تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر سناتور ایمل ولي خان ویلي، ترهګري د کوم ځانګړي ایالت ستونزه نه ده، بلکې د دولتي تګلارو زېږنده ده.
اسفندیار ولي خان دا خبره وروسته له هغه وکړه چې د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر ۶ مه) وویل چې پنجاب د ګاونډیو هېوادونو پرتله له ګاونډ ایالتونو څخه امنیتي خطر ډېر احساسوي. هغې ووویل:« له ګاونډیو هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه کم دي، خو له ګاونډیو ایالتونو څخه ډېر دي.»
نوموړې زیاته کړې، له همدې سیمو څخه په پنجاب کې ترهګریز بریدونه کېږي.
اسفندیار ویلي، دوی د پنجاب پر خوندي پاتې کېدو کوم اعتراض نه لري، خو اعتراض یې د ترهګرۍ پر وړاندې د دولت او واکمنې طبقې پر دوهمخې چلند دی. نوموړي ټینګار کړی چې غواړي خیبر پښتونخوا او بلوچستان هم هومره خوندي وي لکه پنجاب او اسلاماباد.
ایمل ولي خان ویلي، د خیبر پښتونخوا خلکو له تېرو پنځو لسیزو راهیسې د دې ترهګرۍ تر ټولو درنه بیه پرې کړې او هغه تګلارې چې د سیمې د برخلیک لپاره جوړې شوې، د دې ځای له خلکو سره له سلا مشورې پرته رامنځته شوې دي.
د هغه په وینا، باچا خان او ولي خان له ډېر پخوا خبرداری ورکړی و چې د کابل اور ته لمن وهل به ټوله سیمه له ناوړه پایلو سره مخامخ کړي، خو هغه مهال د دوی د خبرداري پر ځای هغوی ته د «غدار» او «د هېواد دښمن» لقبونه ورکړل شول.
ایمل ولي خان زیاته کړې چې له بده مرغه نن هم خیبر پښتونخوا د اسلاماباد د واک لپاره قرباني کېږي.