جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاڅکزی: که پاکستان غیرقانوني کړنې بندې نه کړي پر وړاندې به یې...

اڅکزی: که پاکستان غیرقانوني کړنې بندې نه کړي پر وړاندې به یې بغاوت وکړي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۳) پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزي نن د کوټه کې یوې خبرې ناستې ته وویلې، چې پاکستان تر انګرېز ډېر بدتر هېواد دی.

د نوموړي په خبره انګریزانو پښتنو سره دومره جبر نه کاوه لکه اوس چې یې پاکستان ترسره کوي.

محمود خان اڅکزي د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړه: «انګریزانو پښتنو ته د کرښې دواړو غاړو ته د تګ راتګ اجازه ورکوله، خو پاکستان نه یوازې دا چې لارې ورباندې بندوي؛ بلکې وژني یې.»

هغه ګواښ وکړ که پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه خپلوغیر قانوني اقداماتو ته دوام ورکړي، نو د ده په خبره پښتانه به یې پر وړاندې بغاوت ته پيل کړي.

اڅکزي ویلي، پاکستان خلکو ته د کار د زمینې برابرولو پرځای دوی ته نورې ستونزې جوړوي.

پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزي افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ته په اشارې ویلي، چې که پاکستان ایمانداري وکړي افغانستان سولې ته رسېدای شي.

1 COMMENT

  1. پاکستان خو د افغانستان ازلي او ابدي دښمن دی. داسې دښمن به څرنګه ایمانداري وکړي او افغانستان سره به د سولې په راتګ کې مرسته وکړي. یواځنۍ لاره وسلوال پاڅون دی چې کولی شي د پښتنو او بلوڅو ګټې خوندي او دوی ته ازادي ور په برخه کړي. د پاکستان اقتصادي حالت ډېر خراب دی. کورني ډېر مشکلات لري او د اوږدې مودې جګړې په لګښت سره به ډېر لوی زیان وویني او ان داچې شتون به یې په خطر کې وي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب