د بهرنیو ځواکونو د تېښتې تر پولو راورسيده. ارګ ميشتو امریکا ته ډير عذرونه وړاندې کړل خو داسې ښکاري چې امریکا ورته سکوټ ځواب ورکړى دى. امنيتي تړونونه مات شول حمايت قاطع ختم شو.  اصلا امریکا د خپلو تعهداتو تعبير او تعریف په خپله کوى.

له لمر څخه ښکاره خبره ده چې مونږ د يوې فاجعې لور ته روان يو. له دواړو خواوو سره په هيڅ ډول معيارونو برابره د سولې طرحه نشته. داسې ښکاري چې دواړه خواوې له واک پرته بل غوراوى نه مني.

يوه اونئ وشوه چې لا يوه بله تازه اصطلاح کارول پيل شو. دغه اصطلاح د “بسيج مردمي” په نوم د مليشو جوړول او په همدغه نوم پيسې ترلاسه کول پيل شو.   دغه خو مو د پلان سړى وه. د ناکامو دولتونو د رغولو شخصيت وه. په غور کې ښځې هم د طالبانو سره د جګړې کولو مانور ته را ايستل شوې وې. که دا هرڅه د فساد پروژې نه وي، نو د نړئ په تر ټولو موډرنو وسلو سمبال ناتو او درې نيم لکه کورنیو امنیتي ځواکونو باندي مو روانه جګړه مهار نکړاى شوه. اوس يې په مليشو او ښځو باندي د قابو کولو نسخه مسخره ده.
که په مليشو هيواد ژغورل کيږې نو دغه سپيڅلي دندې ته د غټانو زامن ولې نه راځي؟ ايا د هغوى دنده يوازې په مونږ حکومت کول دي؟

د افغانستان خلک ټول پوهېږي چې ارګ ته د تللو او په ارګ کې د پاتي کيدلو غريزه دلته د ستونځو محور ګرزيدلى ده، خو  بانې پلمې او سوژې توپير کوي. د وخت  له بدلون سره شعارونو کې هم بدلون راځي. د شعار غوراوى د ډلې په ځانګړتياو پورې تړاو لري. هره ډله هغه سوژه کاروي چې په چوکاټ کې فيټ راځي. ولسمشر غني ته خپلو سلاکارانو وویل چې ښځې او ځوانان د هيواد اتيا سلنه نفوس جوړوي. د ښځو او ځوانانو د حقونو چيغه پورته کول ګټور شعار ده. نوموړي سملاسي پروموټ، د ځوانانو عالي شورا د ښځو عالي شورا او په لوړو دندو باندې د داسې ښځو او هلکانو ګمارل پيل کړل چې له افغاني دود او کلتور سره نا اشنا وه، خو دغه ټول د نوموړي د سلاکارانو پروژوي تاکتيکونه وه. لوړ لګښتونه يې درلودل او ګټه خو يې تاسو هم په خپلو سترګو وينئ.

داسې ښکاري چې د پلان له مخې يوازې ولسواليانې د سقوط برخه دي . د ولايتونو سقوط به د بل پلان برخه وي. د کابل هوايي ډګر به د چارواکو د خوندي تيښتې لپاره وساتل شي خو متاسفانه دغه هېواد به د توپان او څپانده سمندر په منځ کې پريښودل شي او ملت به سولې ته د چارواکو د قرباني نه ورکولو له امله د مرګ په خوله کې ژوند لټوي.

په درنښت؛ عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان
چنګاښ ١٤/ ١٤٠٠

1 COMMENT

  1. this gentleman is new talib with different form.
    he do not believe on power of the peoples.
    power is with peoples.if peoples standup against talibs
    no one can stop that.
    always be peoples of afghanistan

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب