Home+د ټایراید غده کم کارکول یا Hypothyroidism څرنګه ناروغي ده؟

د ټایراید غده کم کارکول یا Hypothyroidism څرنګه ناروغي ده؟

لیکنه: ډاکټر ش میره کی

دټایراید غده د انسان په ستونې کې ده. او دنده یې د ټایراید هارمون جوړونه ده که چېرته د ټایراید هارمون کچه په بدن کې ټیټه شي نو لاندې بدلونونه په بدن کې رامنځ ته کیږي:

۱ـ د اشتها کمیدل خو وزن بیا ډېرېږي

۲ـ د سړې هوا نه زغمل

۳ـ د پوستکي وچېدل او ځیږېدل

۴ـ دوامداره قبضیت لرل

۵ـ ژر په قهرکېدل، غوسه او نورې رواني ستونزې

۶ـ په دومداره توګه ستړیا او سُستي

۷ـ د عضلاتو شخیدل او دردونه یې

۸ـ د ویښتانو تویېدل،او نري کیدل

۹ـ او په ځینو انسانانو کې د جاغور پیدا کیدل

۱۰ـ د زړه د درزا یا ضربانو کمیدل

د ټایراید هارمون تشخیص څنګه وکړو؟

په وینه کې د ټایراید هارمون اندازه باید وکتل شي. او له دې سره لاندې معاینې اړینې دي. Thyroid function test Thyroid scan چې باید وشي.

د ټایراید هارمون عوامل څه وي؟

هغه عوامل او سببونه چې د ټایراید هارمون ډېر والي سبب کېږي عبارت دي له:

۱ـ د ټایراید ضد درمل څخه ګټه اخیستل

۲ـ د ټایراید د غدې جراحي عملیات کول

۳ـ په ډېریو وختونو کې زموږ د بدن دفاعي ځواک د دغې ناروغۍ سبب ګرځي لکه Hushimato thyroiditis

۴ـ د لایزر او کیماوي شعاع ګانو استعمال هم کولی شي د نوموړې ناروغۍ سبب وګرځي.

۵ـ په بدن کې د ایو‌‌‌‌‌‌ډین کمښت

۶ـ د ټایراید غدې نشتون په بدن کې

۷ـ د نخامیه غدې سرطانونه هم د ټایراید د رامنځته کېدو سبب کېږي.

د ټایراید ناروغۍ درملنه څنګه کېږي؟

ټایراید سره له دې چې ځینو ته یوه عادي خبره ښکاري خو دا ناروغۍ انسان ته ډېرې ستونزې رامنځته کوي.

مونږ دلته په لاندې ډول د ټایراید هارمون د ډېرېدو او ورسره هغه درملنې بیان کړي چې باید په کوم ډول د دې ناروغۍ درملنه وشي:

د ټایراید ناروغۍ درملنه یې اسانه ده دا چې د نوموړې هارمون کچه ټیټه او یا هم مطلق صفر ده نو باید ناروغ ته د ټایراید هارمون ورکړل شي.

د دې ناروغۍ له امله زمونږ په بدن کې څه پېښېږي:

۱ـ په وینه کې د شحمیاتو (غوړو یعنې وازده)  لوړیدل او په پایله کې د وینې غوړ هم پیدا کېږي.

۲ـ د زړه کم کاري او د زړه فعالیت کمېدل

۳ـ -د مکروبونو په وړاندې د بدن د دفاعي ځواک کمزوري کېدل

۴ـ-کوما ته تلل هم د ټایراید غدې له امله پېښېږي چې دا یې تر ټولو لویه ستونزه او خطر ده چې مونږ ورسره پېښوي.

۵-د لویو کولمو پړسیدل او التهابي کیدل یې چې دا په خپله د کولمو سرطان لپاره لاره هواره کوي.

۶-د حافظې کمزوري پیدا کېدل

۷-په غوږونو کې د غائب انسان اوازونه چې په ورځيني ډول مونږ له ډېرو ستونزو سره مخ کوي او د همدې امله رواني ناروغۍ هم پیدا کېږي.

۸ـ د لیونتوب او عصبي کمزوري پیدا کېدل

۹ـ په بدن کې د ستوني په قسمت کې د جاغور پیدا کیدل

د ټایراید هارمون کمښت په بدن کې مونږ له ګڼو ستونزو سره مخامخ کوي نو باید هر څه ژر ډاکټر ته ورشو او اړوندې معاینې او درملنې وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...