یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهصدیق صدیقي: د طالبانو وروستۍ څرګندونې ددې مانا لري چې د سولې...

صدیق صدیقي: د طالبانو وروستۍ څرګندونې ددې مانا لري چې د سولې خبرو ته ژمن نه دي

تاند (دوشنبه د اسد ۱۳) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي د طالبانو وروستۍ څرګندونې ددې مانا لري چې دغه ډله سولې ته ژمنه نه ده.

صدیق صدیقي چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د حکومت په بند کې د پاتې طالب زندانیانو د نه خلاصېدو په اړه د طالبانو له لوري خپره شوې وروستۍ خبرپاڼه چې پکې ویل شوي، که حکومت بندیان خوشې نه کړي دوی بین الافغاني خبرې نه پیلوي، سولې ته د یادې ډلې د ارادې ښکارندویي کوي.

نوموړی وايي طالبان پر جګړې ټینګار کوي خو په خبره یې افغانان به هېڅکله ددغې ډلې له پروپاګنده ونه وېرېږي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي طالبان بله لاره نه لري غوره ده چې بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي څو روانه جګړه پای ته ورسېږي.

هغه وايي، ټاکل شوې چې لویه جرګه د روانې اسد میاشتې په ۱۷ نېټه تر سره شي موخه یې د ۴۰۰ هغو طالب زندانیانو په اړه اجماع ده چې تر ټولو خطرناکې جنايي دوسیې لري او طالبان یې پر خوشې کولو ټینګار کوي.

د ولسمشر ویاند ویلي یاد ۴۰۰ بندیان د افغانستان حکومت او ځیني نورو هېوادونو په تور لېست کې دي او حکومت نه شي کولی چې له مشورو پرته یې خوشې کړي.

ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په ورځ په خپله وینا کې ویلي وو چې د دغو بندیانو خوشې کول دده صلاحیت نه دی او په اړه به یې لویه مشورتي جرګه تصمیم نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب