چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهکاناډا: د ۴۰ زرو افغان پناغوښتونکو د لېږد بهیر مو بشپړ کړ

کاناډا: د ۴۰ زرو افغان پناغوښتونکو د لېږد بهیر مو بشپړ کړ

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۹مه)کاناډایي چارواکو ویلي چې خپل هېواد ته د ۴۰ زرو افغان پناه غوښتونکو د لېږد بهیر یې له ټاکلې نېټې مخکې بشپړ کړی.

د دغه هېواد د کډوالو چارو وزیر مارک میلر ویلي، په پام کې وه چې دا بهیر د روان میلادي کال تر پایه بشپړ شي، خو دوی له دغې نېټې دوه میاشتې مخکې په دې کار وتوانیدل.

معلومه نه ده چې له دې پرته به نور افغان پنا غوښتونکي هم کاناډا ته واستول شي کنه؟

تاند ته رسیدلي معلومات ښيي چې لا هم په پاکستان کې زرګونه افغانان د کاناډا هېواد په اړوندو کرایه کړو هوټلونو کې دغه هېواد ته د تګ په تمه دي.

د دوی ځینو یې تاند ته ویلي چې کېسونه یې د بشپړیدو په حال کې دي او په روان میلادي کال کې ورته د لېږد ژمنه ورکړل شوې.

معلومه نه ده، چې د کاناډا حکومت د دوی له لېږدولو سره څه کوي.

کاناډا له هغو هېوادونو دی، چې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې په پراخه کچه خطر ځپلي کسان خپلې خاورې ته ولېږدول.

په دوی کې د کاناډایي ځواکونو پخواني همکاران، د مدني ټولنو او رسنیو فعالان او د عدلي او قضایي سکتورونو پخواني کارکوونکي شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب