تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۹ مه) د ترک دولتونو سازمان د دولتونو د مشرانو د دیارلسمې سرمشریزې په څنډه کې، چې د جمعې په ورځ په انقره کې جوړه شوې وه، د غړو هېوادونو مشرانو ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
دا غونډه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربهتوب، د «ترک پېړۍ: په ژبه، فکر او عمل کې یووالی» تر شعار لاندې جوړه شوې وه او د ګډون کوونکو هېوادونو مشران او چارواکي پکې راټول شوي وو.
د دوی په اعلامیه کې راغلي چې د ترک دولتونو سازمان غړي هېوادونه له افغانستان سره د سولې او پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ژمنه کوي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د ترک دولتونو سازمان د غړو هېوادونو مشرانو په خپله کلنۍ غونډه کې ژمنه کړې چې د افغانستان د کاري ډلې په ګډون به د بېلابېلو لارو چارو له لارې په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دغو مشرانو همداراز د سیمې د نښلېدو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ټرانسافغان رېللارې پروژه مهمه بللې ده.
د دې سازمان د مشرانو د دیارلسمې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ د لړم په اتمه په انقره کې خپره شوې، راغلي چې غړي هېوادونه به د افغانستان د سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ په برخه کې د مرستې لپاره د افغانستان د کاري ډلې له لارې خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې د ټرانسافغان اوسپنې پټلۍ پر ستراتیژیک اهمیت هم ټینګار شوی دی. ټاکل شوې چې دا پټلۍ منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره ونښلوي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.
د ترک دولتونو سازمان د مشرانو دیارلسمه غونډه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربهتوب، د لړم په اوومه او اتمه، په انقره کې جوړه شوې وه.
ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان او ازبکستان د دې سازمان اصلي غړي دي. هنګري، ترکمنستان او د شمالي قبرس ترک جمهوریت یې څارونکي غړي دي.
قبرس، غزه، سوریه
د قبرس په اړه، د ترک دولتونو سازمان په اعلامیه کې د خبرو اترو له لارې د یوې داسې هوکړې پر اړتیا ټینګار شوی چې د ټاپو د واقعیتونو پر بنسټ وي، د دواړو لورو لپاره د منلو وړ وي او په دوامداره توګه عملي شي.
په اعلامیه کې د قبرس د ترکمېشتو خلکو د ذاتي او برابرو حقونو د خوندي کولو لپاره د هڅو ملاتړ شوی او دغه خلک یې «د ترک نړۍ نه بېلېدونکې برخه» بللي دي.
د غزې تړانګې په اړه، اعلامیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۸۰۳ پرېکړهلیک (۲۰۲۵) او د غزې د جګړې د پای ته رسولو د هر اړخیز پلان پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کوي، څو د سیمې بشري ناورین ته غم وخوړل وشي، امنیت او ثبات ټینګ شي او د بیارغونې لپاره لاره هواره شي.
په اعلامیه کې همداراز د اسرائیل او فلسطین د شخړې د عادلانه او تلپاتې حل او د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړهلیکونو له مخې د دوو دولتونو د حللارې پر پلي کېدو ټینګار شوی دی.
د ترک دولتونو سازمان مشرانو د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي، امنیت، ثبات او بیارغونې لپاره خپل ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړی دی.