یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د سپين داړي ناول لنډیز اوسپړنه | محمدولي رښتین

د سپين داړي ناول لنډیز اوسپړنه | محمدولي رښتین

     سپین داړی ناول د جک لندن شهکار ناول دی، چې پښتو ژبې ته ښاغلي جبار فراز ژباړلی دی، د دې ناول کیسه په یوه لیوه (چې د سپي او لیوه له ذاته دی) راڅرخيږي.

دا ناول له حیوان سره د انسان چلند، مینه، کرکه او وفا درباندي حس کوي او همدارنګه د دې ناول په لوستلو سره به تاسو پوه شئ، چې یو حيوان څنګه ژوند پیلوي، څنګه لویږي، څنګه دوست او دښمن پیژني او څنګه له طبعیت سره اشنا کيږي.

۱ــــ د ناول کیسه:

 کیسه په ناول کې تر ټولو مهم ارزښت لري، که په یو ناول کې کیسه نه وي، نو له یو څړنیز متن سره یې توپیر نه شي کیدای.

د ناول کیسه داسې ده چې دوه ملګري په یوه نا پايه دښته کې له یوې ګاډۍ سره چې په ګاډۍ يو صندوق، چې پکې مړی او له شپږو سپيانو سره روان دي.

په دغه سفر کې ورسره بیلابیلې پیښې وشي دوی چې په دغه دښته کې لومړۍ شپه شوه نو چې سهار راويښ شول، بیل هنرې ته وویل چې یو سپی تښتیدلی. هنرې ورته وويل چي دا لانتي به د سرمښانو خوراک شوی وي.

ورځ يې په سفر تیره شوه خو کله چې د ماښام تياره خوره شوه، بیل سرمښانو ته ماهیان ورکړل او دوی خپل خواړه وخوړه او سپيان یې ښه کلک وټړل او دوي ویده شول، خو چې سهار شول بل سپی تښتيدلی وه .

دوي سره سپيان ورځ په ورځ کمیدل او سرمښان ورته نيږدي کیدل، خو اخیر داسې ورځ راورسیده چې بیل، هنرې او یو سپی پاتې شول.

یو ورځ دا پاتې سپی له دوی څخه وتښتیده او د سرمښانو په منځ ګیر راغی، خو کله چې بیل سپی ولیدل، نو يې حوصله کنترول نه کړه او یو دم له یوه تبر او ټوپک سره، چې ټوپک کې دری مرمۍ وې روان شوه،هنرې ورغږ کړل چې مه ځه، خو بیل ونه دریده، لیږ ځنډ وروسته یې له سترګو پناه شواړ یوازې د ډزو غږونه واوریدل شو،او هنرې تنها پاتې شو.

د هنرې د خلاصون یوازنۍ لاره اور بلول وه، هنرې به د ورځې د ونو لرګي وهل او د شپې به یې اور ورباندې لګول او له سرمښانو په یې ځان ترې خلاصول.

څو شپې يې همداسې تیرې کړې، خو یوه ورځ یې د ونو لرګيو تر سهار دوام ونه کړل، د سپيده چاو په وخت کې سوکه سوکه کمزورې کیده.

د اور په کمزورې کیدو یې د مرګ شیبې را نیږدې کیدې او خپل مرګ یې په سترګو لیده.

وروسته یې سرته دوه نفره ودریده، د هنرې له خولې دا خبرې ووتې، چې سرمښان راغلل لومړی یې سپیان وخوړل او بیا بیل

یو کس پوښتنه وکړه چې لارډالفرډ چرته دی؟

هنرې ځواب ورکړل هغه مړ شو، په صندوق کې دی.

په دې سره سرمښانو د انسانانو له لاسه ماتې خوړلې وه او ډير په غوصه وه، خپل کتار یې جوړ کړی وه په لاره روان وه په دوي کې یو خړ یوسترګی لیوه چې ځان یې مشر او زورور باله او یو یو بل خړ لیوه چې په بدن یې د جنګ نښې له ورایه معلومیدې، هم ځانته یو زورور وایه او کله کله به یې داړې ورته سپینولی او په دوي کې یو بل یو کلن ځوان لیوه هم وه چې ځانته یې یوطاقت ویل. له دوي سره یوه سر مښۍ وه چې له امله یې ټول سره په جنګ او څو څو واره یې سم سره وخواړه ، په دوي کې یو سترګي ځان سرمښۍ ته نيږدې نيږدې کول او نور یې د هغې خواته نه بریښودل او سرمښۍ هم ورسره جوړه وه.

یو وار ددوي ترمنځ لویه پېښه وشوه، ځوان یو کلن لیوه او خړ لیوه یو خوا او یو ستر ګی لیوه  بله خوا وه، سرمښۍ یې ننداره کوله او ډیره مغروره وه چې ددې په سر جنګ کبږي.

د درېیو نیږدو ملګرو ترمنځ د یوې سرمښۍ په سر جنګ پیل شو،چې ځوان، او خړ لیوه دواړو د یو سترګي له خوا ماتې وخوړه.

خوان لیوه د مینې په میدان کې ماتې وخوړه او ولاړ خو خړ لیوه یې تر ډیرو لاره څارله.

یو سترګي لیوه او سرمښۍ د مکنیزي د سيند په طرف روان شو، یو ځای ته ورسیده ، هلته د انسانانو کیږدۍ وي، سرمښۍ غوښتل چې د اور ننداره له نیږدې وکړي، خو په دوي پسې چا ډزې  وکړې له هغه ځایه په منډه ولاړو.

يو څه وخت وروسته سرمښۍ د یو شي غوښتنه کول او ددې غوښتنې د پوره کولوپه خاطر ډیره پریشانه او نا ارامه وه، خو یو سترګی بیا خوشحاله او ارام وه.

یو څه وخت بعد د سرمښۍ نا ارامې ختمه شوه، یوه سمڅه یې پيدا کړه او زیاته خوشحاله شوه.

سرمښۍ به په سمڅه کې اوسیده او یو سترګی به د بهر. یوه ورځ یو سترګي له ښکاره راغی، کله چې سمحې ته نیږدې شو،یو ژړاندی غږ یې واوریده دا غږ ورته بلد او هم نابلد ښکاره شو، چې د سمڅې خولې ته ور داخل شو د سرمښۍ له خوا د غوریدا په دول له ننوتلو منعه کړل په دې سره سرمښ د باندې ووت او ویده شو، کله چې سهار سمڅې ته ور وکتل د سرمښۍ د پښو په منځ کې پنځه کوتران (د سرمښۍ بچې) ولیدل، چې د کوترانو په شان اوازونه یې کول او سترګې یې پټې وې.

نور به یو سترګی په ښکار پيسې تلل او سرمښۍ به په سمڅه کې وه،سرمښ به یې د سمڅې ته نه پریښود ځکه له خپلو خپلوانو یې تجربه کړي ول چې سرمښان خپل بچیان خوري.

د سرمښۍ په کوترانو کې یو خړ کوتر ؤ. چې له خپلو وروڼو سره فرق لرل، خړ کوتر د سترګو تر خلاصیدو مخکې د لامسې د حس په وسله خپله مور و پیژندله او دا یې هم زده کړل چې مور یې مهربانه، زړه سواندې او مینه ناکه ده، دا هر څه  یې په پتو سترګو کتلي وه، خو کله چې یې سترګې خلاصې شوې، نو یوه بله رڼا یې ولیده، او دا رڼا د سمڅې له خولې راغلی ډیر ژر ورباندې و پوهیده چې د سمڅې نه بهر یوه بله رڼا شته.

خړ کوتر تر نورو شوخ او د باندې د وتلو هڅه به یې کوله، خو مور به یې را ګرځاوه.

لومړي شوخي یې دا وه چې د ورور په غوږ یې خوله ور ولګوله او بل ورور ته یې ټینګه چپلاخه ور کړه.

یو څه وخت وروسته داسې وخت را ورسیده، چې نه د ښکار غوښه  او نه د مور شیدې پیدا کیدې، ګوترانو به لومړی سوي سوي  کوکې وهلي او بیا به مړه کیدل.

د سرمښ درک هم نه وه او سرمښۍ هم له سمڅې ووته، ګاختۍ لګیدلي وه هیڅ شی نه پیدا کیده،  سرمښۍ څو ورځي وروسته سمڅې ته ورغله یوازې یو خړ کوتر او یوه خور یې پاتې وه، خور یې هم څو ورځي بعد مړه شوه.

کاختې ختمه شوه، د کاختي له ختمیدو سره سرمښ هم نادرکه شو. سرمښۍ پوهیده چې سرمښ به د نورو خوراک شوي وي، خو د خړ کوتر سر نه خلاصیده.

نوره به سرمښۍ ښکار پسې تله، خړ کوتر به سمڅه کې و، یوه ورځ چې سرمښې په ښکار پسې تللې وه، خړ کوتر د بهر ووت، لومړی ځل یې ښکلي طبعت ولیدل، ورته حیران او خوښ شو، وروسته  مخکې روان شو، خړ ګوتر غټي او ناواره نه پیژندل، په یوه غټي ښکتیده پښه يې خطا شوه څو سرلاټۍ واوښت، خو چې راجګ شوه بدن یې درد کاوه ډیر نه وه خوږ شوی، مخکې پسې روان شو، دا چې تر اوسه یې اوبه نه وي لیدلی نو پر اوبو کې روان شو، نیږدې وه چې اوبو لاندې کړای وای، خو د مخې پښو په ښورولو له اوبو څخه ووت. زیات و ډار شو، غوښتل یې سمڅې ته ولاړ شی ، لار ترې ورکه وه. مخکې روان شو، ونه یې ولیده چې لویدلی وه. کله چې د ونو په خاښو وخوت ، د ونې خاښ مات شو.ښکته ولویده، هلته د مرغۍ په چیچوڼو پیښ شو لومړی ترې وډار شو وروسته یې په مزه مزه وخوړل، دا یې لومړی ښکار ؤ، خو ناڅاپه  د مرغۍ له خوا د مښوکو باراني طوپُان  شروع شو، خو وروسته باز او مرغۍ سره په جنګ شو، خړ کوتر یې ننداره کوله.

څه وخت وروسته موشخورما  بچی ورباندې برابرشو، خو که سرمښۍ نه وای ور رسیدلې، نو د خړ کوتر کار به اوس خلاص ؤ،مور یې د موشخرما د بچي کار ور خلاص کړل، په دي سره یې د مورمهربانې هم ولیده‎.

په دا بله ورځ موشخرما رد سمڅې خولې ته راغله او سرمښۍ ورته را ووته او سره جنګ یې شو، خړ کوتر چې تر اوسه یې جنګ نه ؤ کړی، یو وار یې په موشخرما ور حمله کړه تر پښه یې ونیوله او د خړ کوتر یو دم له خولې  چيغه ووته، موشخرما یې خوله ور څیرې کړه، په دې سره یې د جنګ په قانون هم پوه شو.

یوه ورځ خړ کوتر له خوبه تازه را ویښ شوی ؤ، د اوبو د پیداکول لپاره یې منډې کړي خو خبر نه ؤ، د انسانانو کيږدیو ته ورسیده، خړ کوتر ته دا کیږدۍ او انسانان نا اشنا ښکاره شو، خو شا وخوا ورباندې پنځه سور پوستي را وګرځیده، د خړ کوتر د تیښې لار نه وه، نو د تسلیمۍ هغه ننګونې چې د انسانانو لپاره وي وکاروله او تسلیم شو، یو انسان چې ور نیږدې شو خر کوتر داړې ورته سپینې کړې هغه وویل دا خو سپين داړی دی.

ورسته یې مور هم پسې راغله او د انسانانو بندیوانه شوه، مور یې په ونه پسې وتړله سپین داړی به شاوخوا ورته ګرځیده.

 سپين داړي چې تر اوسه پورې یې اور نه ؤ لیدلې، اور ته یې خوله ور وړه خوله یې وسوځله. څو ښځو پسې وخندل، سپين داړی یې په خندا پوه شو او شرمنده له هغه ځایه روان شو. وروسته یې ګری بېوربادار کیږي او ګری بېور چې ولیدل چې ګیچ (سرمښۍ) رام شوي نو یې ازاده کړه، سرمښۍ به هم د نورو سپیانو په شان په خیمو کې ګرځیده، خو د سپين داړي بیا له سپیانو سره زوروره دښمني پیل شوي وه او تر ټولو لوی دښمن یي لیپ ليپ (لیوه زاته سپی) ؤ.

وروسته کیچ د قرضداري له امله په ترې ایکل باندې خرڅوي او سپین داړی په وهلو او ټکولو را وګرځول، په دې سره سپین داړی د خپل بادار د امر نه منلو په خاطر وهل خوري او سپین داړی داسې حیوان شوه چې د ټولو انسانانو کرکه ترې کیده، له ښځو به يې غو ښه تښتوله او سپیان به یې په کرار نه پریښودل.

یوه ورځ د ازادیدلو پریکړه کوي، او په ځنګله کي له باداره ځان پټوي، بادار یې ورته غږ کوي، خو دی ځان نه ور باندې پوه کوي، خو چې کله له کاروان پټ شو، نو د خپلواکۍ د خوند اخستلو په خاطر منډې وهي، خو چې ځان یې ښه ستړی کړل او خپل شاوخوا ته یې وکتل، نو د يوازې توب احساس یې وکړل ، تیرو یادونویې فکر ور ګدوډ کړل، دمور مینه، د ښځو خبرې او د بادار کاراون په خپله تیروتنه پیښمان او د بادار د پیدا کولو په خاطر یې دری ورځې بي له څه خوړلو په منډه تیرې کړي او بادار یې پیدا کړل او د بښنې په دود يې سر ورته ټيټ کړل.

په دې سره ګرې پیور له سفره راګرځې او بیرته خپلو خیمو ته را ځي، په دي و خت کې سپين داړی کیچ (خپله مور) له یو کوتر سره وينې او تیر یادونه یې په ذهین حمله کوي او د مینې په خاطر ور منډه کوي، خو د سرمښۍ له خوا ورباندې برید کیږي، سپين داړی په سوچ کې کیږي او د کیچ له خوا ورباندې بیا حمله کیږي، نور نو سپين داړی ترې روان شو سرمښۍ یې له ذهنه ووته.

یو څه وخت وروسته کاخټې راځي او هر هر څوک د خپلې غذا د پيدا کولو لپاره ځي، په کیږدیو کې د ماشومانو د لوږې چیغې تر لرو لرو ځایونو رسیږي په دي سره سپين داړی د سمڅې په طرف ځي، هلته یې مور هر کلی کوي، خو دی ترې روانیږي او د موشخرما په سمڅّه کې اړوي، به دي وخت کې له لیپ لیپ سره مخامخ کیږي او د د ټولو جنګونو غچ ترې اخلي.

یوه ورځ د کیږدیو په لور روانیږي، هلته د ماشومانو د لوږې چیغې نه وي او د کباب شو غوښو بوی تلل، نو سپين داړی هم ورغی ، بادار نه وه خو د ښځې له خوا یې هر کلی وشواو یو ماهی یې ورکړل.

 په دي سره یې نور په کور کې ننګونه کیده وهل او ټکول نه وه.

بادار یې په یو لوی سفر له خپل زوی سره ولیږل او چې کله بیرته راغی، د خپلو بادارنو په لیدو یې خوند اخست.

څه وخت وروسته یې بادار  په یو لوی سفرله سپین داړي سره روان شو،وروسته د یو کن کلا ته ورسیده او هلته یې  تجارت شروع کړ او ډیر شتمن شو، دومره پیسې یې پیدا کړي چې دده تر فکر ډیر زیاتې وي او سپین داړي هم مزې وي د تور پوستو سپیان به یې داسې په چل سره خواړه ، چې تر اخیره څوک ورباندې خبر نه شو.

په سپين پوستو کې یوه سپين پوسټي (بيوټي سمټ) چې سپين داړی ولید ، نو یې ډير لیواله شواو له ګری بیور څخه یې د سپين داړي غوښتنه وکړه، خو ګري بیور چې شتمنې یې پریمانه وه ځواب يې ور کړل، خو بیوټي سمت چې زورور او کینه ګر سړی وه، ګری بیور یې په داسې څه اخته کړل چې په څو ورځو کې یې شتمنې له لاسه ووته، ګری بیور ته به یې هره ورځ شراب راوړل، تر څو یې شرابي ترې جوړ کړل او اخیر ګري بیور خپل سپین داړی د څو بوتلو په بدل کې ور باندې خرڅ کړل، څوڅله یې سپين داړی بوت، خو بیرته به خپلې وفا له کبله د ګري بیور خیمې ته راغی، حو اخیرې ځل چې د ګرې بیور خیمې ته راغی. ګري بیور څو لرګا وواهه او په ځنځير یې وتاړه او دی زانګې وانګې د کور په لور روان شو. سپين داړی د بیوټې سمت غلام شو او بیوټې سمت په یو قفس کې بندي کړل او بیرته یې یو وحشي حیوان ترې جوړ کړل او په قفس کې به له بل حیوان سره جنګول، سپين داړی چې قهر یې بیوتي سمت ته راتلل او غچ به یې له خپل سیال څخه اخست ،نور نو سپین داړی هغه رام حیوان نه وه، دا وحشت یې دومره مشهور شو چې د شاوخوا سیمو خلکو په وحشت پژندل او په یوازې سر به یې به یې دریو څلورو حیواناتو ته ماتې ورکوله او بیوټي سمت به پیسې وراندې اخستې، په نیږدې سمه کې يې سیال نه پيدا کیده ، وروسته یې یوې بلې سیمې ته بوت، هلته به بیوټې سمټ شرطونه پرې تړل او خلکو چې  به جنګ ولیدل ورته حیران ؤ، په یو ځل له یو نادره سپي سره مخامخ کیږي دا سپی بول ډاګ نومیده، پښې یې لنډې، تګ یې دروند او څیره یې احمقانه او ګنګسه وه، کله چې میدان ته ښکته شو، ننداره چيانو ور چیغې کړه: هله راویې نیسه….!

کله چې سپين داړي ولیدل ،یو عجبه حیوان ورته ښکاره شو، بول ډاګ یې بادار څو وارې په ملا لاس ور تیر کړل او میدان ته یې په سپین داړي ور خوشی کړل، خوله هغې خوا سپين داړی وار ورباندې وکړل او یو غوږ یې ترې پرې ګړل او څو نور وارونه یې پرې وکړل، د بول ډاګ یې ټول بدن ور زخم زخم کړل، سپین داړي غوښتل چې تر مرۍ یې ونسي او کار یې ور خلاص کړي، بل خوا بول ډاګ د مرۍ نیولو ته له ډیره وخته انتظار ؤ، سپین داړي ناڅاپه ور حمله کړه او دا یې لومړی ځل وه، پښه یې خطا او ولویده، خو چې تر څو جګیده، بول ډاګ یې مرۍ نیولې وه، هر څو چې زورونه ووهل او بول ډاګ یې پسې کش کړل ، مرۍ يې خلاصه نه شوه او بل خوا یې بول ډاګ مرۍ وار په وار تنګوله، خو اخير له ننداره چیانو دوه نفره چې نوی راغلي ؤ، میدان ته ر ښکته شؤ، نورننداره چیانو منعه کول ،خو مخه یې ونه نیوله.

بیوټي سمټ ورغلی، خو سکاټ ورته وویل: ته وحشي یې وحشي.

اخیر یې د سپين داړي قمت بیوټي سمت ته ورکړل او سپین داړی یې په څه زورو له بول ډاګ څخه د خپل ملګري (مټ) په مرسته خلاص کړل.

سپين داړی يې بوت او سکاټ غوښتل چې په سر یې لاس ور تیر کړي، خو سپين داړي ور حمله کړه او لاس یې ور وینې کړل مت ته قهر ورغی سکات ته یې وویل نه مې درته ویل،چې دا وحشي د ساتلو نه دی؟

سکاټ ورته وویل چې ګنا زما ده ، ما باید لاس نه وای ور وړی.

په دا بله ورځ یې د مت لاس ور ژوبل کړل، سکاټ ته ډیره غوسه ورغله، په سپين داړي یې وار کاوه ، خو مټ منعه کړل.

سکاټ په هره ورځ د سپين داړي د رام  کیدو کوښښ کاوه، اخیر بریالی شو او سپين داړی داسې اموخته کړل، چې سهار او ماښام به د سکاټ لیدلو ته منتظر ؤ.

نور یې وحشت پریښود او د سکاټ د دروازې مخې ته به لکه پېره دار ولاړ وه. له سکاټ سره یې دومره مینه پیدا شوه، چې یو ځل سکاټ په یوه لوی سفر ترې ولاړ، سپين داړی پسې داسې مريض شو چې له ځایه نه شوای پورته کیدای، خوراک او څښاک یې نه ؤ، ټوله ورځ به ویده.

مټ (د سکاټ د کور ساتوونکی) چې سپین داړی په دي هلته ولیدل، نو يې ورته لیک وليږل، چې که را نه غلي سپين داړی دي مري، حو ورځي وروسته سکاټ راغی او هم ترې خپه او هم ورته خوښ شؤ.

کله چې سکاټ له سفر څخه راغی، سپين داړی به هر ځای پسې ؤ او یوازې یې بیخې نه بریښود.

یوه شپه سکاټ او مټ ویده ؤ، چې د باندې له خوا غوږا راتله کله چې سکاټ ورغی سپین داړي یو نفر را تخته کړی، سکاټ دستي ترې خلاص کړل، کله چې په دا بل مخ را واړل، بوټي سمټ ؤ، له بغله  یو ځنځیر ؤ.

سکاټ سپین داړي ته وویل: چې بیولي یې، راځه ښه کار دي وکړل.

څو ورځي بعد سکاټ او مت د سفر تیاری نیول او پت پت غږیده، تر څو سپین داړی خبر نه شي او پت ولاړ شي، خو سپین داړي دوي له وخته څارل، د سکاټ د تلو وخت را ورسیده، سکات کور او سپین داړی مټ ته وسپارل، سپین داړی یې دننه ور وغوښت، مټ ته یې وویل چې ته به د شا در وازه او زه په د مخې دروازه بنده کړم، کله چې له کور روان شو. له څه وخت وروسته یې د سپین داړي یوه زوروره کوکه واوریده او بیا غلی شو، خو چې د کښتۍ ځای ته ورسیده، له شا سپین داړي هلته ځان پسې ور ورسول.

مټ ته غوسه ورغله سکاټ ته یې وویل: ما خو د شا دروازه بنده کړه، تا د مخې دروازه بنده کړه؟

سکاټ وویل: هو.

سکاټ سپین داړي ته غږ کړل، خو چې کله یې سپین داړی ولید، نس یې څیرې شوی ؤ او بدن یې په وینو ؤ. سګاټ وویل چې له کړکۍ راوښتی دی

 مټ خپله نیکټایي خلاصه کړه چي سپين داړی ور باندې وتړي، خو سکاټ وویل ،چې نور د سپين داړي له غمه خلاص یې.

له مټه یې خدای په امانې واخسته او له سپين داړي سره روان شو.

سپين داړي د لومړي ځل لپاره بازار،مارکیټونه او قسم قسم خلک لیدل او ډیر ورته حیران وه، په سفر کې یې بادار له موټر ښکته شو، سپين داړی له بکسو سره داسې ولاړ ؤ لکه پېره دار.

وروسته یوه کلي ته ورسیده او په کلي کې یوې سپۍ په سپيڼ داړي حمله وکړه، خو سپين داړي چې بیرته حمله ورباندې کول پام يې شو چې هغه سپۍ ده.

وروسته سکاټ کورته ورسیده هلته یې مور په غیږ کې ونیول، سپين داړی ورته په غوریدا شو، سکاټ په اشاره پوه کړل چې غلی شه.

کله چې پلار سپين داړی ولیدل زوی ته يې وویل: دا لیوه څه کوي؟ څوک به وخوري.

سکاټ وویل: دا څوک نه خوري

سپين داړی په کور کې بلد شو او له نورو سپیانوسره هم بلد شو.

څه وخت وروسته یې د یوه سړي لاس ژوبل کړل او د چرکانو په غار برابر شو پنځوس چرګان یې مړه کړل، کله چې د سکاټ پلار قاضي چرګان ولیدل، سکاټ ته یې وویل: چي مادرته ویلي ؤ چې دا د ساتلو نه دی.

سکاټ ورته وویل: چې زه يې پوه کوم.

نو یې ټول چرګان را واخستل او د سپين داړي مخې ته یې وځړول اوسپین داړی یې پوه کړل چې بیا داسې کار ونه کړي، سپين داړی دا هم زده کړل چې کورنې حیوانات به نه خوري.

په د ا بله ورخ قاضي قصداً د چرګانو غار ته ور پریښود، خو لیوه د خوړلو خلاف هلته پریوت او ویده شو، لیږ وخت بعد یې نفس تنګ شو او د غار بام ته وخوت او له هغې لارې بهر را ووت.

یوه ورځ سکاټ خپل آس ته له خطرناکو ځایونو اوښل ور زده کول، یوې دښتې ته له سپين داړي سره ولاړ.

هلته یو دوه متره کاریز ؤ، آس ته یې په نس کې سوکان ورکول، خو آس نه تلل د سپين بادړي ته په وهلو غوسه ورغله او یوه لو کوکه يې وکړه، په دې کوکې سره آس په بله خوا منډه واخسته، د آس مخ ته یو دم سوی پيدا شو، آس یې وډار کړل، خو چې کله را تاویده آس ولویده، سپين داړي د آس په مرۍ ور حمله کړه، خو بادار یې لویه چیغه پرې وکړه، آس یې پریښود بادار ته راغی خو د بادار یې لینګی مات ؤ. قلم او کتابڅه یې وکته نه وه، سپين داړي ته یې وویل،چې ورشه څوک را خبر کړه، خو سپيڼ داړي یوازې نه پریښود، اخیر مجبوره شو او منډې یې کړي، کله چې کورته ورسیده د کور کسان یې په تفریح را وتلي ؤ، دوه ماشومنو غوښتل چې لوبې ورسره وکړي، خو دی ورته وغریده، د سکاټ مور وویل دا به اخیر څوک مړه کړي. سپين داړی قاضي ته ورغی، د څّه ویلو هڅه یې کول، خو نه یې شوای وی، هغه له ځانه لري کړل. دسکاټ میرمنه یې ولیده ور منډه یې کړه او تر لمن یې ونیوله هغې چيغې کړي ، قاضي استه کړل او وویې ویل دا حیوان ولې نه ورکوي، په دي وخت کې د سکاټ ترور وویل: دا لکه چې څه وايي!  سپين داړی یوه لویه کوکه وکړه، څو نفره ورغله سکاټ یې را ووست. قاضي سپین داړي ته وویل: چې ته خو تر ټولو هوښیار یې. نور نو سپين داړی یو وحشي حیوان نه ؤ، یو داسې کورنی حیوان ؤ لکه د کور یو غړی، له کولي او  سپيان سره به د یو ملګري په څیر ګرځیده او خپل ساتیري به یې کول.

وروسته کیسه داسې شوه، چې له (سان کويڼټین) له زندانه د (جیم هال) د تښتیدو خبر هم دولتي او هم ملکي خلک له اندیښنو سره مخامخ کړل. جیم هال یو داسې انسان شکله ځناور ؤ، چې د دنیا له هر ډول وحشي نه خطرناکه ؤ.

ټول عمر یې په زندان کې تیراوه، څومره چې به ټولنه ورته بې رحمه کیده ، همدومره یې وحشت زیاتیده. د ژوند یوازینۍ ډالۍ یې زندان او د سزاوو لیدل ؤ.

په دریم ځل بندیتوب کې کټمټ د ځان په شان ځناور ور سره مخامخ شو، له ده سره ترې داړي او له هغه سره وسله وه، یو وار یې سره جنګ شو.د پیره دار مرۍ یې ور څیرې، وینه یې ترې وڅښله او نیږدې وه چې مړ شوی وای. سزا یې زیاته او د نه اصلاح کیدونکو مجریمانو زندان ته وا چول شو، دغه زندان له اوسپني څخه جوړ ؤ.

څه وخت بعد له زندانه په داسې توګه تښتیدلی ؤ، چې د دریو پیره دارانو مرۍ یې څیرلی وي او په بې رحمۍ یې وژلي وو، د جیم هال د تښتیدل ټول خلک اندیښمن او وارخطا کړل، حکومت یې په سر انعامونه کیښودل، ساتونکي او پولیس یې پسې واستول او ډول ډول سپیان یې هم پسې واستول، ګروندګرو د انعام لپاره ټوپکي را واخستي او په غرو، رغو کې پسې ګرځیدل.

دا خبر د سکاټ تر کلي هم ورسیدل، د سکاټ پلار چې د جیم هال د درېیم ځل  بندي کول په وخت کې قاضي ؤ او د شتوو اسنادو له مخې  په پوره آیمانداي یې د جیم هال د بندیدو پریکړه کړي وه. خو جیم هال چې د بندي کولو په وخت کې نه اصلاح کیدونکي زندان ته بیول، په لار کې یې د سکاټ پلار ولیدل، حیوان غوندې یې ورته وکتل، یو لویه کریغه يې له خولې ووته او قاضي څخه یې د غچ اخستلو ژمنه وکړه.

قاضي غوښتل چې خپلو کورنۍ غړو ته  تسلي ور کړي، خو هغه ټول ویریدلي ؤ. بل خوا جیم هال خپل دښمنان په نوبت وژل، خو پیداکولو یې حکومت او عوام دواړه ستړي او نا هیلې کړل.

د سکاټ میرمن چې کله په دي حال خبره شوه، نو له سپین داړي سره يې پټ راز پيدا شو، کله چې به ټول ویده شول، د سکاټ میرمنې به سپین داړی په صالون کې خوشی کړل او سهار به یې تر ټولو مخکې خپل ځای ته ورسول.

یوه ورځ چې سپين داړی په صالون کې پروت ؤ، یو نا آشنا بوی یې حس کړل او له ځایه سوکه جګ شو، نا آشنا کس ارامه صالون ته را داخل شو، د قاضي کوټې ته یې وکتل، خو کله چې پورته روانیده، سپين داړي ناڅاپه حمله ورباندې وګړه او دواړه په ځمکه ولویده ،وروسته د حیوان غوندې کریغې شوي او د څو ډزو غږونه واوریدل شو. سکاټ او قاضې له وسلو سره په احتیاط را ښکته شوو. یو طرف ته سپين داړی او بل طرف ته یو کس پروت ؤ، کله چې سکاټ په دا بل مخ را واړول، پلار یې چیغه کړه.

 دا خو جیم هال دی!

سپين داړي د سلامي په ډول خپل بادار ته لکۍ و ښوروله، خو چې کله را پورته شو بیرته په ځمکه ولویده. قاضي سمدستي جراح ته زنګ وکړل، کله چې جراح راغی او سپين داړی یې ولید، نو یې وویل دا په زرو کې یو فیصد د جوړیدو امکان لري، ځکه چې دوه پښتۍ یې په سږو کې ننوتي او دری مرمۍ یې د بدن په بیلابیلو برخو خوړلي. قاضي وویل دا یو فیصد امکان هم باید وازمویي، څومره پیسې چې په کار کیږي و یې لګوه، خو دا باید حتمن جوړ شي.

څه وخت وروسته یې بدن په جوړيدا شو، قاضي غوښتل چې نوکر ورته ونیسي خو لورانو یې وویل ،چې موږ یې خپله خدمت کوو.

یو وخت یې لورانو د تفریح لپاره د باندې ویستل، هلته یې کولي له شپږو کونګرانو سره ولیده، چې تازه یې سترګي لوڅي کړي وي. سکاټ یو کونګری را واخست، د سپين داړي په شا یې کښينول، سپین داړي لمده ژبه پرمخ ور تیر کړه ، وروسته نور کونګریان هم را غلو او سپين داړي سره يې ساتیری شروع کړل.

 ۲ـــ د ناول پلاټ: پلاټ د علت او معلول پر اساس د پيښو نه شلیدونکي تړاو ته پلاټ وايي.

سپين داړی ناول د جوړښت له پلوه منظم پلاټ او د کیسې له پلوه پیچلی پلاټ لري.

بیلګه یې: بیوټي سميټ له ګری بیور څخه د سپين داړي غوښتنه وکړه، خو ګری بیور چې شتمنې یې ځای نه لرل سپین داړی ورنه کړل، نو بیوټي سمیټ کری بیور په شرابو اخته کړل او د شرابو په بدل کې سپين داړی ترې واخست.

۳ــــ په ناول کې تلوسه: تلوسه د داستاني ادب هغه برخه ده چې لوستونکی د داستان لوستلو ته هڅوي.

د تلوسې بیلګه: د سرمښانو غوندې ګونډې وهلي وي او په یو ځای ډول یې له خولو اوږدې کوکې وتي.

سپيدې وچاودې، اور په ختمیدو وو، هنري غوښتل چې د اور لپاره لرګي راوړي، خو مخې ته یې سرمښان را شنه شول. د هغو د شړلو لپاره یې څو د اور لرګي د باندې وغورځول، خو هغه ونه ډار شول یوازې ځانونه یې ترې بچول. د هنري سر خلاص شول چې جګړه نوره ګټه نه لري.حیران او لړزانده په خپله بستره کیښناستل.

۴ـــ په ناول کې کرکټر: يه داستاني ادب کې چې پيښې زیږوي یا پيښې ورته پيښېږي د کرکتر په نامه یادیږي.

کرکټر انسان،حیوان او یا بل څیز کیدای شي.

ـــ په ناول کې مرکزي کرکټر: په سپين داړي ناول کې مرکزي کرکټر سپین داړی سرمښ دی.

ـــ په ناول کې متخاصم کرکټر: په دې ناول کې متخاصم کرکټرونه (ګری بیور، لیپ لیپ، بیوټي سمیټ او سکاټ ) دي.

۵ـــ منظرکشي: منظرکشي د ناول پیښه یا پيښې چې په کوم زمان او مکان کې پيښيږي، د هغه ځاي او وخت تصویر وړاندې کولو ته منظرکشي وايي.

ـــ طبیعي منظره: د کنګل سیند دوو خواوو ته د ناجو د ونو له راز او ګواښه ډک ځنګل بروت ؤ. یو تازه توند باد د ونو له څانګو واورینې جامې څنډلي وې او دا مهال رنګ الوتی د لمر تر وړانګو لاندې د غروب پر لور روان ایسیده.

 ــــ ټولنیزه منظره: خوب یې لیده، چې په یوه ګرمه خونه کې پر یو نرم خاې ناست او له خپل ملګري سره پتې کوي. ویې لیدل چې په ښار د سرمښانو یوه لویه ګله چاپیره شوي ده. دوي کله نا کله لوبه دروی او د سرمښانو په انګولا د زړه له تله وخاندې. نا څاپه یو خطرناک غږ پورته شي. د کلا دروازه خلاصه او سرمښان را ننوزي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب