Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمجاهد وايي، په ترانزیت کې د پاکستان د بیا بیا خنډ له...

مجاهد وايي، په ترانزیت کې د پاکستان د بیا بیا خنډ له کبله په متبادلو لارو پسې ګرځي

تاند (سې شنبه، د عقرب ۹مه) د پاکستان له لوري د افغانستان د صادراتي او وارداتي مالونو په وړاندې د لارو د بیا بیا بندېدو او خنډونو له کبله د طالبانو حکومت وايي د متبادلو لارو په لټه کې دي.

د پاکستان له لوري افغانستان ته پر وارداتي مالونو د مالیو د لګولو او د ترانزیت په لارو کې د خنډونو له زیاتولو وروسته د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل، کابل د پاکستان د لارو پر ځای د نورو ترانزیتي لارو د موندلو لپاره کار پیل کړی او هڅه کوي چې افغنستان ته د وارداتو خوندي لارې ومومي.

مجاهد له پاکستان څخه د دې غوښتنې په ترڅ کې چې د دوو هیوادونو ترمنځ پر سوداګري موافقې ژمن پاتې شي، وویل:«د افغانستان حکومت هم د سوداګرو په وسیله او هم له دیپلوماتیکو لارو اقدامات کړي، خو اوس افغانستان د متبادلو ترانزیتي لارو په لټه کې دی.»

پاکستان په وروستیو کې په خپل سر افغانستان ته د ترانزیت کېدونکو تجارتي مالونو ګمرکي محصول ۳ برابره لوړ کړی او ورسره هممهاله یې د یو شمېر جنسونو د ترانزیت د پروسې وخت له ۳ ورځو ۱۰ ته ډېر کړی او د یو شمېر مالونو ترانزیت یې کاملاً منع کړی دی.

پر دې سربېره پاکستان هر وخت چې یې زړه وغواړي خپلې لارې د افغانستان پر صادراتي مالونو بندوي، په تېر بیا د افغانستان د میوو د صادرېدو په اوج کې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...