جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهتورخم ته د ملا حنفي په مشرۍ د لوړپوړو چارواکو سفر

تورخم ته د ملا حنفي په مشرۍ د لوړپوړو چارواکو سفر

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۹مه) د طالبانو د ریاست الوزرا د مالي او اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دوی یو لوړ رتبه پلاوي د بېرته ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه تورخم ته سفر کړی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي ادارې ویلي ، په دغه پلاوي کې پر ملا حنفي سربېره د اطلاعاتو او کلتور وزیر خېرالله خېرخوا، د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني، د مالیې وزارت مالي معین مولوي عبدالکبیر احمد، د  طالبانو د ویاند مرستیال ویاند بلال کریمي، د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم اخند او یو شمېر نور چارواکي شامل دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه پلاوی به تورخم ښارګوټي کې هېواد ته د ستنېدونکو ګډوالو ستونزو او مشکلاتو ته د رسېدو او هلته د شته خدماتو ارزیابۍ په موخه اړین اقدامات ترسره کړي.

نن په پاکستان کې ناثبت شویو افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل وروستۍ ڼېټه ده، چې د پاکستاني چارواکو په وینا تر دې وروسته به یې هلته نیسي او په جبر به یې خپل هېواد ته استوي

له پاکستانه ویستل شوي کډوال بیا وایي چې تر دغه مهلت مخکې هم ورسره ناوړه چلند شوی، خو طالب چارواکي په دې اړه څه نه وایي.

1 COMMENT

  1. هغه د انکر او منکر وزیر ولې نه ده ورغلي ، ښه که کوم یو مهاجر سنت شوی نه وي ، څنګه یې کوې ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب