Homeخبرونهننګرهار: د شېرزادو د تالک کان د استخراج تړون لاسلیک شو

ننګرهار: د شېرزادو د تالک کان د استخراج تړون لاسلیک شو

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د «کودي‌خېلو» سیمې د تالک کان د دویم بلاک د استخراج تړوند لاسلیک شو.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه تړون د څه باندې ۶۵ میلیونه او ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د «ننګرهار افغان تالک» د کان‌کیندنې او پروسس له شرکت سره لاسلیک شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه کان ۳.۸۲۶۳۹۴ کیلومتره مربع مساحت لري چې، د استخراج د تړون له مخې به یې، قراردادي شرکت د تالک هر ټن په بدل کې ۲۲۶۵ افغانۍ رویالټي حکومت ته ورکوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د یاد تړون د لاسلیک پرمهال د طالبانو له لوري د نافذه قوانینو، تخنیکي معیارونو او ټاکل‌شویو اصولو سره سم د کان پر استخراج او پروسس ټینګار کړی دی.

په ورته مهال، د قراردادي شرکت رییس ډاډ ورکړی، چې د کان د استخراج، پروسس او نورو اړوندو فعالیتونو چارې به په مسلکي ډول ترسره کړي.

اقتصاد پوهان دا ډول تړونونه ځکه په نېک پال نیسي چې، په زیات شمېر بې روزګاره ځوانانو ته پکې د کار زمینه برابرېږي.

دوی هیله مندي ښيي چې، په دې سره به د ننګرهار سلګونه بې روزګاره ځوانان په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...