Homeخبرونهاوچا: وروستیو نښتو تورخم کې د راستنېدونکو او مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو...

اوچا: وروستیو نښتو تورخم کې د راستنېدونکو او مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو ژوند خطر سره مخ کړی

تاند/ شنبه د لړم ـ عقرب ۹مه_ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې ته څېرمه تازه نښتو د ملکي وګړو، راستنېدونکو کورنیو او د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د چهارشنبې ورځې د نښتو پر مهال سیمه کې یو ماشوم وژل شوی او د بشري مرستو یو کارکوونکی، چې له پاکستانه راستنېدونکو کورنیو سره یې مرسته کوله، ټپي شوی دی.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې له شته ترینګلتیاوو سره سره، ملګري ملتونه او بشري مرستندویه همکار بنسټونه یې لا هم په سیمه کې حضور لري او د تورخم په دروازه او د منلو او لنډمهالو مېشتېدو په مرکزونو کې اړمنو کورنیو ته مرستې رسوي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه د اکتوبر تر لومړیو پورې، د تورخم دروازې له لارې له پاکستانه څه باندې ۶۰۰ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې دا شمېر له پاکستانه د ثبت شویو ټولو راستنېدونکو نږدې ۸۵ سلنه جوړوي.

اوچا خبرداری ورکړی چې د نښتو تکرار د فرضي کرښې په اوږدو کې د مېشتو سیمو د اوسېدونکو، راستنېدونکو کورنیو او د مرستندویه کارکوونکو امنیت لا ډېر ګواښلی شي.

د دغه بنسټ په وینا، پخوانیو ترینګلتیاوو هم د تورخم دروازې د لنډمهالي تړل کېدو او ځینو نورو سیمو ته د بشري مرستو د خدمتونو د لېږد لامل شوې وې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې، د ملکي وګړو، ملکي تاسیساتو، بشري مرستو د کارکوونکو او د مرستو د وېش له مرکزونو ساتنه وکړي او اړمنو کورنیو ته د مرستو د خوندي لاسرسي زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...