Homeخبرونهد ننګرهار پرعمومي زندان تر دې دمه ۸ بریدګر وژل شوي دي

د ننګرهار پرعمومي زندان تر دې دمه ۸ بریدګر وژل شوي دي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۳) د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت پر عمومې زندان تر دې دمه ۸ بریدګر د افغان امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د والي ویاند عطالله خوږیاڼی زیاتوي، چې د برید پرمهال ۲۹ تنه وژل شوي او تر ۵۰ تنه نور ټپيان دي.

نوموړی وایي په وژل شویو کسانو کې د ملکیانو ترڅنګ پولیس او زندانیان هم شامل دي.

خوږیاڼی زیاتوي، چې برید لا هم دوام لري او امنیتي ځواکونه د بریدګرو د له منځه وړلو په هڅه کې دي.

د دې ولایت پر عمومي زندان تیر ماښام یو شمیر وسله والو ډله ییز برید وکړ  او  لاهم دوام لري.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز هم دې برید کې د افغان ځواکونو د عملیاتو د رهبرۍ لپاره جلال اباد ښار ته رسیدلی دی.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%88%da%81-%d9%84%d9%88%db%8c-%d8%af%d8%b1%d8%b3%d8%aa%db%8c%d8%b2-%db%8c%d8%a7%d8%b3%db%8c%d9%86-%d8%b6%db%8c%d8%a7-%d8%ac%d9%84%d8%a7%d9%84-%d8%a7%d8%a8/

د ننګرهار دولایت ویاند وایي، د برید پرمهال له زندان نه یوشمیر زندانیان هم تښتیدلي دي خو په خبره یې د تښتیدلو زندانیانو کره راقام په لاس کې نه لري.

https://taand.net/%d8%ad%d8%a7%d9%85%d8%af%da%a9%d8%b1%d8%b2%d9%8a-%d8%af-%d9%86%d9%86%da%ab%d8%b1%d9%87%d8%a7%d8%b1%d9%be%d8%b1%d8%b9%d9%85%d9%88%d9%85%d9%8a-%d8%b2%d9%86%d8%af%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%b3%d9%84%d9%87/

وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي خو داعش وسله والو بیا د دې برید مسولیت منلی دی.

https://taand.net/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d8%af-%d9%86%d9%86%da%ab%d8%b1%d9%87%d8%a7%d8%b1-%d9%be%d8%b1-%d9%85%d8%ad%d8%a8%d8%b3-%d8%af-%d8%ad%d9%85%d9%84%db%90-%d9%85%d8%b3%d9%88%d9%88%d9%84%db%8c%d8%aa-%d9%88%d9%85/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...