شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار پرعمومي زندان برید د ۱۱ بریدګرو په وژل کېدو پای...

د ننګرهار پرعمومي زندان برید د ۱۱ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۳) د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دې ولایت پرعمومي زندان ډله ییز وسله وال برید تیر ماښام پيل او له شاوخوا ۲۲ ساعتونو نښتې وروسته نن پای ته ورسیده.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي برید د ۱۱ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسیده.

خوږیاڼی زیاتوي، چې په دې برید کې ۲۵ تنه ووژل شول او شاوخوا ۴۸ نور ټپیان شول او په خبره یې امنیتي ځواکونو لسګونه نورکسان وژغورل.

د والي ویاند وایي په وژل شویو کسانو کې پولیس، میرمنې، ماشومان او زندانیان هم شامل دي.

هغه دغه راز زیاته کړه، چې د دې برید پرمهال امنیتي ځواکونو ۱۰۲۵ زندانیان هم د تېښتې پرمهال نیولي دي.

د خوږیاڼي په خبره په دې زندان کې شاوخوا ۱۷۹۳ بندیان ساتل کیدل، چې ۴۳۰ بندیان امنیتي ځواکونو د زندان دننه ژوندي ژغورلي دي.

خو بل لورته یو شمیر سرچینې وایي، چې په زیات شمیر بندیان له بنده تښتیدلي دي.

که څه هم ولایت په لومړیو کې ومنله چې یو شمیر بندیان نادرکه دي خو په وروستیو جزیاتو کې یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال ارګ او د ملي مصالحې عالي شورا هم دا برید غندلی دی.

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د ننګرهار په عمومي زندان ډله ییز وسله وال برید وحشیانه، بشري جنایت او د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.

د افغان پوځ لوی درستیز یاسین ضیا هم نن د افغان ځواکونو د عملیاتو د رهبرۍ لپاره جلال اباد ته راغلی وو او له نږدې یې عملیات رهبري کول.

وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي خو داعش وسله والو د برید مسولیت منلی دی.

1 COMMENT

  1. داعش د عراق او شام د اسلامي دولت مخفف دی . دا د عربي خوارجو یو تروریستي ګروپ دی چې د عربو مسلمانانو د وژلو او له منځه وړلو لپاره جوړ شویدی.
    دا شومه تروریستي پدیده په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري . افغانستان نه عراق دی او نه د زرکالو دمخه شام چې اوس د سوريې عربي جمهوریت په نوم یاديږي . کوم څه چې دلته په افغانستان کې د داعش تر نوم لاندې روان دي دا د پاکستان د تروریستي جهنمي افغان دښمنه سازمان یوه بله برخه او ښاخ دی چې د ګران افغانستان د ورانولو ، افغانانو د وژلو او زمونږ د هېواد د اشغال لپاره د ټالب تروریستي ډلو ترڅنګ فعالیت کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب