Homeخبرونهدارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي

دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۹مه) د طالبانو د رژیم د چارو ادارې ویلي، چې سر له ننه د کابل دارالامان ماڼۍ د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیزي.

سرچینې ویلي، چې په دې اړه یې چارواکي نن خبري غونډه هم لري.

معلومه نه ده چې د سېلانیانو لپاره طالبانو څه ډول شرایط وضع کړي دي.

تازه، پرون د ملي پراختیا شرکت لپاره د طالبانو چارواکو په کابل کې د افغان ملي ماڼۍ د رغونې د درېدلو چارو د بیرته پيل اعلان هم وکړ.

ویل شوي، چې د دې کار لپاره دوه میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي.

په وروستیو کې طالبانو د ورته ملي پروژو رغونې ته پاملرنه زیاته کړې، چې خلکو یې هرکلی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...