Homeټولنیزد سپټمبر له یوولسمې ۲۵ کاله وروسته القاعده چېرته ده؟

د سپټمبر له یوولسمې ۲۵ کاله وروسته القاعده چېرته ده؟

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۰ مه) له هغې ورځې ۲۵ کاله تېرېږي چې د القاعدې وسله‌والو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او دوه یې د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز پر برجونو او یوه یې د امریکا د دفاع وزارت پر پنټاګون ولګوله.

له هغه وخت وروسته د اسامه بن لادن له خوا جوړه شوې القاعده شبکې په بېلابېلو سیمو کې څانګې جوړې کړې او د نړۍ په ګڼو برخو کې یې د بریدونو لپاره الهام او ملاتړ برابر کړی دی.

که څه هم القاعده سخت ګوزارونه وخوړل، په ځانګړي ډول په ۲۰۱۱ کال کې د بن لادن وژل کېدا او د «اسلامي دولت» په نوم د یوې پیاوړې سیالې ډلې راڅرګندېدا، خو کارپوهان وايي چې دا شبکه لا هم په ډېرو سیمو، په تېره بیا افریقا کې، د وسله‌والو ډلو لپاره د ملاتړ او فکري الهام سرچینه ده.

القاعده څه ده؟

القاعده د ۱۹۸۰مو کلونو په وروستیو کې د اسامه بن لادن تر مشرۍ لاندې د یوې نړیوالې جهادي شبکې په توګه رامنځته شوه.

بن لادن د سعودي عربستان یو شتمن وسله‌وال و چې په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد پر ضد د افغانستان د جهاد په کلونو کې یې د عرب جنګیالیو په راجلبولو او هغوی ته د ملاتړ په برابرولو کې مرسته کوله او خپله یې هم په دې جګړه کې برخه اخیستې وه.

القاعده ورو ورو د هغو وسله‌والو لپاره د راټولېدو پر مرکز بدله شوه چې غوښتل یې سخت‌دریځه اسلامي حکومتونه رامنځته کړي او له امریکا، اسرائیل او په سیمه کې د امریکا له متحدو حکومتونو سره دښمني لرله.

بن لادن په ۱۹۹۴ کال کې د سعودي تابعیت له لاسه ورکړ او په ۱۹۹۶ کال کې له سوډان څخه وایستل شو. وروسته افغانستان ته ولاړ او هلته یې پناه وموندله.

هغه افغانستان ته له راتګ وړاندې هم د امریکا د ګټو پر ضد د بریدونو په تنظیمولو پیل کړی و. د امریکا له خوا د القاعدې لومړنی څرګند برید په ۱۹۹۲ کال کې په یمن کې د دوو هوټلونو چاودنه وه. هدف یې هغه امریکايي سرتېري وو چې د سومالیا پر لور تلل.

په افغانستان کې بن لادن د روزنیزو کمپونو ملاتړ وکړ او د بهرنیو جنګیالیو لپاره یې یوه ځانګړې پوځي ډله جوړه کړه.

په ۱۹۹۶ کال کې هغه د هغو امریکايي ځواکونو پر ضد د جهاد اعلان وکړ چې د ده په وینا په سعودي عربستان کې مېشت وو.

په ۱۹۹۸ کال کې یې د «نړیوالې اسلامي جبهې» د جوړېدو اعلان وکړ او پر امریکایانو او د هغوی پر متحدانو یې د برید غوښتنه وکړه. هماغه کال په کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو د القاعدې موټر بم چاودنو ۲۲۴ کسان ووژل.

د سپټمبر ۱۱مه

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه د ۱۹ کسانو له خوا ترسره شول چې ۱۵ یې د سعودي عربستان وو.

دوی څلور الوتکې وتښتولې. دوه الوتکې د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز پر برجونو ولګېدې، یوه د پنټاګون پر ودانۍ ولوېده او څلورمه الوتکه وروسته له هغې په پنسلوانیا کې ولوېده چې سپرلیو د الوتکې د کابین د نیولو هڅه وکړه.

په دغو بریدونو کې نژدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

د سپټمبر له ۱۱ وروسته د القاعدې مشرانو ته څه پېښ شول؟

امریکا د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې پر افغانستان برید وکړ، طالبان یې له واکه لرې کړل او القاعده یې له خپل اصلي مرکز څخه وشړله.

د همدې کال په ډسمبر کې د طالبانو مخالفو ځواکونو د تورې بوړې په غرونو کې د القاعدې مرکزونه ونیول، خو بن لادن له نیول کېدو وتښتېد او شاوخوا لس کاله یې د امریکا له ځواکونو ځان پټ وساته.

هغه په دې موده کې وخت ناوخت پیغامونه خپرول، تر دې چې په ۲۰۱۱ کال کې امریکايي ځانګړو ځواکونو د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته نژدې په ایبټ‌اباد کې د کاکول حربي پوهنتون ترڅنګ د هغه پر استوګنځي برید وکړ او ویې واژه.

د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د اصلي طرحه‌کوونکو له ډلې خالد شیخ محمد هم په ۲۰۰۳ کال کې په پاکستان کې ونیول شو. هغه په ۲۰۰۷ کال کې ویلي و چې د برید پلان یې «له الف څخه تر ی» پورې په‌خپله جوړ کړی و.

خالد شیخ محمد اوس د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې دی. یوه قاضي په دې وروستیو کې امر کړی چې هغه او درې نور تورن کسان دې د ۲۰۲۸ کال په جون کې د پوځي محکمې له لارې محاکمه شي. دا پرېکړه له شاوخوا دوو لسیزو حقوقي ځنډ وروسته شوې ده.

د بن لادن ځای ناستی ایمن الظواهري هم په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د امریکا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

اوس عملاً د مصر وسله‌وال سیف العدل د القاعدې مشر پېژندل کېږي.

القاعده له ۲۰۰۱ کال وروسته څنګه پراخه شوه؟

که څه هم د القاعدې مشران بېلابېلو سیمو ته تیت شول، خو د دې شبکې له نظریې سره تړلو یا ترې الهام اخیستونکو وسله‌والو په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼ بریدونه وکړل.

د دغو بریدونو په منځ کې له تر ټولو خونړی په ۲۰۰۲ کال کې د اندونیزیا په بالي کې پر یوه تفریحي مرکز و چې ۲۰۲ کسان پکې ووژل شول.

په ۲۰۰۴ کال کې په مادرید کې د رېلګاډو چاودنو تر ۱۹۰ ډېر کسان ووژل او په ۲۰۰۵ کال کې په لندن کې په مترو او یوه بس کې ځانمرګو بریدونو ۵۲ کسان ووژل.

وروسته د القاعدې څانګې په منځني ختیځ او نورو سیمو کې رامنځته شوې.

په عراق کې د القاعدې څانګه له ۲۰۰۳ کال وروسته د امریکا په مشرۍ له ځواکونو سره په جګړه کې ښکېله شوه.

په ۲۰۰۷ کال کې په شمالي افریقا کې د القاعدې یوه څانګه رامنځته شوه او په ۲۰۰۹ کال کې د عربي ټاپووزمې القاعده هم جوړه شوه.

له ۲۰۱۱ کال وروسته په سوریه کې د القاعدې «النصره جبهې» د دغه هېواد په کورنۍ جګړه کې مهم رول پیدا کړ.

په افریقا کې د القاعدې له اړوندو ډلو څخه د سومالیا «الشباب» او د ساحل په سیمه کې «جماعة نصرة الإسلام والمسلمین» یا JNIM ده.

د لندن د RUSI څېړنیز مرکز لوړپوړي څېړونکي انتونیو جیوستوزي ویلي، القاعده د افغانستان له جګړې او د خپلو مرکزونو له له لاسه ورکولو وروسته له ماتې او بې‌ځایه کېدو سره مخ شوه، خو په راتلونکو کلونو کې یې نفوذ بېرته پراخ شو.

د هغه په وینا، د القاعدې نفوذ په ۲۰۱۳ کال کې خپل اوج ته ورسېد، خو وروسته د عراق څانګه ترې جلا شوه او «اسلامي دولت» یې جوړ کړ.

د اسلامي دولت راڅرګندېدو پر القاعده څه اغېز وکړ؟

د اسلامي دولت بنسټګر ابوبکر البغدادي له القاعدې څخه جلا شو او په ۲۰۱۴ کال کې یې د سوریې او عراق په لویو برخو کې د «خلافت» اعلان وکړ.

د دې کار له امله د اسلامي دولت او د القاعدې د سوریې د څانګې، النصره جبهې، ترمنځ جګړه رامنځته شوه.

اسلامي دولت بالاخره په سوریه او عراق کې خپله سیمه‌ییزه واکمني له لاسه ورکړه، خو د القاعدې او اسلامي دولت سیالي لا هم دوام لري، په ځانګړي ډول په لوېدیځه افریقا کې، چې د دواړو ډلو اړوندې څانګې د سیمې او نفوذ پر سر له یو بل سره نښتې کوي.

القاعده په ۲۰۱۶ کال کې بله مهمه ضربه هم وخوړه، کله چې النصره جبهه له دې شبکې جلا شوه.

د دې ډلې مشر احمد الشرع، چې هغه مهال یې د «ابو محمد الجولاني» په نوم فعالیت کاوه، وروسته په ۲۰۲۴ کال کې د بشار الاسد حکومت راوپرزاوه. هغه د سوریې ولسمشر شو او دمشق یې د لویدیځ له متحدانو سره نژدې کړ.

القاعده اوس چیرې تر ټولو ډېره فعاله ده؟

د راپور له مخې، د افریقا سومالیا او د ساحل سیمه هغه مهمې سیمې دي چې د القاعدې اړوندې ډلې پکې خپل نفوذ پراخوي او د پراخو سیمو د کنټرول او ادارې هڅه کوي.

پاکستان وايي، د تحریک طالبان پاکستان مشران او ډېر وسله‌وال یې په افغانستان کې مېشت دي؛ هغه هېواد چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له وتلو وروسته بېرته واک ته ورسېدل.

القاعده اوس څومره پیاوړې ده؟

د RUSI څېړونکی جیوستوزي وايي، القاعده له خپل پخواني اوج څخه لوېدلې ده، خو لا هم د پام وړ نفوذ لري.

د هغه په وینا، القاعدې خپل جوړښت داسې بدل کړی چې نور یوازې پر ځانګړو مشرانو او اشخاصو متکي نه ده. پر ځای یې د ټیټ نوم‌او‌نښان لرونکو کسانو یوه ډله لري چې پېژندل او په نښه کول یې د امنیتي ادارو لپاره ډېر ستونزمن دی.

په دې توګه، د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته، القاعده نور هغه واحد او متمرکز سازمان نه دی چې د بن لادن تر مشرۍ لاندې و؛ خو په بېلابېلو سیمو کې د خپلو څانګو، فکري نفوذ او سیمه‌ییزو اړیکو له لارې لا هم فعال حضور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...