تاند/ چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه/ افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، اصف دراني له پاکستانه د افغان محصلانو، په ځانګړې توګه د نجونو، ایستل «ټکان ورکوونکي» بللي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
دراني ویلي، افغانستان ته د هغو نجونو ستنول چې، له سختو شرایطو سره – سره یې زدهکړو ته دوام ورکړی، ښايي خپلې هیلې له لاسه ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، په ځانګړې توګه هغو افغان محصلانو ته چې د پاکستان د حکومت پر بورسونو زدهکړې کوي، باید اجازه ورکړل شي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې په اسلاماباد کې د طالبانو د حکومت سفارت د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) له لوري د هغو افغان زدهکړیالانو د ایستلکېدو په اړه چې د طب برخه کې پر زدهکړو بوخت دي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
افغان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان دغه اقدام د هغو افغان محصلینو تحصیلي بهیر او راتلونکی اغیزمنوي چې، په قانوني ډول یې خپلې زدهکړې پیل کړي او د کلونو هڅو او مالي او معنوي لګښتونو وروسته د خپلو تحصیلي دورو د بشپړولو په حال کې دي.
افغان سفارت د پاکستان له تحصیلي ادارو او له نړیوالو اړوند طبي، تعلیمي، بشري او مسلکي ادارو غوښتي چې د افغان زدهکړیالانو د تحصیلي حقونو خوندیتوب ته لازمه پاملرنه وکړي.
افغان سفارت دغهراز له سیاسي اختلافونو څخه د علم او بشري اړیکو په څېر برخو پر خوندي ساتلو ټینګار کړی دی.
پاکستان په یوه تازه پرېکړه کې له دغه هېواده په طب برخه کې په زده کړو بوخت د ټولو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه کړې ده چې، سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.