پوهندوی یحیا “همای“
لنډیز ( Abstract)
د یوې ژبې پیاوړتیا د ژبې له شتو یا لرونکو شرایطو په ښه توګه څرګندېدای شي. داسې ډېرې برخې (شاخصونه) شته چې د یوې ژبې په بقا، پیاوړتیا او پراختیا کې مرسته کوي. لکه د ویوونکو لوړ شمېر، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي لوړتیا، د ژبې ټولنیز منزلت او مقام، د خپلې ژبې په اړه د کارونکې ټولنې یا ویونکو اروايي لیدلوری او تصور، په لیکنیو، غږیزو، تصویري رسنیو او انټرنېټ کې ونډه، د زده کړې، لیکنې او لوستنې زمینې او د ژبې په برخه کې د علمي او جوړښتي ژبپیژندنې ټولګې، ادبیات (لیکنيز او څیړنیز توکي) دا ټول هغه څه دي چې کولای شو له مخې یې د ژبې پیاوړتیا او کمزورتیا وټاکو. په لنډه ویلی شو، هغه ژبې چې د پورته ځانګړنو، شرایطو یا اسانتیاوو برخمنې وي په تدریجي توګه پیاوړې ژبې بلل کیدای شي. هغه ژبې چې دغه شاخصونه په کې کمزوري وي، کمزورې او په راتلونکې کې د کمزورتیا، مړینې او د منځه تلنې له خطر سره مخ ژبې بلل کېږي. زما د دغې لنډې څېړنیزې مقالې موضوع هم د دغو شاخصونو پر بنسټ پښتو ژبې ته ورپېښ ګواښونه او د پرمختک جانسونه دي، چې په لړ کې به یې تر جلا سرلیکونو لاندې لنډ څېړنیز بحثونه ولرو.
سریزه (Introduction)
موږ اوسمهال د بشري تاریخ په داسې یوه مهالیز(زماني) پړاو کې یو، چې له سلو څخه په لږو کلونو کې نږدې درې زره ژبې د تل لپاره چوپتیا مومي. د نړۍ له دغو ژبو سره تړلي د خلکو یا د هغو د ویونکو فرهنګي او تمندني میراثونه له ساتنې او ثبتیدنې پرته له منځه تلونکي دي. د هغې اړوند شعرونه، شفاهي ولسي ادبیات، متلونه، حکمت امیزې ویناوې، روایتونه، دودونه، باورونه، ولسي اصول، کړنلارې، ټولنیز، فرهنګي او ادبي میراثونه ورسره هم د تل لپاره خاموش کېږي او د نابودۍ غېږې ته ځي.
که یوه ژبه مري، د هغې ټولنې تاریخ، فکرونه، نظریات، فرهنګ او میراث هم له منځه ځي او تر ټولو مهمه دا چې د یادې ژبې ویونکي خپل اصلیت او هویت له لاسه ورکوي. پوښتنه دا مطرح کېږي، چې ایا د داسې یوه نسل په توګه چې د بشري تاریخ په دغه دوره کې ژوند لرو، حاضر یو د راتلونکو نسلونو د پښتنو ګروېګنو په وړاندې د ژبو د دومره سترې نا راستنیدونکې له منځه تلنې یا مړې کیدنې مسولیت ومنو؟ ډېر سیاسي، زده کړني، پوهنیز او فرهنګي جدي دلایل شتون لري، چې له مخې یې په کار ده له خطر سره مخ ژبې له کمزورتیا او مړینې وژغورو.
سره له دې چې د ژبو مړینه او رامنځته کیدنه یو طبیعي امر دی او وړ مخنیوی یې ناشونی دی، خو بیا هم هڅې او فعالیتونه کولای شي د دغې لړۍ چټکتیا ته تغیر ورکړي. یا هم هغه ژبې چې د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ دي، ثبت او توکي یې خوندي کړل شي. خو سره له دې هم د ډېری ژبو د ژوندي ساتنې او پیاوړتیا ناهیلۍ شتون لري. د اوسمهالې نړۍ څلویښت سلنه ټولنه په بېلابېلو بهانو سره په خپله مورنۍ ژبه له زده کړو او تحصیل څخه محرومه شوې ده. د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې د نړۍ په کچه ۳۷۰ مېلیونه بومي یا ځايي وګړي د خپلې مورنۍ ژبې د حقونو په برخه کې له تبعیض سره مخ دي. دوی د کار او ژوند د ستونزو د هواري په موخه د خپلو سیمو په پریښودو او اجباري کډوالۍ اړ شوي دي. تر ټولو لوی خطر چې دغه خلک ورسره مخ دي، د هغوی له مورنۍ ژبې څخه ملاتړ نه کول او یا د هغوی د ژبنیو حقونو پر وړاندې بې پروايي او بې عدالتي ده. په دغو ټولنو کې په سلګونو د دوی مورنۍ ژبې شتون لري، چې د دولتونو له خوا د تحصیلي او رسمي ژبې په توګه په رسمیت نه پېژندل کېږي. په همدې لامل د له منځه تللو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو ښونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د بېلابېلو طرحو په وړاندې کونې سره د نړۍ هېوادونه د خلکو د مورنیو ژبو څخه ملاتړ او په ښونیزو او زده کړنیو مرکزونو کې د هغو تدریس ته وربولي (۲:۳۴۳).
په نړۍ کې له خطر سره د مخ ژبو د ژغورنې او پیاوړتیا په موخه د رامنځته شوو بنسټونو او مراکزو د فعالیتونو له شتون سره سره، چې اوس مهال د نړۍ په ډېری برخو کې په کار بوخت دي، په وړ توګه د ژبو د خطر د مخنیوي چاره له ستونزو او نا هیلیو خالي نه ده. د ژبو د ژغورنې په برخه کې نړیوال، سیمه ییز او کورني فعالیتونه په دې کچه نه دي، چې د دغه ستر فرهنګي ناورین مخه ډب کړي، خو د دغې لړۍ د چټکتیا په راکمونه کې تر یو څه ځایه مرسته کولی شي.
اوسمهالي علمي او ټکنالوژیکي پرمختګونو، عصريتوب او نړیوالوالتوب، حکومتونو او د هغوی سیاستونو ته په پام سره دا باید د یوه ترخه واقعیت په توګه ومنو، چې په بشپړ ډول د را روان ستر فرهنګي او فکري ناورین د رامنځته کیدو مخنیوی ناشونی دی. په دې برخه کې تر ټولو ستره ستونزه او ناهیلي دا ده، چې اوسمهالي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ځواک د ډېرکیو( اکثریت) ژبې د ویناوالو له خوا اداره کېږي. په داسې حال کې چې د لږکیو( اقلیتونو) زرګونه ژبې په ډېری برخو کې محدودې دي او ویناوال یې د فشارونو په لامل اړ کېږي، څو پیاوړې او غالبې ژبې ته مخه کړي.
که څه هم بشري، اساسي او شرعي اصول او کړنلارې خلکو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو او ژبنیو حقونو په ورکړې ټینګار کوي، خو دولتونه او د پانګه والۍ سیسټم دې ته چمتو نه دي، چې ماشومان له دې حقونو برخمن کړي (۲:۱۱۸).
زموږ پښتو ژبه او پښتانه ماشومان هم د پلازمینې کابل په شمول د هېواد په ډېری سیمو کې له دغه اساسي او بشري حقونو څځه بې برخې شوي دي. پښتنو مشرانو او واکمنانو د دغو حقونو پر وړاندې بې پروايي کړې او کوي یې. دوی د دغې تشې زیان پښتو ژبې او د هغې ویونکو ته په علمي توګه نه دی محاسبه کړی او د یوه اړین ارزښت په توګه ورته په ارزښت نه دي قایل شوي، چې دغه چاره د پښتو ژبې د پياوړتیا او پراختیا په لار کې د یوه ستر خنډ په توګه یادولی شو(۱۲۲:۴).
کلیدي ټکي (Keywords):
د پښتو د پیاوړتیا او کمزورتیا شاخصونه او فکټورونه، د ژپښتو ژبني حقونه او د قوانینو د نه پلي کیدو ستونزې. د پښتو ژبې ارزښت او د ویوونکو بې پروايي ، د پښتو ژبې او ادبیاتو اوسمهالي بهیر، تېر او راتلونکې شرایط، ننګونې، هیله مندۍ….
د څیړنې شالید (Research background)
د پښتو ژبې او ادبیاتو د کمزورتیا او پیاوتیا د شاخصونو په اړه په رسنیو کې څېرمه لیکنې او توکي خپره شوي، خو په دې برخه کې منظمې څېړنې او سېستماتیک اثار او کتابونه نه دي خپره شوي. د ژبو د کمزورتیا او پياوړتیا په اړه زما په یوه چاپ شوي اثر ( پرتلیزه – تاریخي ژبپوهنه) کې منظم علمي بحثونه شتون لري، خو هغه د نړۍ د ټولو ژبو اړوندېږي او په ځانګړي ډول د پښتو د اوسمالو، تېرو او راتلونکو شرایطو، ننګونو، هیله مندیو او لارو چارو په اړه په کې ځانګړي بحثونه شتون نه لري.
د څیړنې میتود (Research method)
د څېړنې ډول کتابتوني دی او میتود یې تحلیلي او تشریحي دی. د نړۍ د ژبپوهانو او په ځانګړي توګه د انګلیسي ژبې هغه نوي او باوري اثار د منظمو سرچینو او اصلي ماخذونو په توګه کارول شوي، چې له نوموړې موضوع سره په نېغه توګه اړیکې لري. نور اړوند علمي توکي هم په څېرمه توګه تر مطالعې لاندې نیول شوي دي. علمي توکي او اثار په کتابتونونو سربېره ډېری د انټرنېټ له لارې له وېبپاڼو او خپرونو څخه تر لاسه او راغونډ شوي دي..
۱- پښتو ژبې ته ورپېښ ګواښونه
دلته ټول هغه لوی شاخصونه او لاملونه، چې د پښتو ژبې د کمزورتیا لامل شوي یا لامل کېږي تر پنځو وړو سرلیکونو لاندې په لنډه رااخلو:
۱-۱ دیني او مذهبي اړخ
د ژبو د پیاوړتیا او کمزورتیا د شاخصونو او فکټورونو په لړ کې یو هم د ژبې دیني او مذهبي اړخ دی، چې که چېرې یوه ژبه د دیني او مذهبي متونو لرونکې وي، نو د هغې په پیاوړتیا او پراختیا کې په زړه پورې رول لري. د نومو ړې برخې تر ټولو غوره او پېژندل شوې بېلګه مډرنه یا نوې معیاري عربي ژبه ده، چې د کلاسیکې عربي چې د قران عظیم شان ژبه ده، پر بنسټ رامنځته شوې ده. په نوې عربي په عربي نړۍ او نورو هېوادونو کې د ۵۰۰ مېلیونو په شاوخوا کې کسان خبرې کوي. معیاري یا مډرنه عربي د ملګرو ملتونو سازمان له شپږو رسمي ژبو څخه ده او په الجزایر، بحرین، چاد، جیبوتي، مصر، ایریتیا، عراق، اردون، کوېټ، لبنان، لیبیا، مراکش، عمان، فلسطین، لویدیځه غاړه، غازا، قطر، سومالیا، سوډان، سوریا، تونس، موریتانیا، عربي محتحده امارات او یمن هېوادونو کې رسمیت لري او ورځينۍ چارې یې په وسېله سمبالېږي. نوموړې ژبه د پیاوړي رسمي حالت لرونکې ده. نوې عربي په دولتي رسمي چارو، تحصیلاتو، دولتي او نادولتي رسنیو او سازمانونو، راډیوګانو، ټلویزیونونو، مجلو او نورو ټولنیزو،سیاسي او مذهبي چارو کې په پراخه کچه د کارونې پیاوړی دریځ لري. په رسمي ویناوو لکه خطبې، ویناوې، خبري خپرونو، په ټولو لیکنو او لوستنو لکه رسمي ښونځيو، ادبیاتو او ورځپاڼو کې د کارونې پراخه ساحه راخپلوي او په همدې توګه د افرو- اسیايي ژبنۍ کورنۍ تر ټولو پیاوړي، مهمه او پراخه ژبه بلل کېږي، چې د ۳۵ بېلابېلو بڼو یا ګړدودونو لرونکې ده.
نو به لنډه سره ویلی شو، هغه ژبه پرمختګ کولی شي، چې دینی مذهبی او کلتوری قوانین یې پر خپله ژبه وی. موږ او تاسو ټول د دې شایدان یو، چې د عربي ژبې د پرمختګ ستر لامل دا دی، چې لوی او ستر اسمانی کتاب قران عظیم شان په عربۍ ژبې راعلی دی. دا ډول د احادیثو له لویو کتابونو، د مذاهېبو له فقهی مسایلو ځخه چې د نړۍ ټول مسلمان ملتونه لولي، ترې ګټه پورته کوي او د ژوند په چارو کې یې عملی کوی. په عربي هېوادونو او په نورې اسلامی نړۍ کې دینی زده کړې په همدې ژبه مروجې دي.
نو د ژبې د پياوړتیا او پراختیا د نورو شاخصونو او لاملونو تر څنګ دغه برخه د یوه ستر لامل په توګه یادولی شو، چې پښتو ژبه له دغې برخې بې برخې ده، که چېرې دیني او مذهبي توکي د پښتو ژبې اړوند وی، دغه ژبه به د غربي ژبې له سترو اغېزو ژغولرلې او په اسلامي نړي کې به په پراخه کچه خپره شوې وی او په بېلابېلو هېوادونو کې به یې د کارونې زمینې لرلې وی او دیني مقدساتو ته د درناوي په موخه به له درنښت او لوړ مقام څځه برخمنه ژبه وی (۹۶:۶).
۲-۱ صنعني او اقتصادي اړخ
په نړي کې هغه هېوادونه چې خپل صنعت او اقتصاد ته یې پراختیا ورکړې، په سترو ځواکونو بدل شوي دي. دوی په شعوري توګه کار ته اوږه ورکړې او په پایله کې یې پرته له دې، چې کوم بل ملت او هېواد ته د مرستې لاس وغځوي، د خپل هېواد او خلکو خپلې ټولې اړتیاوې پوره کړې او د ژوند ټولې اسنتیاوې یې چمتو کړې دي. له دغو هېوادونو او ملتونو څخه د یوې غوره بېلګې په توګه د چین هېواد یادونه کولی شو، چې خپل صنعت ته یې پراتیاورکړې او د نړۍ کابو ټولو هېوادونو ته صنعتي تولیداتي توکي لېږدوي. نو نن ورځ چې چیني ماندارین ژبه په یوه پیاوړې ژبه بدله شوې او ورځ تر بلې د لا پراختیا په حال کې ده، یو ستر لامل یې د هغوی اقتصادي، صنعتي او سوداګریزه پراختیا ده، چې د ماندرین په پراختیا یې د پام وړ اغېز لرلی دی. د چیني تولیداتو پر هر کوتي یا پاکټ ماندارین ژبه کښل شوې او د هر توکي د کارونې او پېژاند په موخه ورسره په ماندرین ژبه کښل شوي کېتلاکونه شتون لري، چې د نړۍ هر ګوټ ته ورسره لېږدول کېږي.
چیني ماندارین د چیني تبتي کورنۍ د چیني څانګې اړوندېږي، چې د لومړۍ ژبې په توګه د چین په شمال او سوېل پراخو سیمو کې د ۸۵۰ مېلیونه.کسانو له خوا ویل کېږي او په اېنټرڼېټ کې هم ورڅخه۴۴۴،۹ مېلونه وګړو له خوا کارول کېږي. همداراز نوموړې ژبه په بروني، کامبودیا، هنکنګ، اندونیزیا، لاوس، مالیزیا، موریس، مغولستان، فیلیپین، روسیه، ټایوان، ټایلنډ، انګلستان، ایالات متحده او ویتنمام کې ویوونکي لري، چې د اتنولوګ د معلوماتو پر بنسټ یې د ويونکو ټول ټال یو عشاریه دوه میلیارده ښودلی دی. په همدې توګه د ويوونکو د شمېر له پلوه د نړۍ تر ټوله ستره او پراخه ژبه بلل کېږي.
خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې زموږ هېواد او پښتون توکمي د صنعتي پراختیا، افتصادي پیاوړتیا، سوداګریزو اړیکو او راکړې ورکړې په ډېر کمزوري حالت کې دي، نو د دا ډول کمزورو صنعتي، اقتصادي او سوداګریزو شرایطو له اغېزو پښتو ژبه هم په امن کې نه ده پاتې شوې او د هغې په محدودیت، کمزورتیا او وروسته پاتې والي کې یې رول لرلی دی. زموږ په هېواد او پښتون توکمو سیمو کې د پورته یادو شوو برخو له پیاوړتیا او پراختیا سره زموږ ژبه هم له شته ناوړه حالت څځه راوتلی او د پرمختګ پر لور یون پیلولی شي. نو د پایلې په توګه ویلی شو، چې نوموړې برخه هم د پشتو ژبې د پرمختګ په لار کې یو خنډ بللی شو، چې د هغې پیاوړتیا یې محدوده کړې ده (۶:۱۲۴).
۳-۱ سیاسي او اداري اړخ
پښتو سره له دې چې د افغانستان يوه لویه او د ډيرو ويونکو لرونکې ژبه ده او د تېر اساسي قانون د شپاړسمې مادې له مخې یې رسمیت او د کارېدنې حقوفي بریدونه روښانه دي، خو په ډيرې خواشينۍ سره بايد دا تريخ حقيقت ومنو، چې د افغانستان پخوانيو او تېرو حکومتونو د پښتو ژبې د بډاينې او پراختيا لپاره نه یوازې دا چې د پام وړ کارونه نه دي کړي، بلکې له خپلو روا او رسمي حقونو یې هم بې برخې کړې ده. همدا لامل دى چې زمونږ د ټولنې ډيرى هغه لوستي برخه چې د تېرو حکومتونو د واکمنۍ پرمهال يې زده کړې کړې دي، سره له دې چې پښتانه دي، خو نشي کولاي په اسانۍ سره په پښتو ژبه درسته لیکنه وکړي.
د پخوانيو حکومتونو د واکمنۍ پر مهال په پلازمينه کابل کې څوک لږ تر لږه پر پښتو پوهېدل هم نه او که به کوم پښتون کابل ته وکوچېد، نو د وخت په تېريدو سره به يې خپله ژبه هېره کړه. د پخواني ټولواک محمدظاهرشاه کورنۍ د دې ادعا د ثبوت غوره بيلګه ده. د محمد ظاهر شاه کورنۍ سره له دې چې محمدزي پښتانه وو، خو پر پښتو نه پوهېدل. په پلازمينه او نورو حکومتي دفترونو کې د پښتو نه چلښت ددې لامل شو، چې پښتو ته د ولس اړتيا له منځه لاړه شې او ډېری ښاري او سیاسي وګړي د پښتنو په شمول له پښتو ژبې سره مخه ښه وکړي. ځکه چې په پلازمينه کې له ښوونځيو نيولې تر پوهنتونونو، حکومتي دفترونو، د واکمن او نورو لوړپوړو چارواکو تر ويناوو هرڅه په پښتو نه ترسره کېدل، نو ښکاره خبره ده، چې په دغه ډول چاپيريال کې به ولس څرنګه د پښتو زده کړې ته اړتيا احساس کړي. نو دغه تشه او ستونزه د پښتو ژبې د کمزورتیا او شاته والي یو له سترو او مهمو لاملونو څخه ده، چې تر اوسه هم دوام لري او د نوموړې ژبې د پیاوړتیا او پراختیا په لار کې یې ستر خنډ رامنځته کړی دی (۱۱۰:۸).
۴-۱ ولسي او ټولنیز اړخ
د ژبپوهانو د وړاندوینو پر بنسټ به د روانې زېږدېزې پېړۍ تر پایه له کابو اوو زرو ژوندیو ژبو څخه نیمې له منځه لاړې او د تل لپاره چوپې شي. د نړۍ له دغو ژبو سره تړلي د خلکو یا د هغو د ویوونکو فرهنګي او تمندني میراثونه له ساتنې او ثبتیدنې پرته له منځه تلونکي دي. له دغو ژبو سره د هغوی اړند شعرونه، شفاهني ولسي ادبیات، متلونه، حکمت امیزې ویناوې، روایتونه، دودونه، باورونه، ولسي اصول، کړنلارې او ټولیز فرهنګي او ادبي میراثونه هم د تل لپاره خاموش کېږي او د نابودۍ غېږې ته ځي. ډېری اوسمهالې ژبې چې د مړینې له خطر سره مخ دي هغه ژبې دي، چې ویوونکي یې په ساتنه او کارونه کې بې پروايي کوي او خپلو راتلونکو نوو نسلونو ته یې په ورزده کړه او لېږدونه کې پاتې راغلي دي. ملګري ملتونه (یونسکو) د ژبو د مړینې او خطر ۹ لاملونه په ګوته کوي، چې د هغو له ډلې یې ( د ژبې د ویوونکو له خوا خپلې ژبې ته ازښت نه ورکول، خپلو ماشومانو ته یې په زده کړه کې بې پروايي او خپلو راتلونکو نسلونو ته یې نه ورلېږدونه) هغه ستر لامل بولي، چې د نړۍ ډېری ژبې یې له خولو غورلې او د تل لپاره چوپې شوې دي.
که د دغې شاخصې له اړخه د پښتو پر وړاندې د هغې د ويونکو یا پښتون توکمو کړنو او سایکولوژیک لیدلوري ته ځير شو، نو دغه برخه د یوه مهم زیانمن فکټور په توګه یادولی شو، چې د ژبې د پراختیا په لار کې یې خنډونه رامنځته کړې دي. زما د خپلې تجربې او لید پر بنسټ په تېرو دوه لسیزو کې به مې په سلو کې پنځه سلنه داسې دري ژبې وروڼه لیدلي وي، چې له یوه پښتو ژبي سره یې په پښتو خبرې کړې وي. نور پاتي په سلو کې پنځه نوي سلنه پښتانه له دري ژبو سره په دري ژبه خبرې کوي. کوم دري ژبي ته چندانه اړتیا نشته چې پښتو ژبه زده کړي او یا پرې خبرې وکړي، ځکه دغه اړتیا یې پښتو ژبو ور پوره کړې ده او ټولې اړیکې ورسره په دري ژبه په ورین تندي په ویاړ سره پالي. له دې وراخوا د دري ژبو او پښتو ژبو په دوستیو کې له یوې درې ژبې ناوې د پشتنو سترې سترې کورنۍ دري ژبې شوې دي. په دې سربېره د هېواد په هغو ولایتونو کې چې ګډژبي دي، پښتانه او دري ژبي دواړه پکې ژوند کوي، تر ټولو زیاینمنې برخې دي او ژبنۍ پولې د پښتو په زیان د دري ژبې له خوا خوړل کېږي. په پایله کې ډېری پښتو ژبې کورنۍ په پښتو ژبه خبرې نه کوي او مخ په دري ژبوالي راوانې دي. خو له دري ژبو ځخه یې هیځ نیکه او د هغې لمسی له پښتو ژبو سره په پښتو خبرې نه کوي. دلته د خپلې ژبې پر وړاندې د پښتنو د سایکولوژيکي ليدلوري په اړه په دغه لنډه یادونه بسنه کوم، چې ډېری پښتانه د دري ژبو په وړاندې په پښتو د خبرو کولو له سره جرات هم نه لري. که په کابل کې د سورلیو په یوه موټر کې ټول پښتانه ناست وي او موټر چلونکی یې هم پښتو وي، خو د ښکته کیدو پر مهال له چلوونکي سره په دري ژبه خبرې کوي.
که د نورو لوستو او علمي کادرونو په کړنو او سایکولوژیکي لیدلوري غور وکړو، نو دوی د پښتو ژبې پیاوړتیا او پراختیا یوازې د پوهنتونونو د پښتو څانګو د استادانو، شاعرانو او ادیبانو دنده او مسولیت ګڼي. د نورو علمي ځانګو پښتانه استادان او پروفیسران خپل ځانونه له دغه درانه مسولیته په بشپړه توګه وتلي او خدای بښلي ګڼي. که موږ تاسې د کابل مرکزي او نړيوال پوهنتون د پښتنو استادانو کړنو او سيکولوژۍ ته ځير شو، نو وینو چې ډېری یې هغو اطرافي او له کلیو او بانډو څخه راغلو پښتو ژبو محصلینو ته، چې له دري ژبې سره مطلقه نابلدتیا لري، په دري ژبه تدریس کوي او خپل تدریسي کتابونه او چپټرونه یې ورته په دري ژبه چمتو کړي دي. د علمي رتبو په موخه خپلې مقالې، کتابونه او سمینارونه هم په دري ژبه لیکي او چمتو کوي. زه چې په نوموړي پوهنتون کې د تېرو اوولسو کلونو راهیسې د تدریس دنده پر مخ وړم، د ځینو استانو په اړه ډېر وروسته پوه شوم، جې اصلي پښتو ژبی دی، خو هسې په دري ژبه تدریس، لیکنې او خبرې کوي.
نو که چېرې د پښتو د ويونکي سیکولوجيکي لیدلوری پیاوړی وی، خپلې ژبې او هویت ته په ارزښت قایل وی. یا یې له خپلې ژبې پښتو سره شعوري او حقوقي چلند کړی وی، نو د دغې ژبې په لا غوړېدا او پراختیا کې یې ښکاره او ګټور رول لرلی شو. دا هغه شاخصه یا فکټور دی، چې د نوړې ژبې په پرمختګ په لار کې یې خنډونه رامنځته کړي دي او باید ورته پاملرنه زیاته شي (۸: ۱۱۳).
۵-۱ په بېلابېلو علمي برخو کې د لیکلو اثارو او ژباړو کمښت
د پښتو ژبې علمي ادبي او ژبنۍ څېړنیزه برخه تر اوسه په کمزوري حالت کې ده. زموږ مشرانو ژبپوهانو د ژبې په برخه کې ډېری کار یوازې په رغښتي برخه کې کړې دي او ډېری یې د ګرامر په بیا بیا تکرار لیکنې او تالیفاتو کې ځانونه بوخت کړي دي او د ژبپوهنې په نورو برخو لکه چارواله، زېږنده، ادراکي، تاريخي او پرتلیزه… کې د پښتو ژبې لپاره یا په پښتو ژبه څه نه دي شوي. په ادبي څېړنیزه برخه کې هم ډېری ادبپوهانو د ادب تاریخ په لیکنې څېړنې او تلیفاتو کې کار کړی دی. دا ډول که څه هم د کره کتنو لړۍ روانه ده، د ځينو لیکوالو له خوا کره کتنیزې غونډې کېږي، یا د یو شمېر لیکوالو له خوا کره کتنیزې لیکنې کېږي، خو د څرنګوالي او ډېروالي له پلوه په دې کچه نه دي، چې د نورو ملتونو او ژبو سره له همدې پلوه پښتو سیالي وکړای شي. په تخلیقي برخه کې هم ډېری کسانو یوازې شعر لیکنې ته مخه کړې ده. پر نورو ادبي ژانرونو کار کېدنه تر ډېره محدوده ده. که موږ د طنزونو، لنډو کیسو، ډرامو، ناولونو، ادبي ټوټو ژانرونو اوسمهالي بهیر ته ځير شو، نو د شعر په پرتله له کمزوري حالت لرونکې ده. سره له دې چې د شعر په برخه کې اوسمهال د غوره، پیاوړو او ښو شاعرانو لرونکي یو، ډېر شمېر ځوانان په شعر لیکنې بوخت دی، خو یوازې شعر لیکنه د ژبې د پیاوړتیا او پراختیا لپاره بسنه نه کوي. د پښتو ژبې پیاوړتیا او د نړۍ له نورو پیاړو ژبو سره د سیالې جوړونې دنده یوازې د شاعرانو اړونده نه ده او نه شعر لیکنه په یوازې توګه کولی شي پښتو د نړۍ له ژبو سره د سیالۍ جوګه کړي. شعر، شاعري او شاعر د ژبې او فرهنګ په پیاړتیا او پراختیا کې یوه څېرمه او جزوي هڅه، کړنه یا ښېګڼه ده، خو دغه برخه داسې یو مرکزي رول نه شي ترسره کولای، چې د پیاوړتیا او پراختیا ټول وړ شاخصونه او فعالیتونه کاور یا په ځان کې راونغاړي.
له دې ور اخوا په اوسمهالې نړۍ کې د حیرانونکو او چټکو ټکنالوژيکي پرمختګونو په لامل، سره له دې چې له یو بل سره د لېږد وسېلې او اسانتیاوې په کې ډېرې شوې، خو ورسره د شعر اوریدنې او لوستنې دوقي اړخ په کچیز (تدریجي) ډول کمزوری شوی او کمزوری کېږي. په دې توګه د شعر او شاعرۍ ارزښت د پخوا په پرتله مخ په ځوړند روان دی. که څه هم د دغو ادعاوو اثبات د ډېرو دلایلو وړاندې کولو او ډېرو پاڼو د تورولو اړتیا رامنځته کوي، خو دا چې زما دغه لنډه تنګه لیکنه یې د ځایونې وړتیا نه لري، نو دلته یوازې په دې بسنه کوم، چې د اوسمهالې ټکنالوژۍ د پرمختګ په ترځ کې د اړیکو پراختیا، په بېلابېلو برخو کې رامنځته شوې انټېرنټي وېب پاڼې، ډول ډول چاریز او کاري افلیکېشنونه، ټولنیزې رسنۍ او د پیغام د لېږد نوې او اسانه وسېلې، د ډېش انټن په مرسته د نړۍ د بېلا بېلو سیمو، هېوادونو او توکمنونو اړوند ټلویزوني چېنلونه، چې د نړي په هر کوټ کې میشتو وګړو ته د تاریخي جنګي سیاسیي، بيولوژيکي او جغرافیه يي جالبو مستندونو، ډول ډول علمي معلوماتو، فرهنګونو او د ورځنیو نوو نړېوالو پېښو، خبرونو او پیغانو د لېږد او رسونې وړتیا لري، پر شعر او شاعري خپل سیوری غوړوي او یادې جالبې وسېلې د شعر او شاعرۍ د دوقي اړخ د کمزورتیا د سترو لاملونو په توګه یادولی شو. په لنډه ویلی شو، چې په پښتو کې په ژببنۍ او ادبي دواړو برخو کې ډېری اړین اړخونه شته، چې د څېړنو، د اثارو د لیکنې، ژباړنې او رامنځته کونې اړتیا لري.
که موږ د پښتو ژبې د پیاوړتیا، پراختیا، بډاینې او د نړۍ له نورو ژبو سره د هغې د سیالې جوړونې رښتینې هڅه کوو، نو دا د یو واقیعت په توګه ومنئ، چې یوازې په شعر او شاعرۍ دغه وړۍ نه شړۍ کېږي. موږ باید د شعر او شاعري او نورو ادبي تخلیقي پنځونو، کره کتنو او څېړنو ترڅنګ د نړۍ د پياوړو ژبو د زده کړې په مرسته به بېلابېلو علمي برخو او څانګو کې د لیکنو او ژباړو له لارې په پښتو ژبه کې د اړتیا وړ ډېری علمي اثار رامنځته کړو. په دې کار سره به مو له یوې خوا د خپلې وروسته پاتې ټولنې علمي او زده کړنۍ اړتیاوې ځواب کړې وي او له بلې خوا به مو خپله ژبه د لیکنیو توکو او اثارو له پلوه په ځان باسیه، پياړې او بډایه کړې وي.
۲- د پښتو ژبې د پرمختګ چانسونه
تر دغه عنوان لاندې ټول هغه لوی شاخصونه او لاملونه، چې د پښتو ژبې د پیاوړتیا او پرمختګ هیله مندۍ شونې کوي تر شپږو وړو سرلیکونو لاندې په لنډه پېژنو:
۱-۲ د وګړو د شمېر ډېرښت او پراختیا
د یونسکو د تعریف له مخې په خطر کې لویدلې ژبې هغه ژبې دي چې په ویونکو کې یې کموالی راځي. د خبرو اترو لپاره یې په کارونه کې کامبود رامنځته کېږي او د یو نسل نه بل نسل ته له لېږدیدنې سره د ژبې د ویوونکو شمېر راښکته کېږي. دا ژبې نوي ویونکي نه لري او یا هم ځوانان او ماشومان نوموړې ژبې نه زده کوي، ځکه په خطر کې لویدلې ژبې بلل کیږي. د یونسکو په وینا هغه ژبې چې د ویوونکو شمېر یې ډېر وي او یا د ډېرښت په حال کې وي، دغه امر ژبې ته امن ورکوي او د کمزورتیا او مړینې له خطر څخه یې ژغوري. پښتانه سره له دې چې د خپلې ژبې د ژغورنې او پياوړتیا په ډېری برخو کې له ستونزو سره مخ او د بې پروايۍ ښکار دي، خو دا جې د ډېرو اولادنو راړل په کې دود دي او د وګړو شمېر په کې په چټکه توګه د پراختیا په حال کې دی، له کمزورتیا څخه یې د خپلې ژبې په ژغورنه کې مرسته کولی شي او په راتلونکې کې یې د پراختیا او پیاوړتیا هیله مندۍ شونې کوي.
پښتو ژبه چې په پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو کې د کابو ۷۰ مېلیونو په شاوخوا کې ويونکي لري، دغه چاره د نوموړې ژبې یوه ستره خوشبختي او مهم ګټور فکټور دی او د نړۍ د زرګونو ژبو په پرتله پراخه، پیاوړې او په امن کې ژبه بلل کېږي، چې په راتلونکې کې یې د خطر او مړنیې وېره را کمه کړې ده.
۲-۲ د اړیکو نږدې والی او اسانتیا
يوويشتمه پېړۍ د ساينس او ټکنالوژۍ دور دی او انسان په کې په ډېرې چټکۍ سره پرمختګ وکړ، بشر د ساينس له تيوريو او فورمولونو کار واخيست، ټکنالوژي يې رامنځته کړه، چې د انسان په دغه چټک پرمختګ کې د ټکنالوژۍ او ژبې شتون اساسي نقش لوبوي. دا چې د ځمکې پر مخ انسان د ساينس او ټکنالوژۍ پر مټ ډېر پرمختګ کړی، نو په ژبو يې هم خپل اغېز ښيندلی، دغه اغېز د ژبو او ادبياتو د پراختیا لامل شو دی. اوسمهال د انټرنېټ پر مټ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ډېر کم وخت او لګښت سره اړیکې ټینکېږي او له یوې لويې وچې بلې ته د څو ثانیو په ترڅ کې علمي لیکنز توکي، کتابونه او اثار لېږدول کېږي، چې د ژبو، ادبیاتو او فرهنګونو په پراختیا او تبدله یې مثبت اغېز لرلی دی.
په اوسمهالې نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو له لارې پښتانه شاعران په ډېره لږ موده کې خپل شعر، لیکنه او مقاله تر نورو ور رسولی شي. دا ډول د نورو پښتانو شاعرانو شعرونو او لیکنو ته په اسانۍ سره لاس رسی لرلی شي. دا ډولو په ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک، وټساپ، تلېګرام …کې د پښتنو شاعرانو او لیکوالانو ډلې یا ګروپونه شتون لري، چې پر مټ یې د نړۍ له یوې او بلې لویې وچې څخه ګډې مشاعرې، ادبي او کره کتنیزې غونډې او سمینارونه جوړېږي. نو دغه چاره هم د پښتو ژبې په پراختیا او پیاوتیا کې مثبت رول لرلی شي.
۳-۲ رسنیز ډېرښت او پراختیا
په هېواد کې د وروستیو دوو لسیزو په لړ کې په لکینیزو، غږیزو او انځوریزو رسنیو کې د پام وړ ډېرښت رامنځته شوی دی. په دغو رسنیو کې پښتو ژبې په تدریجي ډول پراختیا موندلې ده. اوسمهال په دغه ژبه ځانګړې ورځپانې، مجلې، وېبپاڼې، راډیو ګانې او ټلويزوني چېنلونه شتون لري، چې په پښتو ژبه بېلابېلې خپرونې لري. دغه رسنۍ د ټولنې په بیدارۍ سربېره د نوموړې ژبې په پراختیا مثبت اغېز لرلی او د غوره راتلونکې هیله مندۍ یې رامنځته کړې ده. دغه چاره د پښتو ژبې، ادبیاتو او فرهنګ په لا غوړېدا او له هغو سره د نورو ژبو د ويونکو په بلدتیا کې خورا ګټوره ده.
دا ډول د فېسبوک، وټساپ، تلېګرام او نورو ټولنیزو رسنیو پراختیا چې اوسمهالي پښتانه ترې په پراخه کچه ګټه پورته کوي، د پښتو ژبې د پراختیا او پیاوړیتا لپاره ګټورې پایلې لري.
۴-۲ علمي او اکاډمیکه پراختیا
د تېرو کلونو په لړ کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې پوهنتونونه جوړ شول، چې په هغو کې د پښتو ژبو او ادبیاتو څانګې پرانېستل شوې. په دغو څانګو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د مسلک وړ او تکړه ځوانان د خپلې وړتیا پر اساس د استادانو او علمي کادرنو په توګه په کار و ګمارل شول. اوسمهال د هېواد په ټولو هغو ولایتونو کې چې د پوهنتونونو لرونکي دي، د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې هم لري. په دغو څانګو کې په سلګونو مجصلین د پښتو په علمي زده کړو بوخت دي او هر کال په سلګونو ځوانان ترې فارغېږي. د پښتو ژبې او ادبياتو په ولایتي څانګو کې په زده کړو بوخت محصلین د کورنیو دندو او سمینارونو په موخه څيړنیزې لیکنې او مقالې وړاندې کوي. دا ډول د فاغت پر مهال پر یوه ادبي یا ژبنۍ موضوع د پایلیک یا موګراف په توګه څېړنه ترسره کوي او یو څېړنیز اثر رامنځته کوي. دا ډول استادان د تدریسي توکو په توګه څېړنې ترسره کوي، چپټرونه او کتابونه چمتو کوي. د دې ترڅنګ د علمي رتبو د لوړوي په موخه څېړنې او ژباړې کوي، خپلې علمي مقالې، سمینارونه، لیکني او ژباړلي اثار رامنځته کوي.
همدارنګه پر هېواد سربېره د پاکستان، چین او هند په هغو پوهنتونو کې چې د پښتو څانګو لرونکي دي، په سلګونو محصلین د پښتو ژبې او ادبياتو په علمي او مسلکي زده کړو بوخت دي، چې د پښتو ژبې، ادبیاتو او فرهنګ په علمي بډاینه او پراختیا کې مرکزي او بنسټیز رول لري، چې د پښتو په لوړتیا کې یې پایلې خورا مهمې او کټورې دي او د دغې ژبې د غوره راتلونکې هیله مندۍ رامنځته کوي.
۵-۲ د پښتو ادبي او علمي اثارو خوندیتوب
د اوسمهالې ټکنالوژيکي پراختیا په لړ کې د علمي اثارو د ساتنې او ثبتونې ډېرې اسانه لارې او وسېلې رامنځته شوې دي. که په کومه وېبپاڼه کې د چا لیکنه یا مقاله خپره شوې وي، نو په اېنټرنېټ کې خوندي کېږي، چې کولی شي د ګوګل د پلټنې له لارې یې بېرته ترلاسه کړي. که چېرې د اېمل له لارې کوم توکي یا اثار واستول شي، يا د بل چا له خوا ستا ادرس ته لېږل شوي وي، په ادرس کې ثبتېږي او د کمپویټر او هارډېسک له خرابیدو او له منځه تلو په صورت کې هم په فضا کې ژغورلي پاتې کېږي.
له دې ور اخوا اوسمهال د علمي اثارو او کتابونو د ثافټ کېدنې دود هم د پراختیا په حال کې دی. داسې علمی او اکاډمیک مرکزونه شتون لري، چې د انټرنېټ پر مټ یې د بېلاېلو علمي اثارو د خوندیتوب او د اړتیا پر مهال لوستونکو ته په انلاین بڼه د وړاندې کونې خدامات ترسره کوي. غوره بېلګه یې په کابل پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د خوندیتوب مرکز دی، چې په دې وروستیو کې یې ډېر شمېر مهم علمي اثار راغونډ او خوندي کړي دي. اوس مهال له دغه مرکز څځه په انلاین توګه د اړتیا ډېری علمي او څېړنیزو اثارو ته لاس رسی شونی شوی دی. دا ډول په دې وروستیو کې له دغو مرکزونو پرته په فردي او خپل سري توګه د پښتو ليکوالو د اثارو د سفټي بڼو لړۍ پراخه شوې او د انټرنېټ پر مټ ورته لوستونکي لاس رسی لرلی شي. غوره بېلګه یې د استاد پوهاند دوکتور محمد اسمعیل یون له خوا په لسګونو کښل شوي علمي، ادبي او څېړنیز اثار دي، چې کابو ټول یې لوستونکي د وخت او لږښت پرته په اسانۍ سره تر لاسه کولی شي. نو د پښتو ژبې د پياوړتیا او پراختیا له مثبتو شاخصونو څخه یې یو هم دغه فکټور دی، چې د ژبې په بډایڼه کې یې خورا ګټور بللی شو.
۶-۲ د انټرنېټي ماشیني ژباړو پراختیا
د ورستیو کمپیوټري او اېنټرنېټي پراختیاو وړاندې، د ژباړې یوه ستره ستونزه په کتابي قاسونو کې د لغتونو د مانا پلټنه وه، چې د ژباړې په کار او بهیر کې یې څنډ او خنډ رامنځته کاوه، خو د اوسمهالو کمپیوټري او ټلېفوني انلاین او افلاین اپلیکشنونو په مرسته دغه چاره تر ډېره اسانه او چټکه شوې ده. په دې سربېره داسې انلاین ماشیني ټرانسلېټرونه (ژباړونکي) شته چې د نړۍ له ډېری پیاړو ژبو سره یې د پښتو ژباړه شونې کړې ده. که څه هم دغه ماشیني ژباړې تر ډېره باوري او له نحوي او صرفي پلوه له تېروتنو خالي نه دي، خو د علم او فرهنګ په برخه کې یې یوه غوره لاسته راړونه بللی شو. ګوګل چې په نړۍ کې يو مشهور پلټونکی ماشين يا سرچ انجن ګڼل کېږي، له څو کلونو راهيسې يې د ژباړې برخه هم فعاله کړې ده، چې په کې د نړۍ لسګونه ژبې يو بل ته ژباړل کېږي. په دې ژبو کې انګليسي، عربي، اردو، فارسي ، هندي، چينايي، فرانسوي، هسپانوي، د نړۍ لسګونه نورې ژبې شاملې دي، خو پښتو ژبه په کې نه وه. يو شمېر پښتنو ليکوالانو په رضاکارانه توګه د دې لپاره هڅه وکړه او سلګونه زره کسانو د انټرنېټ له لارې د ګوګل شبکې له مسوولينو وغوښتل، چې پښتو ژبه هم په ژباړه کې ور داخله کړي، چې په پايله کې يې ګوګل دغه کار وکړ او له ۱۳٩٤لمریز کال د سلواغې په ٢٩ په کې پښتو ژبه هم شامله شوه. د دغه سيستم له مخې، د ګوګل ژباړې کارکوونکي کولى شي، چې نورې ژبې پښتو ته او يا هم پښتو نورو ژبو ته واړوي.
دا چې پښتو ژبې ته په بېلابېلو علمي برخو کې د ژباړو اړتیا ده، نو یادې وسېلې چې پورته ترې یادونه وشوه، په ژباړو کې اسانتیاوې رامنځته کوي او په دغه بهیر کې ډېرښت او چټکتیا رامنځته کولای شي.
موندنې (Findings)
- سره له دې چې پښتو ژبه یوه په امن کې ژبه شمېرل کېږي، د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یې یو څه هیله مندۍ شتون لري، خو بیا هم تر اوسه داسې شاخصونه او فکټورونه شتون لري، چې ژبه د کمزورتیا له خطر سره مخ کولای شي.
- بشري، اساسي او شرعي اصول او کړنلارې خلکو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو او ژبنیو حقونو په ورکړې ټینګار کوي، خو زموږ تېر دولتونه دې ته چمتو نه وو، چې پښتو ژبي ماشومان له دې حقونو برخمن کړي.
- د نړۍ ډېری اوسمهالې ژبې چې د مړینې له خطر سره مخ دي، هغه ژبې دي، چې ویونکي یې په ساتنه او کارونه کې بې پاروايي کوي او خپلو راتلونکو نوو نسلونو ته یې په ورزده کړه او لېږدونه کې پاتې راغلي دي. که پښتانه دغې برخې ته پاملرنه زیاته نه کړي، نو پښتو ژبه له ننګونو او چېلنجونو سره مخ کېدای شي.
پایله (Result)
د ژبې د ژغورنې او پیاوړتیا په موخه تر ټولو د مخه د هغې پر شاخصونو پوهاوی اړین دی. که د یوې ژبې ویونکي په دې پوه وي، چې کوم لاملونه د ژبې په کمزورتیا یا پیاوړتیا کې رول لري، نو د خپلې ژبې د ژغورنې او پیاوړتیا لارې چارې په شعوري او علمي توګه سمبالولی شي. دا کار زموږ سره د خپل هېواد د ژبو، توکمونو، فرهنګونو او هويت د څرنګوالي او څومره والي په غوره پېژندنه کې مرسته کوي. موږ د هغو ستونزو او خنډونو مخې ته دروي، چې زموږ د ژبنیو او فرهنګي ارزښتونو د راتلونکې په لار کې شتون لري او د پراختیا او بډاينې مخه یې ډبوي. موږ ته هغه تشې او مسولیتونه او فعالیتونه په ګوته کوي او ټاکي، چې د دغو خنډونو د لرې کونې او د ستونزو د هواري شونتیا رامنځته کولای شي.
وړاندیزونه (Suggestions)
په وروستیو کې د یادې موضوع په اړه خپل وړانديزونه په لاندې توګه داسې رالنډوم:
– پښتو دې د سیاست, کلتور او ټکنالوژۍ ژبه شي.
– پښتو دې د دربار او درباري پښتنو د خبرو اترو ژبه شي.
– په پښتو ژبه دې پښتنو محصلینو ته تحصیلي نصاب چمتو کړل شي.
– ټول پښتانه دې په پښتو خبرو کولو او خپلو راتلونکو نسلونو ته د هغې لېږدونې ته لومڔیتوب او ارزښت ورکڔي.
د نورو علمي څانګو پښتانه استادان او علمي کادري غړي دې په پښتو ژبه تدریس او د اثارو کښنه او ژباړنه خپل مسولیت وګڼي.
پورته او همدارنګه نورې ممکننه لارې چارې هم شتہ چې د پښتو ژبې پرمختگ پرې شونی کېږي.
ماخذونه (References)
1- Austin, Peter K. And Julia Sallabank (2011) The Cambridge Handbook of Endangered Languages. Cambridge, New York: Cambridge University Press.
2- Fishman, Joshua A. (2000) Can Threatened Languages Be Saved? Reversing Language Shift, Revisited: A 21st Century Perspective: Multilingual Matters Ltd.
3-Hale, Mark (2007)Historical Linguistics: Thueory and Method. Oxpord: Bllackwell Publishing company.
4-Janse, Mark and Sijmen Tol (2003) Language Death and Language Maintenance: Theoretical, practical and descriptive approaches. Amsterdam: John Benjamins Publishing Company.
5- McWhorter, John (2004) The Story of Human Language . Cornell University, USA: The Teaching Company Limited Partnership.
6-Moseley, christopher (2007) encyclopedia of the world’s endangered languages. uk: Routledge
7-Pereltsvaig, Asya (2012) Languages of the World: An Introduction. Cambridge, UK: cambridge university press
8-Romaine, Suzanne (2010) Socio-Historical Linguistics: its status and methodology. New York: Cambridge University Press.
9- https://en.wikipedia.org/wiki/Language_family
10- https://www.ethnologue.com/ethnoblog
11- http://aboutworldlanguages.com/families
ماشاءالله. خورا با ارزښته څیړنه. کور آباد ځوی لوی. دلته امریکی کی ډیر کورنی زه وینم چی له خپلو وړو کوچینیانو سره په انګلیسی خبری کوی دوی هیڅ شرمیږی نه که دری زبان وی یا پښتون. ټول واړه ماشومان له اول صنف څخه تر دولسمه پوری یو بل سره په انګلیسی خبری کوی. زه غواړم چی ستاسو د مطالبو څخه ځینی مهمی خبری، ګرچه ټولی یی مهمی دی کاپی کړم یا په لږ تغیر سره په خپل فیسبوک پاڼه کی خپاره کړم کوندی دی کار سره ځینی کورنی پښتو ژبی ته څه نا څه خدمت وکړی تر څو دا زمونږه د پلارو او نیکونو ژپه حد اقل دی حالت ته راورسوو چی زر مړه نشی. الله دی موفقه لره استاده کور دی آباد ډیر زحمت دی کښلی. مننه