یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد اوربند په اړه د حکومت او طالبانو ادعاوې

د اوربند په اړه د حکومت او طالبانو ادعاوې

تاند (دوشنبه، د اسد۱۰) په داسې حال کې چې چارواکي طالبان د اختر په درو ورځو کې په ګڼو سیمو کې د اوربند په سرغړونې تورنوي، طالبان وايي، هیڅ ځای یې اوربند نه دی مات کړی.

نن د کندهار محبس په قرول کې د لاسي بم چاودني درې پولیس ټپيان کړي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وویل چې نن ماښام اووه بجې وسله والو موټر سایکل سپرو د کندهار محبس لومړي قرول ته لاسي بم غورځولی چې له امله یې یو پولیس ټپي شوی دی. خو نور راپورونه وايي چې په دې پېښه کې ۳ پولیس ژوبل شوي دي.

پر کندهار محبس تر دې پخوا هم څو ځله حملې شوي چې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د اختر په دریو ورځو اوربند کې ۲۰ کسه ملکيان وژلي او ۴۰ یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین نن وویل«طالبانو د اختر په درې ورځو کې ۳۸ ځله اوربند مات کړی او د بریدونو، ماین چاودنو، وژنو او اختطاف په ترڅ کې یې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرک ژوبله اړولې په دې کې۲۰ کسه ملکي وکړي وژل شوې او ۴۰ نور ټپیان دي.»

خو طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د ادعاوو په غبرګون کې وویل چې دوی هیڅ ځای اوربند مات کړی نه دی.

طالبانو د طارق ارین د څرګندونو په ځواب کې ادعا کړې چې «په میدان وردګ، فاریاب، فراه او هلمند کې د دښمن لخوا د پوستو جوړولو او د محاصره قرارګاوو د اکمالاتو مخه نیول شوې.

زموږ لخوا د ملکي خلکو د تلفاتو ادعاوې حقیقت نلري.

د دښمن لخوا په ملکي خلکو او کورونو بریدونه شوي دي.»

خو ښاغلی ارین وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر اوسه د اوربند ټول شرایط په سمه توګه عملي کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي، افغان حکومت د اوربند ټولو شرایطو ته ژمن دی خو طالبانو چې د اوربند سرغړونه کړې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان حکومت سولې ته ژمن دی او د اوربند دوام د افغانانو غوښتنه ده.

ده ونه ویل چې سبا به هم اوربند دوام کوي او که نه. طالبانو هم تراوسه پورې د اوربند د اوږدولو په اړه د ولس غوښتنو ته مثبت یا منفي ځواب نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب