خبریال: غني حسن
د پټي خزانې، د خلاصةالفصاحت او خلاصةالطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده، د استاد محمدمعصوم هوتک په پرله پسې هڅو د هېواد د یوه فرهنګپال او خواخوږي حکمت الله ښادمن په مالي مرسته په پاخه او اساسي ډول ودانه او د جمعې په ورځ د ۱۴۰۵ش کال د سنبلې پر ۱۳مه د خيرات او دوعا په ترڅ کي د استاد محمد معصوم هوتک په لاس افتتاح سوه.
د مقبرې پر شناهته یې لیکل شوي: «په دې مرقد کي د شاه حسین هوتک د دربار منشي، د بښتو ادب د ستري وثیقې (پټي خزانې) خلاصةالفصاحت او خلاصةالطب مؤلف لوی ادیب، شاعر او روحاني شخصیت مرحوم محمدهوتک د داود خان زوی او د عبدالقادر خان لمسی په ابدي خوب بیده دئ، محمد هوتک چي په ممو نیکه مشهور دئ، په ۱۰۸۴ هـ ق کال د رجبالمرجب پر۱۳مه د کندهار په کوکران کي زیږېدلی و.)
محمد هوتک د پښتو ژبې نامتو لیکوال، شاعر، تاریخلیکونکی او د «پټې خزانې» مؤلف و. هغه د داودخان هوتک زوی او د قادرخان هوتک لمسی و، او د هوتکي دولت په دوره کې یې ژوند کاوه. نوموړی په ۱۰۸۴ هـ.ق. کې د کندهار د کوکران په کلي کې زېږېدلی و.
محمد هوتک د خپل وخت یو لوستی او ادیب شخصیت و. د دیني علومو، فقهې او ادبیاتو له زدهکړې وروسته د شاهحسین هوتک دربار ته ولاړ او د منشي (درباري لیکوال) په توګه یې دنده ترسره کړه. د دربار له باوري او علمپالو کسانو څخه ګڼل کېده.
د هغه تر ټولو مشهور اثر «پټه خزانه» ده، چې په ۱۱۴۱–۱۱۴۲ هـ.ق. کې یې د شاه حسین هوتک په امر ولیکله. دا کتاب د پښتو شاعرانو او ادیبانو یوه تذکره ده، چې د لرغونو او منځنیو پښتنو شاعرانو ژوندلیکونه او د هغوی د شعرونو بېلګې پکې راټولې شوې دي. دغه اثر د پښتو ادبیاتو له مهمو تاریخي سرچینو څخه ګڼل کېږي.
د روایتونو له مخې، محمد هوتک د نادر افشار له خوا د کندهار تر نیول کېدو وروسته د زابل د سیوري ولسوالۍ د ممو کلي ته ولاړ، هلته یې پاتې ژوند تېر کړ او هماغلته خاورو ته وسپارل شو. د هغه قبر اوس هم په همدې سیمه کې موقعیت لري.
السلام علیکم. ډېر نیک کار وشو. خدای دی استاد معصوم هوتک صاحب ته عزت، صحت او اوږد خوشحاله ژوند نصیب کړی.
وعليکم السلام
مننه، محترم پوهاند دوديال صاحب.
م. هوتک