Homeخبرونهد نړۍ لومړنۍ پوره تجزیه کېدونکې پوکڼۍ جوړه شوه

د نړۍ لومړنۍ پوره تجزیه کېدونکې پوکڼۍ جوړه شوه

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) د لندن د امپیریل کالج څېړونکو د محفلونو لپاره داسې پوکڼۍ جوړه کړې چې په بشپړه توګه د طبیعي بهیر له لارې تجزیه کېدای شي. دا پوکڼۍ،ؤ چې په نړۍ کې لومړنۍ تجزیه کېدونکې پوکڼۍ ده، «بایولون» (Biolon) نومول شوې ده.

عادي پوکڼۍ په چاپېریال کې د تجزیه کګېدو یا له منځه تلو لپاره کلونه وخت غواړي او زیانمن کیمیاوي مواد خپروي، خو بایولون له طبیعي ربړ څخه جوړ شوی دی. په دې پوکڼۍ کې د زیانمنو اضافي کیمیاوي موادو او د سلفر د دودیزې پروسې پر ځای د پولیمر زنځیرونه په داسې ډول سره تړل شوي چې له کارولو وروسته په شاوخوا نهو میاشتو کې په طبیعي ډول په بشپړه توګه تجزیه کېږي.

په دې پروژه کې د دوو شاملو څېړونکو جولیانا کمنګ او د محفلونو تنظیموونکې شارلټ میلیا په وینا، د عادي پوکڼیو، په ځانګړي ډول د «بالون ارچ» یا د پوکڼیو د محرابونو پاتې شوني، سمندري مرغانو او نورو ژوو ته جدي ګواښ پېښوي.

د څېړنو له مخې، که مرغان د پوکڼیو ټوټې تېرې کړي، د سخت پلاستیک د ټوټو پرتله د هغوی د مړینې احتمال ۳۲ ځله زیات وي.

څېړونکي پلان لري چې دا د چاپېریال‌ملګرې پوکڼۍ په راتلونکو دوو کلونو کې په سوداګریزه کچه بازار ته وړاندې کړي. دوی همداراز غواړي په راتلونکې کې دا ټکنالوژي د طبي لاسپوټونو (دستکشونو)، طبي وسایلو او له پلاستیک څخه له نورو جوړېدونکو محصولاتو په تولید کې هم وکاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...