جمعه, اپریل 26, 2024
Homeمقالېدریژور بدلون/ نعیمه غني

ژور بدلون/ نعیمه غني

دا عنوان به ښايي حیران کړي یاست. بدلون هغه هم مثبته کړنه چې زموږ ټولنه ورسره ډيره بلده نده. خو له نیکه مرغه په دې ټولنه کې ډير ژور بدلون راروان دی.

د تل په څير مشران سره غونډ وو چې د چا د وینو پور ورپه ځای کړي، او د یوې بورې مور اوښکو ته تسلي پیدا کړي، خو دا تسلي څنګه راتلی شي؟!

 د یوې ښځې اوښکې د بلې ښځې په پلو وچیدل یوه نوې اوحیرانونکې خبره نه ده خو د یوې ښځې اوښکې د بلې ښځې په هیلو وچول دا دود ښایي یوازې زموږ په څير وروسته پاتو ټولنو کې شتون ولري او بس. یوه کورنۍ چې چا یې زوی، ورور یا بل کس وژلی د هغې بلې کورنۍ د یوې یا هم څو پیغلو هیلې ترې اخلي کوم چې د قاتل خور، لور یا هم وریره ده او دلته د لومړۍ کورنۍ اوښکې نه وچیږي خو په پوره ډاډ سره وایم چې د څو کسان د اوښکو بهیدو ته لاره هواریږي، او د ژوند په اوږدو کې یې دا غمیزه دوام کوي.

دا دود هغه قانون دی چې په پیړیو پیړیو یې د دې ټولنې خوار وګړي په تیره بیا ښځې یې ځورولې او ورته د نه ویلو جرئت هیچا نه درلود. خو لکه چې خدای د دې ټولنې غږ او درد ته یوه چاره او سبب پیدا کړ او نن هغه ښځه چې د بدو په نوم ودیږي تر څنګ یې یو داسې کس ولاړ دی چې په دې پوهیږي چې وینه په وینه نه منیځل کیږي، او دا ښځه چې د بدو په پور کې ورکول کیږي په دې شخړه کې بیګناه ده.

زه د ښار په ګوټ کې وهل شوې د تحصن خیمه یادوم چې یو ځوان په کې ناست دی او دې ناوړه دود په ضد یې خپل غږ اوچت کړی.

هغه ځوان چې کلونه کلونه یې په دې نوم چې د خپلو مړو د وینو بدل واخلي د ډیرو تور سرو د اوښکو تویولو نندارې جوړولې، د هغې په خوله یې مهر لګولی وو او یوازې د دې لپاره چې د یوه قاتل خور یا لور ده ورسره یې له یوه قاتل څخه بد چلند کاوه.

نن ورځ هماغه ځوان د دې پر ځای چې دغیرت په نوم د خلکو د وینو د تویولو نارې سر کړي یا د کاذب غرور په مټ ځان تر ټولو قوانینو او اصولو زورور وګڼي برعکس له ننۍ نړۍ سره ګام اخلي د خپل کلي ناوړه دود ته شا کوي، له خلکو غواړي چې د غڼې له دې ځورونکي جاله یې وژغوري، له خپلې وړې او په دودنو ولاړې نړۍ څخه د وتلو هڅه کوي او نورو ته  مرستې لاس اوږدوي. هغه په دې کار سره غواړي ثابته کړي چې نور نو فکرونه بدل شوي، نور دا بې اساسه کړنې او خپل سري قوانین د نوی ذهنیت په وړاندې خنډ کیدای نه شي او نور په کار ده چې د هغې مظلومې او بې وسې انسان په حال رحم وشي چې د یو بل چا د وحشت قرباني کیږي.

ښايي خلک به د هغه په دې نیت کې ډير شکونه راپیدا کړي او څوک به ورسره غږ غبرګ نه کړي، خو زه د یوې پښتنې په توګه دې کړنې ته د یوه انقلاب په سترګه ګورم، هغه انقلاب چې په یوه زړه او فکر کې پیل شوی، او ډاډه یم چې تر ډيرو نورو زړونو او فکرونو رسیدلی.

اوریدلې مې وو چې قانون جوړیږي خو تطبیق کیږي هغه وخت چې خلک یې وغواړي، او دا دي نن مو ولیدل چې زموږ ولس هم د نړۍ د متمدنو او ویښو ملتونو په څير د قانون تطبیقول له بل هر ټولنیز بند او قرارداد څخه غوره ګڼي او په پلي کیدو کې یې مرسته کوي. نن ورځ راته هغه بې وسه خلک په تیره بیا ښځې چې په یوه نامه او بل نامه د ټولنې د ناوړه دودونو قرباني کیږي او ځورل کیږي یوازې نه ښکاري او داسې انګیرم چې اوس یو ویښ نسل د دې خلکو شاته ولاړ دی او ټولنه مو د یوې بیدارې او په ځان باوري ټولنې غوندې د روښانه او هیله منې راتلونکې په لور په چټکو ګامونو روانه ده.

اوس افغان زلمی هغه د څو کلونو مخکې ساده او ناخبره زلمی نه دی چې یوازې د اوریدلو لپاره یې غوږونه درلودل خو د غبرګون لپاره یې احساس او د بیان لپاره یې خوله نه درلوده. هغه ځوان چې د دود، رسم او رواج  په نوم هر څه پرې تپل کیدل او بیا ورته دا ډاډ ورکول کیده چې پټو سترګو په دې لار تګ زده کړه او پریږده چې همدا قوانین ستا په اړه تصمیم ونیسي او هر څه چې پيښ شول هغه سم او کره دي. نن افغان ځوان د خپل راتلونکي او برخلیک په اړه له خپل فکر او مټو څخه کار اخلي او که اړتیا پیښه شي نو په یوه ځان د هرې ناروا په وړاندې د دریدو جرئت لري. چې دا په اصل کې د یوې ټولنې د ویښتابه یوه لویه او ښکاره نښه ده.

د روښانه راتلونکي په لور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب