یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین: د پاکستان صدراعظم په افغان پاسپورټ برېتانیا کې اوسیده

منظور پښتین: د پاکستان صدراعظم په افغان پاسپورټ برېتانیا کې اوسیده

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۹مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ تورن کړ ، چې د افغانستان په پاسپورټ یې برېتانیا کې ژوند کړی دی.

پښتین په یوه تلویزوني مرکه کې دا هم وویل، چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره افغان کډوالو ته پناه ورکړې وه، جنګولي یې وو او اوس د خپلو ګټو لپاره دوی بیرته وباسي او ټول نړیوال بشري نورمونه نقضوي.

هغه په دې اړه چې له دې کار څخه پاکستان څه موخې لري، څو دلایل وړاندې کړل.

د پښتین په باور یو دلیل دا دی، چې دغه هېواد په پاکستان کې له افغان کاروباریانو په دې نوم چې له پاکستانه یې وباسي، باج اخلي.

د دې ترڅنګ له نړیوالو مرستندویانو هم د افغان کډوالو د پناه ورکولو په نوم مرستې ترلاسه کول هغه د پاکستان بل هدف وباله.

ښاغلي پښتین په دې اړه، چې آیا پاکستان د کډوالو له مسئلې په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم د فشار لپاره استفاده کوي کنه، حیراني وښوده.

هغه زیاته کړه، چې له یوه لوري همدا خبره اوري، خو بل لور ته چې د پاکستان پر وړاندې د طالبانو د رژیم د چارواکو څرګندونې ویني، باور یې نه کیږي چې پاکستان دې د هغوی د رژیم خلاف وي.

بښتین په دې برخه کې، د پېښور لپاره د طالبانو د کونسل وروستۍ مرکې ته اشاره وکړه، چې د قسم له یادولو سره یې ځان پر باکستان مېن وباله او د افغان کډوالو ویستل یې د دغه هېواد کورنۍ موضوع وبلله.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په باکستان کې د افغان طالب مشرانو د کورونو او کاروبارونو موجودیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، نه پوهیږي چې هغوی به هم وباسي کنه؟

منظور پښتین دا هم وویل، چې په ترهګریزو پېښو د افغان کډوالو تورنول بې اساسه دي.

د ده په وینا، که هر څوک ورسره د ترهګرۍ د عواملو په اړه بحث کوي، دی چمتو دی او ثابتوي چې د ترهګرۍ د زیږیدو، تمویل او استعمال ټولې چارې د پاکستان پوځ مخې ته وړي او دغه پوځ او جنرالان یې په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي سرچینې دي.

د پاکستان پوځ او چارواکو د ښاغلي پښتین څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    زه فکر کوم، یوازینی مشر چې د زړه له تل نه د پښتنو/افغان په کړاوونو،دردونو، غمونو او دربدریو سپکاویو… خوږیږي همدی ځوان ډاکټر منظور دی او سل په سلو کښې صحيح د اوضاعو تحلیل کوي. دا نور د اڅکزی په شمول پوکې پسکۍ ولي…
    -تاسو دا کوګخولي د کاتل راوا انور سکني انوار الحک ته وګورئ. نمک حرامه د افغان نوم او پاسپورټ نه صدکه شې
    -له بلې خوا پخوانی افغان حکومت او انګلستان کې چارواکي هم ملامت دي چې داسې کوګخولو ته ؛چې د کاکړو دروند قوم نوم ې هم بد کړ؛لکه ا بل عمرانک چې د وزیرستان -ميان والۍ اونیازیو نوم بد کړی وو!!د اوسیدلو او سټډی امکان ورکوی
    * مهم د پي ټي اېم مبارزینو ملګرو د عدم تاو تریخوالي مزاحمتي د غورځنګ موخې او ترانو عملي کول دي
    اِس کي پیچهې ویردی هین؛ دا څنګه آزادي ده؛ انقلآاب !!!.پخپله خاوره خپل اختیار جنت ده!

  2. سلام!
    پرون می د همداسی یو خبر لاندی دغه تبصره یا کمنت لیکلي وو او نن یی دا دی بیا په تکرار لیکم:

    Homeخبرونهبوګټي: ټول افغان کډوال، قانوني او ناقانوني په څو پړاوونو کې له…
    خبرونه
    بوګټي: ټول افغان کډوال، قانوني او ناقانوني په څو پړاوونو کې له پاکستانه باسو
    تاند
    خبریال:
    تاند
    اکتوبر 30, 2023
    5
    1344
    Facebook

    سرفراز بوګټي
    تاند (دوشنبې، د عقرب ۸ مه) د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي پرون اعلان وکړ چې له پاکستان څخه به ټول پردي اتباع، چې اشاره یې افغانانو ته وه، په څو پړاوونو کې په بشپړ ډول وایستل شي.

    ده جیو نیوز تلویزیون ته وویل، په لومړي پړاو کې به هغه پردي وایستل شي چې په پاکستان کې د اوسیدو هیڅ اسناد نه لري او یا یې د پاکستان جعلي اسناد جوړ کړي دي.

    ادعا کېږي چې لسګونو زرو افغانانو د پاکستان شناختي کارتونه اخیستي دي.

    په بلوچستان او نورو صوبو کې د پاکستان د احصایې ملي ادارې (نادرا) د ټولو هغو کسانو چې په تېرو ۴ لسیزو کې یې د پاکستان د هویت کارتونه (شناختي کراتونه) اخیستي دي، له سره ارزوي.

    په دې لړ کې نادرا وايي چې په بلوچستان کې د ۷۰ زره تنو د هویت کارتونه ورته جعلي ښکاره شوي چې په اړه یې پلټنې کوي او د اوس لپاره یې د هغوی کارتونه د مشکوکو شناختي کارتونو په توګه ځنډولي دي.

    د پاکستان د لنډمهال حکومت د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل، په بل پړاو کې به هغه افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي چې د کډوالو په توګه ثبت دي یا په پاکستان کې په قانوني ډول اوسي.

    پاکستان ادعا کوي چې په دغه هیواد کې ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي چې د هغو ۱۴ افغانانو کړي دي.

    بوګټي ټینګار وکړ، تر ټولو مخکې به هغه افغانان د پاکستان له خاورې وایستل شي چې د پاکستان د هویت کارتونه یې په جعلي ډول جوړ کړي دي.

    د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا هم وویل چې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له لوري د کډوالو په توګه په رسمیت پېژندل شوي افغان کډوال به هم په پاکستان کې پرېنږدي.

    ده وویل:«حکومت ټول بې اسناده کډوال هڅوي چې د نوومبر تر لومړۍ مخکې له پاکستانه ووځي.»

    دې ته په پام چې د نوومبر لومړۍ ته یوازې دوې ورځې پاتې دي او له ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانانو څخه، چې د پاکستان په وینا اسناد نه لري، یوازې څو زره افغانستان ته بېرته راغلي دي، عملاً ممکنه نه ښکاري چې تر یو نیم میلیون زیات کډوال دې په دومره لنډ وخت کې افغانستان ته راشي.

    بوګټي وايي چې د پنجشبې او جمعې ترمنځ له ۱۵ زره تر ۲۰ زره بې اسناده افغانان خپل هیواد ته اوښتي دي.

    Facebook
    Previous article
    قلمونه
    Next article
    ننګرهار کې د زیتونو حاصل ۵۰ سلنه زیات شوی
    نور تازه موضوعات
    خبرونه
    پاکستان: ۲ سوه زره افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي
    احمدي / – اکتوبر 31, 2023
    خبرونه
    تورخم ته د ملا حنفي په مشرۍ د لوړپوړو چارواکو سفر
    احمدي / – اکتوبر 31, 2023
    خبرونه
    منظور پښتین: د پاکستان صدراعظم په افغان پاسپورټ برېتانیا کې اوسیده
    احمدي / – اکتوبر 31, 2023
    5 COMMENTS
    پسرلی اکتوبر 30, 2023 At 10:52 am
    لعنت د خرڅ شوی طالب باندی وی چی په مقابل کښی یې هیڅ هم نه وایې که پاکستان فکر کوی چی نا امنی افغانانو راوړی ده نو دغه افغانان چی پاکستان یادوی دوی پاکستان ته داسی دی لکه لنګه غوا مفاد ورته رسوی ضرر نه او پاکستان که واقعاً امن غواړی نو د طالبانو کورنی دی اول وشړی چی نا امنی خپروی دا دپاکستان ماشومانه سیاست باندی هر افغان پوهیژی افغانان دی په عزت خپل مملکت ته راشی او وروسته هر پاکستانی چی له دیورند کرشی را اوړی که تجار وی مه لاری وی نیسی دی مال دی اخلی دوی دی بیرته شړی نور طالب ته وخت مع ورکوی خپله لاس پکار شی او دا دپاکستان غلام طالب هم ورک کړی که لاس یو کړی او قلمی جنګی او چرکی مبارزه شروع کړې دا غلام طالب به ډیر زر ورک شی اول خو پردو دا مفته ډوډی بنده کړی هر چړی او ملا چی دروازه ټکوله لکه سپی رټی او له دروازی څخه یې شړی

    Reply
    Omid اکتوبر 30, 2023 At 7:22 pm
    خو هغه پاکستانیان به څنګه شي د پاکستان حکومت ورته د افغانستان جعلي تذکری او پاسپورتونه جوړ کړي او د افغانانو په نوم یی اروپا، امریکا، کاناډا، استراليا او نورو هیوادونو ته استولي دي او هلته د افغانانو په نوم د افغانانو حق خوری، پیسی پاکستان ته لیږي خو جرمونه، جنایات، قاچاق او نور ناوړه او غیر انسانی کارونه د افغانانو په نوم ترسره کوي. يوازي په لويديځه یا غربي اروپا کی ٧٠٠٠٠ اويا زره پاکستانیان د افغانانو په نوم ژوند کوي.
    افغانان باید د دي پاکستانیانو د افشا کولو او نورو د راتګ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي او د اروپايي هيوادونو له پولیسو، استخباراتو، د مهاجرينو د ادارو له مسؤلینو او د بهرنیو چارو له وزارتونو سره په تماس کي شي.
    او همدا رنګه د افغانستان له حکومت سره په دی اړه خبري او بحث وکړي.

    Reply
    Omid اکتوبر 31, 2023 At 3:51 am
    خو هغه پاکستانیان به څنګه شي چی د پاکستان حکومت ورته د افغانستان جعلي تذکری او پاسپورتونه جوړ کړي او د افغانانو په نوم یی اروپا، امریکا، کاناډا، استراليا او نورو هیوادونو ته استولي دي او هلته د افغانانو په نوم د افغانانو حق خوری، پیسی پاکستان ته لیږي خو جرمونه، جنایات، قاچاق او نور ناوړه او غیر انسانی کارونه د افغانانو په نوم ترسره کوي. يوازي په لويديځه یا غربي اروپا کی ٧٠٠٠٠ اويا زره پاکستانیان د افغانانو په نوم ژوند کوي.
    خو که په امریکا، کاناډا، نیوزیلاند، استرالیا، انګلستان، شرقی یاختیځه یاختیځه اروپا او د نړی په نورو هیوادونو کی ټول پاکستانیان چی د افغانانو په نوم یی پناه او تابعیت اخیستی وشمیرل شی نو شمیر یی تر میلیونونو کسانو رسیږی چی دا ټول پاکستان ته ګټی استوی او پاکستان پری آباد دی.
    افغانان باید د دي پاکستانیانو د افشا کولو او نورو د راتګ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي او د اروپايي هيوادونو له پولیسو، استخباراتو، د مهاجرينو د ادارو له مسؤلینو او د بهرنیو چارو له وزارتونو سره په تماس کي شي.
    او همدا رنګه د افغانستان له حکومت سره په دی اړه خبري او بحث وکړي.
    مننه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب