جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرد استاد پوهاند زیار څو ناچاپ  شعرونه

د استاد پوهاند زیار څو ناچاپ  شعرونه

 راڼه توري

د کاغذ پر سپينه ټنډه

پر رڼه سپينه هېنداره

 د سولگر مې

يو يو توری د برخليک کښم.

=   =   =

شپه او ورځ اوبه کوم د سترگو تور

او د تورې سياهي په څېر

           پرې کاږم

           ښکلي ښکلي تک تور توري.

=   =   =  

وي ترڅو د سترگو تور مې

               سياهي به رغوم ترې

او پرې کښم به يو يو توری

    په دې هوډ او په دې موخه

چې کړم روڼ  پرې

       دغه تورتياره برخليک خپل!!؟

                             تلپاتې خوبولي                           

له هر رپ سره د سترگو

           زمانه پر تاندېدو ده

او نړۍ پر ځوانېدو،

هلهله د نويوالي،

           هنگامه د پرمخيون.

له هر پړک سره  دستورو،

 له هر څرک سره د لمر

نوې نوې نغمې زېږي،

           نوې نوې انگازې د ارغنون

راځي له لرې

بوږنوي درانه خوبونه د پېړيو

د تلپاتې خوبولو.

*     *    *

آخوا آخوا لورالورې

    – له خوښۍ او مستۍ نمانځي

د ماڼيو، اسمانڅکو څښتنان

زېږون جشن د ښادۍ د نوي کال

               په سرو  شنو ښکلو اورلوبو…

خو رادېخوا يې ددې خاورين غونډاري

 -د برخليک دخوراړيانو-

په تيارو توروکوډلو کې کرلي

               – وار له مخه-

              غرغنډې د سرو اورونو

او شنه زهر يې را پاشلي

               په سپېرو لارو کوڅو کې!

د پروني شاگرد او ننني استاد

    و.ب. په غبرگون کې:

پاداش

يه زرو زرو

       زرونو گلباغچو د گلوييونو،

                      د ورېښمينو گلغږونو!

يه زما په گوتو ښکلو،

           څو څو زره  زره وارې

                      ښکلو تورو!

ما خو ستاسې د سرڅڼې په پار سپين کړل

               دسرڅڼې، توروېښته،        

تور دغبرگو تورو سترگو

ما په ټوله کمينۍ او پاکزړۍ

 د نمنځ لپاره

اېښی سر پر سجده تل

ستاسې  د تورو تورو وروځوپه محراب کې،

د باور غوړگې مې ستاسې

       د سرو گلو له گلپاڼو ځنې

               مه شه کله تشې…

خو، زه غواړم:

د دې ټولوسرښندنو او نمنځنو په پاداش کې مو

                  له تورو تورو سترگو

= نه ښايسته ښکلې بنگلې او

 نه سره سپين په خورجينونو=

   په ښکاره:

يوکوشنی شانې پاداش،

 يوه ډالۍ…

بس يوازې پېنځه توري،

    تش يو دوې څپې((هېواد))،

څه په مات مخ، ننواتو درنه غواړم!!؟

                                    تتې وړانگې

آ همال چې دې له توانه موټی تش دی

له تراه وېرې د خندا زهر پر شونډو باندې لونې

او شا خوا مټې له سترگو

           د مزرو شې کسلای

*     *    *

له رغځيه د رېديو د زمول خوب د نارنجباغ

 د ټوکېداڅه هيله نشته،

کړکۍ ټولې مخ پر باغ د سرو ورېښمو

د هېندارو له  سترگيو ځنې ويني

او په ماتوکږو ليکو کې

           مخ د لمر د سکې مسخه.

*     *    *

تش رېدي پر دې پوهېږي

چې څوک وراغو لاشخوروته

مخه ښه نه وايي کله،

پرې چونگښې

    په خوسا ورستو ډنډو کې

               ها زړې بدلې بولي!

د ياد جونگړې

دهرکلي په جونگړوکې

            دياد مې

توره شپه

       په يوه غرهومره زغم تېره

                  تر گهيځ کړه.

=   =   =

سندرغاړو توتکيو

يوڅو خلي په مښوکوکې نيولي

               د زموللو وچو درگو

اخوا دېخوا لالهانده

        په لټون د کوم يو چت

د ويجاړ ښار.

=   =   =

د پسرلي رابرېدلو په پلمه

       سر راوهلی سرو غاټولو

               د شاوخواغرو پر لمنو

گوندې

    ورسېږي چېرې

                 چا نيمزالو وربلوته،

او يا چېرې

       د نومورکو سربايللو هديرو ته.

=   =   =

پر گلانو دي واکمن

           په دې ديار کې

  تش نيمزالي وربلونه

           او ياهم مړي د گور…

نه ژوندۍ ژړانده مينه،

                 نه پاکزړي او رښتيني مينان!!؟

لندن،۳=۸=۲۰۱۳

تالنده

تناراکښې

يوڅو سرې  او سکروټينې کرښې،

پاس پرهسک د تورو وريځو پرمخ.،..

د سرو گلو د پسر لي د برېدو

               د ښادنامې په نامه.

    /// /// ///

که د رنځ ناتار تاتارو

درست بازار د سرو خوبونو تارومارکړ

 او بېدرېغه ويلې کېږي

هست و نېست د تورو سرپو په ويلوب کې

د فرياد فرياد د اوښکو ماشومانو

 تابوتونه

پر اوږو نې د زرو زرو شلېدلو گرېوانونو

      د ناپايو خونړيو ارمانونو هديرو پر لورې لېږدي…

//  //  //

څه اسره د ژغور له دې سمندري غلو

چې پخپله دي د غلا  ماته بېړۍ کې

 بې گودره لاهو شوي…

خو بياهم غنيمت بويه څو رېديه

چې د وينو ځړوبيو او خاورينو بړبکيو

                   په موسم کې

نه ارم  د اېنځرغنو

او نه باغ ته د اومړو شنو ورېښمو

 ورستنېږي.

4 COMMENTS

  1. Dear Asad,
    The written Pashto is more changeable and richer on vocabulary than the all day colloquial one. From this point of view it is certainly not to compare with our second official language, Persian. So Pashto faces continuously the new scientifical, technological and cultural terms, including poetical ones as well. So it has to develop its vocabulary from day to day. Of course it needs beside loanwords or foreignisms, its own reserves as: dialectisms, archaisms or words from old texts. Otherwise it may become as a mixed or hybrid language!
    Best wishes, Zyar

  2. ځينې وايي زیار پښتو سخته کړې، مګر پښتو به هغه وخت سخته او کنډوکپره وی چې زیار مو نه لرلی د ښاغلي زیار، زیار دی چې پښتو موږ او موږ پښتو له ځانونو سره را کاږو- که څوک یې نه مني نو پخواني متنونه دې له اوسنیو سره پرتله کړي، بي بي سي پخوانۍ پښتو دې یو ځل واوري او اوسنۍ هغه بیا ښه قضاوت کولی شي چې زیار مو پښتو څومره اسانه او خوږه کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب