تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۰ مه) د لاهور لوړې محکمې د جمعې په ورځ د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) هغه لارښوونې وځنډولې چې پر اساس یې د طب افغان محصلانو ته امر شوی و چې بېرته افغانستان ته لاړ شي.
د پاکستان د طبي علومو او غاښونو طب شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه د طب او غاښونو طب پوهنځیو او پوهنتونونو ته په یوه لیک کې خپله پخوانۍ لارښوونه بیا تکرار کړه او له ادارو یې وغوښتل چې د هغې له مخې عمل وکړي او ویلي یې و چې د روان تعلیمي کال په لړ کې دې افغان اتباع نه شاملوي، نه دې ورته د زدهکړو ځایونه ورکوي، نه دې یې له یوه پوهنتونه بل ته تبدیلوي او نه دې د زدهکړو د دوام لپاره نورې اسانتیاوې برابروي. شورا همداراز ویلي چې له مخکې شامل شوي افغان محصلان باید افغانستان ته ستانه شي.
په لاهور کې د کینګ اډوارډ طبي پوهنتون (KEMU) د سېشنبې په ورځ د دې لارښوونې له مخې له لومړنیو دولتي پوهنتونونو څخه و چې اقدام یې وکړ. پوهنتون د طب ۲۰ افغان محصلانو ته امر وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې ځانونه معرفي کړي. له دغو محصلانو څخه اووه تنه په وروستي کال کې دي. پوهنتون د هغوی د وتلو د اسانتیا لپاره د عدم اعتراض سندونو (NOC) او نورو اړوندو اداري چارو پروسه پیل کړې وه.
یوه ورځ مخکې، ۱۳ افغان طبي محصلانو د لاهور لوړې محکمې ته عریضې وړاندې کړې وې. دوی استدلال کړی و چې شورا له خپل قانوني واک څخه اوښتې ده او له محکمې یې غوښتنه کړې وه چې دا لارښوونې غیرقانوني او د اساسي قانون خلاف اعلان کړي.
قاضي خالد اسحاق دا حکم هغه مهال صادر کړ چې د ۱۳ افغان طبي محصلانو عریضې یې وارزولې. دا ۱۳ محصلان په لاهور کې په بېلابېلو طبي پوهنځیو کې زده کړې کوي، چې پکې کینګ اډوارډ طبي پوهنتون (KEMU)، شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان طبي او غاښونو کالج او د طبي علومو خدماتو انسټیټیوټ شامل دي.
محکمې همدارنګه د روغتیا وزارت، PMDC او د اړوندو ادارو له مرستیالانو/رئیسانو څخه وغوښتل چې د سپټمبر تر ۱۸مې خپل ځوابونه وړاندې کړي.
د محکمې د فیصلې په ترڅ کې د محصلانو وکیل استدلال وکړ چې محصلان له قانوني پرېکړې پرته محکوم شوي او د زدهکړې، ژوند او انساني کرامت حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي. هغه وویل چې PMDC د PMDC Act 2022 له مخې له خپل قانوني واک څخه تجاوز کړی دی.
د PMDC وکیل د لارښوونو د ځنډولو مخالفت وکړ او ویې ویل چې موضوع له ملي امنیت سره تړاو لري.
خو قاضي خالد اسحاق دغه استدلال رد کړ او د PMDC د جولای ۳۱ او سپټمبر ۱ نېټې لارښوونو عملي کېدل یې وځنډول.
محکمې دا امر هم وکړ چې افغان محصلینو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، په ازموینو کې ګډون وکړي او خپلو لیلیو/هاسټلونو ته بېرته ستانه شي.
۱۳ افغان محصلانو په پاکستان کې د طب له پوهنځیو د ایستل کېدو خلاف محکمې ته مراجعه وکړه – تاند