شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله: دایمي اوربند ته دې زمینه برابره شي

عبدالله عبدالله: دایمي اوربند ته دې زمینه برابره شي

تاند (دوشنبه د اسد ۱۳) د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د ننګرهار پر عمومي محبس برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول بریدونه د دوی حوصله نه شي کمولی، بلکې لا به د سولې په برخه کې خپلې هڅې چټکې کړي.

د ملي روغې جوړې له عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې له حکومت څخه غوښتنه شوې ده چې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او پایلې یې له ولس سره شریکې کړي.

عبدالله عبدالله یو ځل بیا هیله ښودلې ده چې په هېواد کې تاوتریخوالی کم، دایمي اوربند ته زمینه برابره او بین الافغاني خبرې ژر پیل شي.

په ورته وخت کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا برید غندلی او د جګړې په ښکیلو خواوو یې غږ کړی چې د پردیو دسیسې دې مخته نه وړي او په هېواد کې دې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي.

https://taand.net/%d8%ad%d8%a7%d9%85%d8%af%da%a9%d8%b1%d8%b2%d9%8a-%d8%af-%d9%86%d9%86%da%ab%d8%b1%d9%87%d8%a7%d8%b1%d9%be%d8%b1%d8%b9%d9%85%d9%88%d9%85%d9%8a-%d8%b2%d9%86%d8%af%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%b3%d9%84%d9%87/

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي په دغه برید کې تر دې دمه د ۸ بریدګرو په ګډون ۳۷ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان دي.

د خوګیاڼي په خبره نښته اوس هم دوام لري او امنیتي ځواکونه د برید ګرو د له منځه وړلو هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب