شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهپاکستان: ۲ سوه زره افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته...

پاکستان: ۲ سوه زره افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۹مه) د پاکستان حکومت ادعا کړې، چې په تېرو دوو مياشتو کې د پاکستان نه دوه لکه افغانان په خپله خوښه بيرته ستانه شوي دي.

پاکستان هغو افغان کډوالو ته، چې دوی یې ناقانونه بولي او شمېر یې ۱،۷ میلیونه تنه ښودلی، د نننۍ ورځې تر پایه له پاکستانه په خپله خوښه د ستنیدو مهلت ټاکلی.

له دې سره راپورونه څرګندوي، چې پاکستاني حکومت اکثره دغه کډوال له بندي کولو، پر کورونو یې له چاپو اچولو او نورو ځورونو وروسته وتو ته اړ ویستي دي.

په پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ ويلي، په تېره يوه میاشت کې یوازې په تورخم 18350 کورنۍ بیرته تللي چې وايي ټول پکې 120000 کسان وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي پرون یوې خبري غونډې ته ويلي، د ټاکلې نېټې (31م اکتوبر) وروسته چې څوک پاتې شي، نيول کیږي او په زوره افغانستان ته استول کیږي.

هغه دا هم ویلي، چې له ناقانونه کډوالو پرته نور هغه کډوال چې د پاکستان مهاجر کارتونه لري، هم په تدریجي ډول خپل هېواد ته استول کیږي.

سرفراز بګټي د جيو تلویزون په يوه پروګرام کې ویلي وو، ټول افغانان به بيرته خپل هېواد ته لېږل کيږي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال چې هیڅ سند نه لري، يا یې په غېر قانونه توګه اسناد ترلاسه کړي، او په دويم پړاو کې به افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي کارډ لرونکيACC) لرونکي او د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ کډوال بيرته ليږي.

خو بګټي نه وو ویلي چې دويم پړاو به د کله نه پېل کيږي.

پاکستان په وروستيو کې څو ځله تور لګولی چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي او پاکستان کې سږ کال څو ځانمرګي بريدونه هم افغان وګړو کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم دا تور رد کړی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې د پاکستان پر پوځ ثابتولی شي چې په سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو لوی عامل، روزونکی او خورونکی دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی د پاکستان څخه غېر اسناد لرونکو افغانانو شړل د بشري حقونو د ناورين سبب کیږي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب