Homeخبرونهپه افغانستان کې د سالنګ دوهم تونل او درملو فابریکو جوړولو لپاره...

په افغانستان کې د سالنګ دوهم تونل او درملو فابریکو جوړولو لپاره د پانګونې لېوالتیا

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) په متحده عربي اماراتو کې مېشت شرکت «HHM Global Industry Group» په افغانستان کې د سالنګ د دوهم تونل د جوړولو او د درملو د فابریکو د جوړولو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښوولې ده.

دا موضوع پرون، سې شنبې (د سپټمبر په ۸مه) په مرمر ماڼۍ کې د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر تر مشرۍ لاندې د پانګونې د بین‌الوزارتي کمېټې په عادي غونډه کې وڅېړل شوه.

کمېټې د دغه شرکت د پانګونې هرکلی کړی او استازو ته یې ډاډ ورکړی چې اړوند وزارتونه او دولتي ادارې به ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.

له پراخو بحثونو وروسته، له شرکت څخه وغوښتل شول چې د سالنګ د دوهم تونل، د درملو د تولید فابریکو او د پانګونې د نورو احتمالي پروژو لپاره تفصیلي وړاندیزونه چمتو کړي.

ټاکل شوې ده دا وړاندیزونه د لا نورو ارزونو او بحثونو لپاره د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وسپارل شي.

که دغه پروژې عملي شي، نو د افغانستان د ترانسپورټي زیربناوو په پراختیا او د درملو د کورني تولید په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...