Homeخبرونهمجاهد، له پاکستانه د افغان طبي محصلانو اېستل غیرانساني عمل بللی

مجاهد، له پاکستانه د افغان طبي محصلانو اېستل غیرانساني عمل بللی

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام په اتم خبري کنفرانس کې، د افغان طبي محصلانو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه «غیرانساني» او «د خواشینۍ وړ» بللې ده.

مجاهد له اسلام‌اباده غوښتي چې په دې پرېکړه بیا کتنه وکړي.

مجاهد زیاته کړې چې د دوی د لوړو زده‌کړو وزارت بشپړ چمتووالی لري، څو هغه افغان محصلان چې له پاکستان څخه وتلو ته اړ کېږي، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې جذب کړي.

ذبیح‌الله مجاهد په خبري کنفرانس کې دغه راز زیاته کړې چې، د عامې روغتیا وزارت په تېر یوه هجري قمري کال کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.

د مجاهد په وینا، د عامې روغتیا وزارت مشرتابه په دې موده کې د روغتیايي همکاریو د پراختیا، د ناروغیو د کنټرول، د ظرفیت لوړولو، د درملو د تنظیم او ثبت د سیستم د پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه یو شمېر هېوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي.

1 COMMENT

  1. مجاهد سېب. طب ، اېنجېنری او ساېنس خو هسی هم ستا سو په مذهب کی مستحب دی ېعنی مهم شی نه دی او دومره خاص ارزښت نه ورکوۍ. نو که پاکستان افغان محصلان درس ته نه پرېږدی فکر کوم دومره بده خبره نه ده او نه ستاسو د عقېدی خلاف کوم کار کوی. په طالبی مذهب کی د ښځو تګ پوهنتون ته او هغه هم د طب پوهنتون ته خو لا بېخی کفر دی. نو حېران ېم چی ته ولی خفه یی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...