تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۱ مه) د هند کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د درې شلاوره سیالیو د لړۍ لپاره په نوي ډیلي کې تمرینونه پیل کړي، خو د باران له امله یې د تمرینونو بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.
د هند تېز توپ اچوونکی جسپریټ بومرا هم له یوې مودې وروسته بېرته تمرینونو ته راستون شوی دی.
د هند لوبډلې د جمعې په ورځ د نوي ډیلي په ارون جېټلي لوبغالي کې بشپړ تمرین وکړ. لوبغاړو لومړی د بدن د چمتووالي او ډګر ساتنې تمرینونه وکړل او وروسته د توپ اچوونکو او توپ وهونکو لپاره د تمرین جلا جلا جالونه جوړ شول.
بومرا بېرته له لوبډلې سره یوځای شو
د هندي رسنیو د جمعې د ورځې د راپورونو له مخې، د هند د چټک توپ اچوونکی لوبغاړی جسپریټ بومرا په دې تمرین کې ګډون وکړ. هغه د ډګر ساتنې له تمرینونو وروسته د توپ اچونې په برخه کې هم تمرین وکړ او د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره یې خپل چمتووالی وښود.
په تمرین کې د هند ۱۵ لوبغاړي په درېیو پنځهکسیزو ډلو ووېشل شول او د توپ مستقیمې ویشتنې په تمرینونو کې یې برخه واخیسته. د دې تمرین هدف د لوبغاړو چټکتیا، دقت او غبرګون ښه کول وو.
سوریهونشي د بومرا پر وړاندې
د هند زلمکي لوبغاړي وایبهاو سوریهونشي هم د تمرین پر مهال د بومرا پر وړاندې توپ وواهه. نوموړي یوازې یو یا دوه توپونه په ښه توګه ولګول، ځکه بومرا په خپلو توپونو کې د یارکر ترڅنګ د پښو لوري ته توپونه او نور بدلونونه هم کارول.
سوریهونشي چې د هند د راتلونکو لوبغاړو له ډلې څخه ګڼل کېږي، د افغانستان پر وړاندې د شلاوریزو سیالیو په درشل کې د پام وړ لوبغاړو له ډلې دی.
ایشان کېشن ته لنډه وېره
د تمرین په ترڅ کې د هند ویکټ ساتونکي او توپ وهونکي ایشان کېشن د ټپي کېدو له امله هم لنډه اندېښنه رامنځته شوه. هغه د نویدیپ سيني د پورته راټوپ وهلي توپ پر وړاندې د ځان د ژغورلو هڅه وکړه، خو توپ یې د ملا له ښکته برخې سره ولګېد او سمدستي پر ځمکه ولوېد.
د هند طبي ډلې سمدستي د هغه معاینه وکړه. کېشن څو دقیقې وروسته بېرته ودرېد او له لوبغالي څخه په داسې حال کې ووت چې د سخت درد یا جدي ستونزې نښې یې نه ښودې.
هند او افغانستان به د درې شلاوریزو سیالیو په لړۍ کې د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه په نوي ډیلي کې مخامخ شي.
د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو له لړۍ مخکې د بومرا د لوبېدو برخلیک لا هم نامعلوم دی – تاند