جمعه, مې 3, 2024
Home+افغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

۱۷ مه برخه
د افغانستان صفاري دولت
(يعقوب ليث )
استاد شهسوار سنګروال
د طاهريانو له دولت نه وروسته دولتي تشکيل او جوړښت په بشپړه بڼه هغسې پاتې نشو لکه څرنګه چې د طاهر پوشنج او د ده د اولادې د واک په مهال وه.
خو کومه خبره چې ډېره مهمه وه، هغه دا چې افغان ولس يې را ويښ کړ او له دولتي چارو سره يې بلد کړ.
پدغه مهال کې بيا هم د سيستان په بېلابېلو سيمو کې دهقاني غورځنګونه او ورسره د سيستاني «عيارانو» پاڅون د پام وړ وه.
دغو پاڅونونو ته د تېر په څېر ځکه زمينه برابره شوه، يانې لکه څرنګه چې د امويانو او عباسيانو تر مينځ اختلاف ابو مسلم خراساني او طاهر پوشنج ته، د دې وس ورکړ چې بريالي پاڅونونه وکړي.
همدارنګه يو ځل بيا په افغانستان په ځانګړي ډول سيستان کې اقتصادي، سياسي او مذهبي کړکېچونو د عيارانو او دهقانانو په څېر جوړښتونو ته لاره پرانسته.
د عيارانو په دغه غورځنګ کې يو تن نامتو پهلوان يعقوب وه، چې د خپل غورځنګ هڅې يې د سيستان بېلابېلو سيمو ته ورسولې او د يوه پياوړي ګوند بنسټ يې کېښود.
د عيارانو غورځنګ يو شمېر ټاکلي شعارونه لرل او هغه څوک د دې غورځنګ په غړيتوب کې شاملېدلی شو، چې د يوه غوښتنليک له مخې لوړه کوله چې زه د دغه ګوند موخو ته ژمن يم او په خپلې سرښندنې يې پالم.
د عيارانو د ګوند په پراختيا او پرمختيا کې د صفاري دولت بنسټ اېښودونکي د صفاري ليث زوی يعقوب نوښت او پايښت د ستاينې وړ وه.
په لومړي سر کې عياران په يوه پاک نيت د سياست ډګر ته را ووتل او نه يوازې په سيستان کې پاتې شول ان د هېواد نورو سيمو ته هم دغه غورځنګ خپور شو.
د وخت واکمنو هڅه وکړه، چې دغه کاکه ګان (چې کندهار کې د جوان په نوم او کابل کې کاکه ګان يادېدل) له مينځه يوسي ولې بريالي نشول. ان داچې سلطان محمودغزنوي هم دغه ناکامه هڅه وکړه ولې وسه يې و نه رسېده.
يعقوب صفاري مسګريا ټټار، د همدوی په مټ دومره ځواکمن شو، چې بيا يې د يوه پياوړې او خپلواک دولت بنسټ کېښود. يعقوب ليث او عمرو ليث د ليث زامن وه چې دسيستان په «قرنين» کلي کې زېږېدلي ول.
يعقوب ليث لومړی په دې نيت وه، چې په سيستان او خراسان کې د يوه حکومت بنسټ کېږدي. خو کله چې په ۸۶۱ ز (۲۴۷ هـ) کال د خپلو وسله والو عيارانو په مرسته د سيستان حکمران صالح او خوارجو ته ماته ورکړه د سيستانيانو لخوا پاچا شو. بيا يې د پا رس يو شمېر سيمې هم تر خپل واک لاندې راوستې.
هغه مهال چې صالح ماته وخوړه او بيا د زاولي رتبيل شاه دربار کې پناه واخسته، ولې يعقوب ليث ورپسې شو رتبيل شاه يې وواژه او بست هم د ده لاس ته ورغی، او صالح په زندان کې ومړ.
صفاري يعقوب ليث د اوسني ايران يو شمېر سيمې ونيولې لکه نيشاپور، کرمان او شيراز. همدارنګه هرات يې هم د طاهريانو له ولکې ووېست. کندهار، زابل، غزني او کابل يې يو د بل پسې ونيول. ګردېز چې د يوه سيمه ييز واکمن لخوا، د خاقان لويکي د لمسي، چې د محمد زوی ابومنصور افلح نومېده اداره کېده .
نوموړي ومنله چې دی به يعقوب ليث ته د کال لس زره درهمه باج ورکوي.
ليث له دې ځايه د هېواد شمالي سيمو ته وخوځېد، باميان، پنجشېر، بغلان، تخارستان او بلخ شاوخوا سيمې هم لاندې کړې او پنجشېر (بنج هېر) کې پخپل نوم سکه (۸۷۲ ز ۲۵۸ هـ) ووهله.
يعقوب ليث يوازې په دې بسنه و نه کړه، چې د ايران تر نيشاپور پورې واک ولري، بلکې نوموړي غوښتل چې ټول اېران لاندې کړي. نو ځکه ده په ۸۷۴ ز کال د عباسيانو والي محمد بن واصل ته ماته ورکړه او پا رس يې د خپلې ټولواکمنۍ په قلمرو کې راووست.
ليث له عباسي خلافت نه ځکه کرکه لرله، چې ده به تل خپلو پلويانو ته د دوی هغه ناوړه چلند غنده، چې دوی ابومسلم خراساني، طاهر پوشنج او برمکيانو په وړاندې کړی وه.
عباسيانو ته د ايران نيول ډېر مهم وه، نو ځکه عباسي خليفه د يوه لوی پوځ په ملتيا د ايران د «قصر شېرين» په شاوخوا کې ليث ته ماته ورکړه. ده غوښته چې خپل کسات واخلي، خو په ۸۷۸ ز کال د هغې ناروغۍ له کبله چې ورپېښه وه له ۱۷ کالو پاچاهۍ وروسته ومړ.
د صفاريانو کورنۍ چې د سيستاني امپراتورۍ په جوړولو کې لوی لاس درلود، په «تاريخ سيستان» کې چې په ۱۹۳۰ کال په تهران کې وموندل شو، د دې کورنۍ په اړه ډېر مهم توکي بيان شوي دي.
يعقوب ليث لومړی افغان وه چې د ساسانيانو په څېر يې يوه لويه ټولواکمني جوړه کړه. د ده په لښکر کې غلجيان، د غزني ځوانان او په ټوله کې افغانان را ټول وه. د بشپړ عدالت پلوی وه او د اوسپنيز دسپلين څښتن.
«يعقوب ليث د محمود غزنوي لپاره دحکومت جوړولو تيږه کېښوده… دوی د افغانانو او پښتنو را ګډولو لپاره په اسلامي نړۍ کې ډېر زيات ښه خدمت وکړ.»([1])
کله چې کابل شاهانوله يعقوب ليث نه ماته وخوړه مخ په ګندهارا روان شول. له اباسين نه پورې غاړې ته يې ويهند خپله پلازمېنه وګرځوله .
له يعقوب ليث نه وروسته ورور يې عمرو ليث واک ته ورسېد. د ده اړيکې په لومړي سره کې له عباسي خليفه سره ښې وې، نو ځکه خو هغه د ايران او د هند د نيمې وچې ځنې برخې او ماوراءالنهر ورته پرېښود او ده لوړه وکړه چې د کال به شل ميلونه درهمه ورکوي.
«په هغه وخت کې دود وه چې د بغداد د خليفه اميرالمؤمنين د پيغمبر نايب دی، د اسلامي هېوادونو واکمن اړ وه، چې خطبه به د بغداد د خليفه په نوم وي. د دولت منشور اود هېواد بيرغ به هم له خليفه نه ترلاسه کوي.»([2])
نو همدا لام وه چې د بغداد خليفه د ده واک په خراسان، کرمان، پارس، سيستان، هند، سند او ماوراءالنهر کې ومانه او هر اړخيزې اړيکې يې ورسره ټينګې کړې.
دغو اړيکو ډېر دوام پيدا نکړ. خليفه هم ځنې کسان د ده په وړاندې لمسول.
عمرو ليث په يو شمېر جګړو کې بريالی وه. خو کوم پاڅونونه چې په داخل کې ورته پيدا شول، لکه د طاهري کورنۍ د پايڅوړو او ځای ناستو پاڅون، په خراسان کې رافع بن هرثمه، په کابل باندې د برهمنو هندوشاهانو بريدونه د ننګرهار او لوګر نيول…
ساماني پاچا نصر بن احمد د ماوراءالنهر واکمن هم رافع بن هرثمه په غېږ کې ونيو او د ده په وړاندې لمسوه.
د احمد زوی اسمعيل د بلخ په يوه خونړۍ جګړه کې (۲۸۷ هـ ۹۰۰ ز) چې ورسره وکړه نوموړی اسير شو او لاس تړلی يې بغداد ته واستوو.
له دې سربېره ابوطلحه، احمد خجستاني بادغيسي او نورې د کور د ننه خپل مينځي جګړې وې چې دی يې کمزوری کړی وه …
نو ځکه سامانيان له امو رود نه را پورېوتل (۸۹۹ ز) په پای کې ده ته يې ماته ورکړه او دی د بغداد په زندان کې ووژل شو.
له عمرو ليث نه وروسته صفاريان کمزوري شول. که څه هم د دوی اولادې بيا هم کوښښ کاوه چې د خپلو پلرونو واک لاندې سيمې خپلې کړي، ولې وس يې و نه رسېد او په پای کې سامانيان واک ته ورسېدل. ( نور بیا )
ا خځلیکونه
— دارت المعا رف ۶ ټوک ۴۸۷۹ مخ
سر اولف کا رو پټانز ۱۵۵ مخ
کا ظم وقا یع مو هم تا ریخ ۱۲۴ مخ
د افغا نستان تاریخی جغرا فیه څرنګوالی ۹۸مخ
کارو ۱۳۳ مخ
اصطخری مسالک المما لک۱۳۴۷ کال ۲۲۷ – ۲۳۰مخونه
ژوبل تا ریخ ا دبیات افغا نستا ن ۵۱ مخ
برتولد جغرا فېه تاریخي ایران ۱۳۰ — ۱۳۱مخونه
[1] – Sir olaf caroe pathans.P.174
[2] غبار مير غلام محمد افغانستان در مسير تاريخ ۹۳ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب