Homeخبرونهملګري ملتونه: تېر دوه کلونو په نړۍ کې پر ښوونیزو بنسټونو ۸...

ملګري ملتونه: تېر دوه کلونو په نړۍ کې پر ښوونیزو بنسټونو ۸ زره ۵۶۶ بریدونه شوي

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه/ نن (چهارشنبه) د سپټمبر ۹مه، له بریدونو څخه د پوهنې د ساتنې نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په نړۍ کې پر ښوونیزو بنسټونو اته زره ۵۶۶ بریدونه راپور شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې دا شمېر ۶ زره و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دې ورځې په مناسبت ویلي،چې په تېرو دوو کلونو کې له ۸۵۰۰ ډېرو بریدونو کې ښوونځي، زده‌کوونکي او ښوونکي په نښه شوي چې د مرګ‌ژوبلې، تښتونو او رواني زیانونو لامل شوي دي.

ګوترېش د جګړو پر ټولو خواوو غږ کړی چې پر ښوونځیو او نورو ښوونیزو بنسټونو د بریدونو مخه ونیسي، د نړیوالو قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه عملي او د بریدونو عاملان ځواب‌ویونکي وګرځوي.

نوموړي له هېوادونو غوښتي چې د خوندي ښوونځیو اعلامیه په بشپړ ډول تایید او عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پرمهال هم ښوونځي، مدرسې، پوهنتون او ګن شمېر زده‌کوونکي په نښه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کلتوري رغونه او پرمختیا | رحمت ځواکمن

کلتور د یوې ټولنې د هویت، تاریخي حافظې، ټولنیزو اړیکو او ګډ ژوند مهم بنسټ دی. خو کلتور یوه ثابته او نه بدلېدونکې پدیده...