Homeخبرونهمصنوعي ځیرکتیا څنګه کرنه بدلوي؟

مصنوعي ځیرکتیا څنګه کرنه بدلوي؟

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۸ مه) مصنوعي ځیرکتیا په چټکۍ سره د کرنې بڼه بدلوي. بزګران اوس کولی شي د خپلو ځمکو حالت، د حاصلاتو اندازه، د اوبو اړتیا او د څارویو روغتیا په لا دقیقه توګه وڅاري.

۱- د کروندو څارنه:
ډرونونه او سپوږمکۍ د ځمکو عکسونه اخلي او مصنوعي ځیرکتیا یې شننه کوي. په دې توګه د بوټو ناروغۍ، افتونه او د فصل ستونزې د انسان سترګې ډېر ژر پېژني.

۲- د حاصلاتو اټکل:
مصنوعي ځیرکتیا د هوا او پخوانیو معلوماتو له مخې اټکل کوي چې څومره حاصل به راټول شي. دا له بزګرانو سره مرسته کوي چې د محصول د لېږد او پلور لپاره مخکې له مخکې چمتووالی ونیسي.

۳- روباټونه:
ځینې کرنیز روباټونه کولی شي په خپله تراکتور وچلوي او له فصلونو څخه واښه او نور زیان رسوونکي بوټي وپېژني او له منځه یې یوسي.

۴- د اوبو سپما:
د اوبولګونې هوښیارې الې/ ماشینونه د خاورې لندبل، د هوا تودوخه او د باران اټکل څاري او یوازې هغه وخت اوبه کاروي چې اړتیا ورته وي. په ځینو ځایونو کې دې کار د اوبو مصرف شاوخوا ۳۰ سلنه کم کړی دی.

۵- د څارویو څارنه:
مصنوعي ځیرکتیا د کمرې او ځانګړو سینسورونو له لارې د څارویو د ناروغۍ نښې له ښکاره کېدو څو ورځې مخکې پېژندلی شي. دا کار د درملو، په ځانګړي ډول انټي‌بیوټیکونو، د بې‌ځایه استعمال مخه نیسي.

په ټوله کې، مصنوعي ځیرکتیا له بزګرانو سره مرسته کوي چې لږې اوبه او درمل وکاروي، ناروغۍ ژر ومومي او حاصلات په ښه ډول مدیریت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...