(چیغې) لنډه کیسه اغلې شریفې شریف لیکلې، چې د هغوی په وروستۍ ټولګه (چا او چا ویل) کې چاپ شوې ده. د ډېرو کیسه یې ځکه بولم چې د ډېرو پټو خولو په زوره چیغې پکې اورو. ښاپېرۍ (د دې کیسې اصلي کرکټره) هغه نجلۍ ده، چې له خپلو هيلو منعه کېږي. دا کیسه یوازې د دې نه ده؛ بلکې د ډېرو افغانو په تېره پښتنو نجونو ده. د ښاپېرۍ له مړینې وروسته د هغې خور یو لیک پیدا کوي چې پکې لیکل شوي:
(زما ارمانونه ډېر وو خو د يوه د پوره کېدو هیله مې هم نه درلوده. زه پروسږکال چې اتم ټولګي نه فارغېدم، د حمیدې غوندې مې تارونه وتړل چې پلار لیسې ته د تګ اجازه راکړي. هیڅ هم ونهشو، نه د دې زیارت، نه زما د ژړا ګانو او نه د مور زاریو زور په پلار ورسېد. همدا نه یې چې وکړه، نه پاتې شوه. چې د ښوونځي نه پاتې شوم، نور ارمانونه هم پسې میرات شول.) (شریف، ۲۰۲۲: ۴۸)
دا درد یوازې د ښاپېرۍ نه دی، ډېرې نجونې د دې په څېر له زده کړو محرومې وې، چې اوس دا غم د ټولو افغانو نجونو دی.
یو بل څه چې زه یې د ښاپېرۍ او ډېرو نورو پښتنو شریک درد بولم هغه د دود زولنې دي. دا میینه ده؛ خو ان د خپل میین د نامه پوښتنه نه شي کولی دا خبره خو بیخي لرې ده، چې د هغه په اړه دې خپل احساس بیان کړي.
اوس به راشم دې ته چې (چیغې) ولې د ځینو کیسه بولم؟
د ښاپېرۍ په لیک کې لولو:
(زما خو د ژوند ټوله کيسه هماغه ورځ همدې زیارت کې پیل شوه.) (شریف، ۲۰۲۲: ۴۷)
ولې یې د ژوند ټوله کیسه په هماغه ورځ پیل شوه؟
څه پېښه وشوه چې ښاپېرۍ یې د ټول ژوند پیل بولي؟
یونګ وایي: د هر نارینه په لاشعور کې د یوې داسې ښځې انځور شته چې د ده لپاره تر ګردو ښځو منلې ده. هره ښځه هم پخپل لاشعور کې یو ایډیال لري. یونګ د نارینه د لاشعور ښاپېرۍ انیما Anima او د ښځې د لاشعور شهزاده Animusانیموس بولي. یونګ وایي: د یو چا د انیما یا انیموس د انځور په جوړولو کې په تېرو سلګونو زرو کلونو کې د هغه د ټولو اسلافو د ژوند تجربې اثر لري. انیما د نارینه د روح د ښځينه فطرت مظهر او ښووندویه ده او یا په بله ژبه د نارینه مونث روح ته انیما وایي. انیموس بیا د ښځې د روح نارینه اړخ دی. د یونګ له نظریې سره سم بني ادم ټول عمر په ایډیال پسې ګرځي. او چې پر همداسې چا پېښ شي ريښتیانۍ مینه یې ورسره پیدا کېږي. (غضنفر، ۱۳۹۶:۲۶۵)
په ژوند کې د ایډیال کس پیدا کول د محدودو کسانو په نصیب وي، زه فکر کوم چې ښاپېرۍ همدې ایډیال سره مخ شوې چې دا یې د خپل ژوند پیل بولي او له همدې امله زه (چیغې) د ځینو کسانو کیسه بولم.
لکه مخکې چې یاده شوه د یو چا د انیما یا انیموس د انځور په جوړولو کې په تېرو سلګونو زرو کلونو کې د هغه د ټولو اسلافو د ژوند تجربې اثر لري؛ همدې تجربو ته ټولنیز لاشعور وایو، چې له ادمه تر دې دمه د بشر ټول خاطرات پکې شته. ډېر کله په یوه تاریخي کلا کې ګرځو او داسې انګېرو چې هغه ځای مو مخکې لیدلی، حال دا چې همغه به مو لومړی ځل وي چې هلته تللي یو یا د یو چا څېره داسې اشنا راته ښکاري، لکه له کلونو کلونو یې چې پېژنو.
ښاپېرۍ لیکلي:
نپوهېږم چاته شوی و، خو ډېر راته اشنا ښکاریده. ښایي هېچاته هم نه وي شوی. اشنا څېره یې درلوده. نه بيخي بل رقم هلک و. نورو ته هیڅ ورته نه و. یکه او بېل، خپله دی و. (شریف، ۲۰۲۲: ۴۹)
همدا جمله هم د دې پخلی راته کولی شي، چې ښاپېرۍ له داسې کس سره مخ شوې، چې څېره یې د دې په لاشعور کې له پخوا وه.
د دنیا د مشهور شاعر دانتېDante (۱۲۶۵- ۱۳۲۱) په باره کې ویل شوي چې هغه د خپل لاشعور کامله ښکلې پخپل ژوند کې لیدلې وه او د هغې د مینې زور و چې تلپاتې شاعري یې وکړه.
د شلمې پېړۍ نامتو مورخ وېل دورانت په خپل مشهور اثر( د تمدن تاریخ) کې د دانتې د خپلو لیکنو په اساس لیکلي دي چې دی په نهه کلنۍ کې په یوه جشن کې پر یوې همځولې نجلۍ میین شو چې سرې جامې یې اغوستې وې او ملابند یې ورباندې تړلی و. په راوروسته موده کې دانتې هڅه وکړه چې دغه نجلۍ بیا وګوري مګر نه شوه. دوی په دویم ځل نهه کاله وروسته سره ولیدل. دغه نجلۍ د بیاترېس په نوم یاده شوې ده. (غضنفر، ۱۳۹۶: ۲۶۷)
یوه بله خبره چې (چیغې) کیسه ځینو ته ځانګړې کوي، هغه د ښاپېرۍ کرکټر دی. د افغاني ډېرو کیسو پر خلاف د یادې کیسې اصلي کرکټر منفعل نه دی، چې همدې ځانګړنې کیسه لا جالبه کړې. ښاپېرۍ خپل ارمان ته د رسېدو لپاره عکس العمل ښکاره کوي. په کیسو کې د کرکټر فعال توب جنګ، جنجال، غږ پورته کول نه دي؛ (چیغې) کیسې ته که پام وکړو وینو چې پټه خوله هم عکس المعل کېدی شي.
د ښاپېرۍ په یادښت کې لولو:
(یو وارې بیا مې پلار ته ودریدم چې اجازه راکړي مکتب خلاص کړم. هغه ورځ مې د کور ټول کارونه خلاص کړل، کور مې پاک کړ، کالي مې ومینځل، د بیګا دیګی مې وکړ، لوښي مې ومینځل او بیا پلار ته په ډېر ادب ودرېدم چې لېسې ته مې پرېږدي، خو ده غالمغال او چغې راباندې وکړې، ویې رټلم او په غوسه یې راته وویل چې (( دا مرداره خوله دې نوره بنده که. )) ما هم خوله بنده کړې ده. له ځانه سره مې هوډ کړی چې چوپه خوله به یم. څوک به مې څڼ وانه وري.)
له دې وروسته د ښاپېرۍ د کرکټر بدلون بېدلیله نه دی. دا نه یوازې خوله بندوي؛ بلکې خوب او خوراک هم کموي، ان پرېږدي یې. دا هر څه د خپل ایډیال په فراق کې کوي. دا مخکې هم ښوونځي ته له تګ نه راګرځول شوې ده، هغه وخت یې هم وژړل، زارۍ یې وکړې؛ خو نه یې خوله بنده کړه، نه له خوب او خوراک نه پاتې شوه او نه یې مرګ حال شو.
د ښاپېرۍ د لاشعور شهزاده، چې دا یې د تر اخره په نامه هم نه پوهېږي، په دې دومره اغیزه کوي چې پایله یې مرګ شي.
لیکنه به په دې جمله راټوله کړم:
ډاکټره شریف دا وړتیا لري، چې په یوه کیسه کې هم د ډېرو غږونه د هغوی له پټو خولو راواوروي او د دې تر څنګ د ډېرو ځانګړو کرکټرونو کیسې راباندې ولولي.
پای
لېمه ودان
ماخذونه:
شریف، شریفه. (۱۴۰۲ل). چا و چا ویل. ننګرهار: مومند خپروندویه ټولنه.
غضنفر، اسد الله. (۱۳۹۶ل) . جادوګر هنر. مومند خپروندویه ټولنه.
یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوې وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د ډاکترې شریفې شریف د ادبي فعالیتونو لمانځلو او د دوی د نوي چاپ شوي اثر “چا او چا ویل” مخکتنې ته جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.