تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۱ مه) مور او پلار کېدل یوازې د ژوند ورځني شرایط او احساسات نه بدلوي، بلکې ښايي د دماغ پر روغتیا هم اوږدمهاله اغېز ولري. نوې علمي څېړنې ښيي چې د امیندوارۍ له پیل سره د ښځو په دماغ کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کېږي، او د پلار کېدونکو کسانو په دماغ کې هم داسې بدلونونه لیدل شوي چې د ماشوم پالنې له نوو مسوولیتونو سره د عیارېدو په برخه کې مرسته کولی شي.
د «نیو ساینسټ» په وینا، عصبي متخصصان وايي چې د مور او پلار کېدو پر مهال د دماغ په جوړښت او فعالیت کې بدلونونه رامنځته کېدای شي. دغه بدلونونه ښايي د ماشوم اړتیاوو ته د پاملرنې، خواخوږۍ او چټک غبرګون وړتیا پیاوړې کړي.
ولې په دماغ کې بدلونونه رامنځته کېږي؟
په تېرو وختونو کې د امیندوارۍ او مور کېدو پر مهال د دماغ بدلونونو ته عموماً «د مور دماغ» ویل کېدل او دا بدلونونه به د هېرېدنې، د پاملرنې د کمېدو یا د خوب د نشتوالي له امله رامنځته شوې ستړیا ته منسوبېدل.
خو نوې څېړنې دا موضوع لا پېچلې بولي. د متخصصانو په وینا، د امیندوارۍ له لومړنیو پړاوونو څخه د دماغ په ځینو برخو کې د خړ مغزي نسج (Grey Matter) د کثافت کمېدل لیدل کېدای شي.
څېړونکي وايي، دا بدلونونه اړینه نه ده چې د دماغ د فعالیت د کمېدو نښه وي؛ بلکې ښايي د عصبي اړیکو د بیا تنظیمېدو یوه برخه وي. په بل عبارت، دماغ ښايي د ماشوم د پالنې له نویو اړتیاوو سره د لا اغېزمن عیارېدو لپاره خپل جوړښت بدل کړي.
دغه بدلونونه له حافظې، پاملرنې او ټولنیزو اړیکو سره د تړلو ذهني فعالیتونو سره هم تړاو لرلی شي.
ګټې یوازې تر میندو محدودې نه دي
د مور او پلار کېدو احتمالي دماغي ګټې یوازې تر میندو پورې محدودې نه ښکاري. د «یاهو» له خوا د خپرې شوې یوې نوې څېړنیزې ارزونې له مخې، د هغو کسانو د دماغ د بېلابېلو برخو ترمنځ اړیکې چې ماشومان لري، د هغو کسانو په پرتله پیاوړې موندل شوې چې اولاد نه لري.
متخصصان وايي، د دماغ د بېلابېلو برخو ترمنځ پیاوړې اړیکې له ښه ادراکي فعالیت، حافظې او عمومي ذهني وړتیا سره تړاو لرلی شي.
څېړنه ښيي چې د ماشومانو د شمېر له زیاتېدو سره د دماغي اړیکو ځینې مثبت شاخصونه هم لا څرګند شوي دي.
په زړښت کې د دماغ له روغتیا سره احتمالي اړیکه
څېړونکو په ځانګړي ډول د دماغ په هغو برخو کې ډېر څرګند توپیر لیدلی چې له حرکت، احساس او ټولنیزو اړیکو سره تړاو لري.
دا هغه دماغي فعالیتونه دي چې د عمر له زیاتېدو سره کمزورېدای شي. په مور او پلار کې د دغو برخو ترمنځ د نسبتاً پیاوړو اړیکو شتون ښايي دې احتمال ته اشاره وکړي چې د ماشومانو پالنه او له هغوی سره تړلي فعالیتونه د عمر په زیاتېدو سره د دماغ د فعالیت په ساتلو کې مرسته وکړي.
خو متخصصان ټینګار کوي چې دغه پایله باید له احتیاطه کار اخیستلو سره وکتل شي.
ایا د ماشومانو پالنه د دماغ لپاره دوامداره تمرین دی؟
د څېړونکو په وینا، د مور او پلار ورځنی ژوند ښايي د دماغ لپاره یو ډول دوامداره ذهني او فزیکي تمرین وي.
د ماشومانو د فعالیتونو او لیدنو تنظیمول، په یوه وخت کې د څو کارونو ترسره کول، د ورځنیو ګڼو جزئیاتو په یاد ساتل، د ماشومانو له احساساتو سره چلند کول او د هغوی د پالنې پر مهال فزیکي فعالیت هغه کارونه دي چې دماغ په دوامداره توګه بوخت ساتي.
متخصصان وايي، دا ډول فعالیتونه ښايي د دماغ د بېلابېلو برخو ترمنځ د اړیکو په فعال ساتلو کې مرسته وکړي او په اوږده مهال کې د ځینو ادراکي وړتیاوو د ساتلو لامل شي.
ایا اولاد لرل د سالم دماغ تضمین دی؟
څېړونکو څرګنده کړې چې اوسنۍ څېړنې د مور او پلار کېدو او د ښه دماغي روغتیا ترمنځ اړیکه ښيي، خو دا نه ثابتوي چې د اولاد لرل په مستقیم ډول د دغو ګټو لامل دی.
د متخصصانو په وینا، د ژوند طرز، ټولنیز ملاتړ، کورنۍ اړیکې، فزیکي فعالیت، اقتصادي شرایط او عمومي روغتیا هم د دماغ پر روغتیا اغېز کولی شي.
د څېړنې ډلې ویلي، له ماشومانو سره دوامدارې ټولنیزې اړیکې، عاطفي تړاو او د کورنۍ ټولنیز ملاتړ ښايي د مور او پلار د اوږدمهاله دماغي روغتیا په ساتلو کې مهم رول ولري.
څېړونکي وايي، د مور او پلار کېدو او دماغي روغتیا ترمنځ د دې اړیکې د ښه درک لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده، په ځانګړي ډول د دې لپاره چې معلومه شي دغه بدلونونه د کومو بیولوژیکي عواملو له امله رامنځته کېږي او ایا رښتیا هم د عمر له زیاتېدو سره د دماغي کمزورۍ بهیر ورو کولی شي که نه.